لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د الیکشن کمیشن فیصله بحال کړه، د پي ټي آی نه د "بېټ" انتخابي نخښه بيا لاړه


پېښور هايکورټ د پاکستان الیکشن کمیشن د تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) نه د "بېټ" انتخابي نخښې بيرته اخستو فېصله بيرته بحال کړه. د پي ټي آی مشر بېرسټر ګوهر خان د فېصلې په غبرګون کې وويل، دغه فېصله به د الیکشن کمیشن د تعصب څرګندونه کوي.

ګوهر خان مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "دا فېصله په تادۍ کې وشوه او مونږ به د دې خلاف سپريم کورټ ته ځو".

په 26م دسمبر د پېښور هايکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د "بېټ" د نخښې بيرته اخستو د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې وه.

له دغې درې ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند د پارټۍ په کچه (انټرا پارټي) شوي انتخابات رد کړي او یاد ګوند څخه په راتلونکو انتخاباتو کې د "بېټ" انتخابي نخښه بیرته اخستل شوې وه.

الېکشن کمېشن د پېښور هايکورټ د فېصلې ضد هايکورټ ته بيا خواست کړی او فېصلې ته د بيا کتو خواست یې کړی وو.

نن د پېښور هايکورټ جج جسټس اعجاز خان د الېکشن کمېشن لخوا فېصلې ته د بيا کتنې په خواست محفوظ کړې او مازيګر یې فېصله واوروله، د الېکشن کمېشن د 22م دسمبر فېصله یې بحال کړه.

پي ټي آی د الېکشن کمېشن ياده پرېکړه په پېښور هایکورټ کې چېلنج کړې وه.

د پاکستان د الېکشن کمېشن مشر (چيف الېکشن کمېشنر) سکندر سلطان راجه په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ د 22م دسمبر په شپه د پي ټي آی ګوند د ګوند په کچه شوو انتخاباتو باندې فېصله اورولې وه.

په فېصله کې ويل شوي وو، پي ټي آي چې روانه میاشت د ګوند په کچه کوم انتخابات کړي هغه د الېکشن کمېشن د قانون سره سمون نه خوري.

د پي ټي آی د ګوند په کچه انتخاباتو کې بېرسټر ګوهر خان د ګوند نوی چيرمېن ټاکل شوی وو.

د پي ټي آي د ګوند په کچه انتخاباتو ترسره شوو انتخاباتو ضد الېکشن کمېشن ته خواستونه شوي او اعتراضونه پرې راپورته کړی شوي وو.

د پېښور هايکورټ د لومړۍ فېصلې راتلو وروسته پاکستان مسلم ليګ ن ګوند او جمعيت علما اسلام ف ګوند په ښکاره په دغه فېصله نيوکې کړې او په عدالت یې د پي ټي آی یې د ملاتړ کولو تور لګولی وو.

د تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان پرون د جمعې په ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي، "مخالفين یې هڅه کوي چې د پي ټي آی سره د بېټ نخښه پاتې نه شي".

نوموړی نن بیا تکرار کړه، "که د پي ټي آی نه انتخابي نخښه اخستل کيږي نو 227 مخصوص څوکۍ به چرته ځي، 70 د قومي اسمبلۍ څوکۍ او پاتې د صوبايي اسمبليانو سره دي. هغه ويلي، د دغو څوکو به د وزيراعظم او نورو په ټاکنو څه اغېزې وي".

د پاکستان الېکشن کمېشن په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو اعلان کړی، د نامزدګۍ دپاره کاغذونه جمع کړی شوي او د جانچ پړتال عمل یې روان دی.

د الېکشن کمېشن ترمخه په 13مه جنورۍ به انتخابي نخښې اعلانولی شي.

پاکستان کې د انتخاباتو او سياسي چارو کارپوهان وايي، د يو سياسي ګوند دپاره انتخابي نخښه ډېر اهميت لري، يو دا چې پاکستان کې د تعليم کچه ټيټه ده عام خلک د ګوند او امېدوار په ځای نخښه ګوري او بل غټ اثر په مخصوصو څوکيو پرېووځي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG