لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پرلت 76مه ورځ: پرلتوال وایي که يې غوښتنې ونه منل شي احتجاج به نور سخت کړي


په چمن کې د ﺭوان احتجاجي پرلت يوه مشر وويل له تېرو 76 وﺭځو یې پرلت دوام لري، په چمن کې يې دوه وﺭځې کاﺭبنديز وکړ خو وایي د پاکستان حکومت يې غوښتنې نه مني او په غبرګون کې به دوی د نوﺭ سخت احتجاج کولو اعلان وکړي.

د پاکستان حکومت د تېر کال په اکتوبر کې حکم کړی وو چې د نومبر مياشتې له لومړې نېټې به پر چمن پوله تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ وي خو ځايي خلک وايي دا دې په شناخت کاﺭډ او د سپين بولدک په تذکره باندې شي.

په چمن سرحدي ښار کې د ﺭوان پرلت ګډونوالو خپل احتجاج ته د نوﺭې پراختيا وﺭکولو پرېکړه کړې ده او وایي ډېر ژﺭ به خپل احتجاج د ايالت نوﺭو سيمو ته وغزوي.

پرلتوال وایي په دغه شنه يخ کې پر احتجاج ناست دي، کاﺭبنديز وکړي خو د پاکستان حکومت د دوی د غوښتنو منلو ته تياﺭ نه دی. د پرلت کمېټۍ يو مشر ولي محمد اڅکزی ګیله کوي چې خبره یې نه اوﺭېدل کېږي. اڅکزي وي او اې ډیوه ته وویل:

"هره وﺭځ په ﺯﺭګونو کسان دلته پرلت ته ﺭاځي، اوس موږ نفس تنګ شوي يو، موږ به ډېر سخت ګام اخلو ګرسره حکومت په موږ څه کوي ﺯموږ کوم امتحان اخلي، دغه ﺭا غونډ شوي کسان خپله ﺭوﺯي غواړي، حکومت کله وایي موږ امداد وﺭکوو هسې خلک خطاباسي، ډېر ژﺭ به موږ خپل احتجاج تر نوﺭو سيمو پوﺭې اوږد کړو".

د پاکستان نګران وﺯيراعظم انواﺭ الحق څو اوونۍ مخکې کوټې ته د سفر په مهال په خپل يوه بيان کې ويلي وو، له افغانستان سره پر داخلي لاﺭو تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ او ويزه کولو پرېکړه حتمي ده. کاکړ ویلي وو، "موږ له ګاونډيانو سره د خپلو سرحدونو د قانوني کولو او ورانکارو د تګ ﺭاتګ دﺭولو دپاﺭه دغه ګام پوﺭته کړی دی".

خو د پرلت وياند د حکومتي چاﺭواکو ددغو بيانونو په ﺭدعمل کې وایي چې د سيمې خلک له حکومته خپل ﺭوﺯګاﺭ او کاﺭوباﺭ غواړي او دوی پر چمن دروازہ د حکومت د «ون ﺭژيم» پرېکړه نه مني.

د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزی وایي حکومت چې د چمن په دﺭواﺯه باندې په ﺯﺭګونو خلکو دپاﺭه د پاسپوﺭټ او ويزې شرط عملي کوي، تر هغه مخکې دې د دوی لپاﺭه د ﺭوﺯګاﺭ ﺯمينه برابره کړي:

"ولې دغه خپل خلک د مجبوﺭۍ سره مخامخ کوي، پر چمن پوله پینځوس ﺯﺭه کسان تګ ﺭاتګ کوي، ددغو ټولو خلکو دپاﺭه به د پاسپوﺭټ او ويزو بندوبست څنګه کوي، دا ناممکنه خبره ده حکومت دې موږ سېول نافرمانۍ ته نه مجبوﺭه کوي".

د چمن پرلت کوونکو له تېرې څه باندې يوه نیمې مياشتې راهیسې د چمن دﺭواﺯې له لاﺭې تجاﺭتي چاﺭې هم دﺭولې دي چې له کبله یې ځایي سوداګرو ته په لویه کچه مالي زيانونه اوښتي دي.

د چمن دروازې بندېدو له کبله حکومت هم هره وﺭځ په لویه کچه له محصول تر لاسه کولو محروم پاته کېږي او د دغې لاﺭې بندېدو له وجې مال برداﺭ ټرانسپوﺭټ ګاډي هم پکې دﺭېدلي دي چې ډﺭايوﺭان یې له غټو ستونځو سره مخامخ کړي دي.

د یو ولاړ ټرک ډﺭايوﺭ سعدالله وایي د ګاډي ټايرونه یې ختم شول، يخ دی او وایي نه پوهېږي چې دغه پرلت به تر څو ﺭوان وي. سعدالله وي او اې ډیوه ته وویل:

"ﺯموﺯ څه ګناه ده، که ﺯموږ د ګاډو په دﺭېدو دغه مسله حل کېږي موږ ته دې ووایي، ﺯموږ موټران تباه شول، موږ د پرلت او حکومت دواړو څخه خواست کوو موږ دې ايله کړي، افغان کدوال مو خپل وطن ته ﺭسولي دي، په موږ پسې قسطونه دي، کوﺭنۍ خواړه ﺭاڅخه غواړي موږ یې له کومې خوا وﺭته برابر کړو".

ددغو ډﺭايوﺭانو د ستونځو په هکله مو د پرلت له وياند عبدالصادق اڅکزي څخه وپوښتل، هغه وويل پر چمن دﺭواﺯه د پاسپوﺭټ ﺭژيم عملي کېدو سره به ډﺭايوﺭان هم په پاسپوﺭټ ځي ﺭاځي، وایي دا ستونځه د دوی لپاره هم ده باید له دوی سره دې په احتجاج کې شريک شي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG