د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند د نامزد امېدوار په ګاډي چاودنه شوې او هغه پکې بچ شوی دی. نن سهار په شمالي وزيرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د مشر محسن داوړ په ګاډي ډزې شوي او محسن داوړ هم له دغه بریده روغ وتلی وو.
باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دپاره نامزد امېدوار قاري خېرالله په ګاډي چاودنه نن مازيګر خواوشا څلور نيمې بجې شوې ده.
د باجوړ پوليسو مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې ویلي، د پي کی 19 نامزد امېدوار قاري خېرالله په ګاډي د باجوړ د لوی ماموند تحصيل په بر کمر علاقه کې چاودنه شوې په چاودنه کې هغه محفوظ پاتې شوی، ګاډي ته سخت تاوان اوښتی دی.
د باجوړ نه د جمعيت علما اسلام ف ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د پي کی 22 حلقې دپاره نامزد امېدوار عمران ماهر وي او اې ډيوه ته پېښه تاييد کړه او وې یې ويل، چې د قاري خېرالله په ګاډي چاودنه شوې ده.
نوموړي زياته کړه، دوی په باجوړ کې د داسې حالاتو سره مخ دي چې د کوره بهر نه شي وتلی ګواښونه ورته کيږي او جمعيت علمااسلام ف ګوند په پنجره کې ايسار کړی شوی او د ديوال سره لګول شوی دی، هیڅ ګناه یې نشته خو بيا هم ورته ګواښونه کيږي.
باجوړ کې له دې وړاندې هم د جمعيت علمااسلام ف ګوند غړي په نخښه شوي او د د روان کال جولايۍ په وروستيو کې په باجوړ کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند په يوه غونډه ځانمرګی بريد شوی، د 60 نه زیات کسان پکې وژل شوي وو.
باجوړ کې د جمعیت علما اسلام ف ګوند په غړو د زياترو بريدونو او ځانمرګي بريد زمه واري هم داعش منلې وه.
جمعیت علما اسلام ف ګوند په اېکس (پخواني ټویټر) يوه خبرپاڼه پوسټ کړې چې پکې ليکل شوي، د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان زوي مولانا اسعد محمود ته د ډېره اسماعيل خان يو پوليس افسر ويلي، د ترهګرو لخوا اسعد محمود ته ګواښونه دي، هغه دې د غېر ضروري سفر او ولسي غونډو څخه ډډه وکړي.
جمعیت علمااسلام ف درې ورځې په 31م دسمبر ويلي وو، ډېره اسماعیل خان کې د مولانا فضل الرحمان په کاروان ډزې شوې، خو مولانا فضل الرحمان په کاروان کې موجود نه وو او په کاروان کې شامل ګاډي باندې ډزې لګېدلې وې.
دوه ورځې وړاندې مولانا فضل الرحمان مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، دوی د اوږدې مودې نه په ګوته کوي چې خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د ناامنۍ سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې وه، په داسې حالاتو کې به دوی انتخابي کمپاين څنګه کوي؟. فضل الرحمان د انتخاباتو په مهال د امنیت غوښتنه کړې وه.
Forum