د پاکستان د نګران حکومت وزیرانو د زيارت/پنجشنبې په ماښام په يوه خبري غونډه کې ويلي، د بلوچستان څخه اسلام اباد ته ورغلي د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د لاريون نيول شوي پېژندل شوي ټول غړي خوشي کړل شوي او د چا پېژندګلو چې نه ده شوې هغه بندي دي، پلټنې یې کولی شي.
خو د خوشي کولو وروسته په ټولنیزو رسنیو داسې ويډیوګانې خپرې شوي او ویل شوي چې د خوشي کېدو وروسته د لاريون ګډون والې ښځې په بسونو کې کښېنول کېدې او بيرته بلوچستان ته لېږل کېدې.
د پاکستان ياد جرنلسټ حامد مير په اېکس (پخواني ټويټر) دغه رنګ يوه ویډيو پوسټ کړې او ويلي يې دي، "د اسلام اباد پوليسو نن غرمه هايکورټ ته ویلي، ټولې ښځې خوشې کړل شوي خو د شپې دغه ښځې په زوره په ګاډو کې کښېنول کيږي او کوټې ته وړل کيږي په مرکزي وزيرانو هم غلط پرېس کانفرس شوی دی".
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ لاريون چې ښځې او سړي یې ګډون وال وو، لاريون د شورو/ چارشنبې په ماسخوتن اسلام اباد ته رسېدلی، د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د نه پرېښودو وروسته د شپې ناوخته بيا د لاريون په ګډون والو اوبه شيندل شوې او د دوی په وينا پوليسو دوی په ډنډو وهلي او نيولي یې وو.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د لاريون مشرانو دعوه کړې د شورو په شپه 50 ښځې بې درکه شوې او پوليسو د 218 کسانو د نیولو تاييد کړی وو.
تېر ماښام ناوخته د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي، د نجکارۍ وزير فواد حسن فواد او جمال شاه د لاريون د ګډون والو د نيولو او خوشي کولو په حواله خبري کانفرنس کړی دی.
دوی ویلي، "ټولې نيول شوې ښځې او نور کسان چې پېژندګلو یې شوې خوشي کړل شوی او د چا پېژندګلو چې نه ده شوې هغه بندي دي (نن د جمعې په ورځ به) یې عدالت ته رپورټ وړاندې کولی شي".
د بشري حقونو فعالې وکیلې (قانون پوهه) ايمان زېنب مزاري اسلام اباد هایکورټ ته د بلوڅ لاريون کوونکو دپاره خواست کړی او عدالت د هغې خواست اورېدلی وو.
د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي وويل، "وزيراعظم د مظاهرينو سره خبرو دپاره کميټي جوړه کړې، دوی د مظاهرينو سره ليدلي، کمېټۍ د ښځو او ماشومانو په سمدستي ډول خوشي کولو دپاره اقدامات کړي او د هغوی د مسلو په حواله به خپلې سپارښتنې وزيراعظم او مرکزي کابينې ته وړاندې کوي".
فواد حسن فواد وویل، "لاريون کوونکي چې اسلام اباد ته رسېدلي، د بلوچستان څخه راغلو کسانو لخوا داسې کوم حالات نه وو جوړ شوي خو پوليس او انتظاميه سره داسې ثبوتونه دي چې دلته ځينې ځایی خلکو چې مخونه یې پټ وو داسې حالات جوړ کړل بيا د مظاهرينو او پوليس ترمنځ نښته شوې او ګرفتاريانې شوي دي".
د بشري حقونو یوې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل او په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي) په اسلام اباد کې د بلوڅانو د احتجاجي لاریون د مخنیوي، په هغوی باندې د تشدد کول او نیول یې غندلي او د نیول شویو کسانو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه یې کړې وه.
د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د سيوري لاندې د بلوچستان د تربت څخه په شپږم دسمبر روان شوي لاريون مشرې ماه رنګ بلوڅ د شورو/چارشنبې په ورځ وي او اې ډيوه ته ويلي وو، ياد احتجاج او لاريون د بلوڅ ځوان بالاچ بلوڅ د وژنې وروسته پېل شوی وو.
په 23م نومبر د بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې وروسته د هغه د جسد سره په تربت کې احتجاجي ناسته پېل شوې وه. په نهم دسمبر د بالاچ مولا بخش د وژنې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس افسرانو پرضد درج کړل شوې او د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د حقیقت موندنې کمیټي هم جوړه کړې وه.
په 11م دسمبر د بلوچستان صوبې ستر عدالت (هايکورټ) د بلوڅ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې په تړاو د سي ټي ډي پوليسو څلور اهلکار معطل کړي، د مکران څخه د کوېټې پوليس کرايم برانچ ته منتقل کولو او عدالت د پېښې د منصفانه پلټنو دپاره د لوړ پوړو پولیس افسرانو د کمېټۍ جوړولو حکم کړی وو.
د ماه رنګ په خبره، "زمونږ غوښتنه د سي ټي ډي پرضد د مقدمې درج کولو نه وه، دا لومړۍ پېښه نه وه له دې وړاندې هم ډېری بې ګناه کسان اول بې درکه کړل شوي او بيا په جعلي مقابلو کې وژل شوي دي".
هغې ويلي، "وړاندې هم داسې کمېټيانې جوړې شوي خو په هغې عمل نه دی شوی او جعلي مقابلې په دوامداره توګه روانې دي".
هغې زياته کړې، دوی غوښتنه کوي چې "سي ټي ډي دې غېر مسلح کړی شي جعلي مقابلې دې ختمې شي د بلوڅو نسل کشي دې ودرول شي او څومره بې درکه کسان دي مقدمې جوړې کړل شوي هغه دې خوشي شي".
اسلام اباد کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د غړو د نيولو پرضد د زيارت په ورځ په کوټه کې احتجاجي مظاهرې شوې وې.
او د بلوچستان نيشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل په يوه خبري غونډه کې ویلي، د بلوچستان ګورنر ته یې ويلي چې اسلام اباد ته لاړ شي د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د نیول شوو ګډون والو په خوشي کولو او بالاچ د مقدمې په حواله خبره وکړي او که خبره یې ونه منل شوه نو استعفا دې ورکړي.
Forum