لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلينکن د اسرايل او حماس د جګړې پراخېدو د مخنيوي د هڅو په لړ کې د متحده عرب اماراتو او سعودي عرب د مشرانو سره ليدلي


د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلينکن د ګل/ دوشنبې په ورځ د متحده عرب اماراتو او سعودي عرب د مشرانو سره ليدلي او بيا اسرايل ته تللی، چې غزې ته نورې بشري مرستې ولېږل شي د ملکي وګړو ساتنه يقيني کړی شي، او ياده شخړه د سيمې نورو برخو ته ونه غځيږي.

بلينکن د متحده عرب اماراتو د صدر شېخ محمد بن زېد النهيان سره ليدلي، او د سعودي عرب د ولیعهد محمد بن سلمان سره یې ليدنه شيډول وه.

د اتوار/يکشنبې په ورځ بلينکن د اردن د باچا عبدالله دويم او د قطر د امیر شېخ تميم بن حماد الثاني سره ليدلي او هغو سره یې هم په يادو موضوعاتو خبرې کړي دي.

بلينکن په داسې وخت کې د سيمې سفر کړی چې تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د اسرايل او حماس جګړه پېل شوې او دغې جګړې د غزې پورې محدودې ساتلو دپاره د لويديځ او سيمې د قوتونو د ګډو هڅو باوجود د دغه جګړې خورېدو خطرې سېوا کیږي.

يو لور ته د اسرايل او لبنان د ملاتړې ملېشې حزب الله ترمنځ نښتې شوي او بل لور ته د يمن په لويه برخه قابض حوثي ياغیانو په بحېره روم کې په سمندري بېړو حملې سېوا کړي دي.

بلينکن د سيمې په حالاتو مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، د اندېښنې يوه برخه د اسرایل او لبنان ترمنځ پولې ده او مونږ د دې خبرې يقينې کولو دپاره ټولې ممکنه هڅې کوو چې هلته کومه شخړه ونه شي.

هغه ویلي، اسرايل په کشاله کې په ښکاره کومه دلچسپي نه لري او ټينګار یې کړی چې په شخړه کې هیڅ ډول سېوا والی د لبنان په ګټه نه دی.

امریکا د اسرايل او فلسطين دواړو ترمنځ په تل پاتې امن او سلامتۍ باندې ټينګار کوي.

خو امریکې د درېو میاشتو راهسې روانه جګړې ودرولو دپاره د جنګ بندۍ د عربو غوښتنې رد کړي او د اسرايل ملاتړ یې دوامداره ساتلی دی.

اسرايل او امريکا ګڼي چې جنګ بندي يواځې حماس د اسرايل د پوځ پرضد جګړې دپاره بيا منظم کوي.

په نړیواله کچه د فلسطيني وګړو په لويه کچه وژنو او بشري بحران باندې اندېښنې څرګنديږي او ملګري ملتونه بيا بیا په جنګ بندۍ ټينګار کوي.

اسرايل وايي، د حماس د خطرې ختمولو او په غزه یې د قبضې ختمولو پورې جګړه دوامداره ساتي.

بلينکن د خوراک د عالمي پروګرام (ډبلیو اېف پي) یو ګودام ته هم ورغلی، چرته چې د غزې دپاره هلته نه خوراکي مرستې په ټرکونو کې باریږي.

د امریکا خارجه وزیر د ترکیې د صدر رجب طیب اردوان سره د خبرو وروستو، د خالي/شنبې ورځې ناوخته خبریالانو ته وویل چې ترکیه آماده ده چې د جنګ د کمولو او نورو سیمو ته د غزې د جګړې خورېدو د مخنیوي دپاره خپل اثر رسوخ استعمال کړي. طیب اردوان په غزه کې د اسرایلي پوځ د کاروایۍ یو کلک ناقد دی.

د بلېنکن سره په یو جدا ملاقات کې د ترکیې خارجه وزیر خاقان فېدان په غزه کې "یوه فوري ډزبندي" وغوښته چې د هغه ځای خلکو ته بشري امداد په آسانۍ سره ورسول شي. د ترکیې د سفارتکاري ذرايعو مطابق، هغه همدا راز د دوه-ریاسته حل لارې په سر د مذاکراتو د فوري پیل کېدو غوښتنه وکړه.

امریکا د اسرایلیانو او فلسطینیانو، دواړو دپاره په یو پایداره امن و امان ټینګار کړی، او دا یې ویلي چې غواړي فلسطینیان ځان ته سیاسي حقونه حاصل کړي، په خاص ډول د یو فلسطیني ریاست جوړېدل چې د اسرایل دپاره امن هم په کې تضمین شوی وي.

منځنی ختيځ د هغې وخت راهسې د سختې جګړې سره مخ دی چې په اووم اکتوبر د ايران ملاتړې حماس ډلې په اسرايل بریدونه کړي، د اسرایل په خبره په دغو بریدونو کې 1200 کسان وژل شوي او حماس 240 کسان يرغمل کړي، ځينې یې خوشي شوی خو اوس هم په غزه کې 130 يرغمل شوي موجود دي.

د حماس د حملې په ځواب کې، د حماس د صحت وزارت ويلي د اسرايل په عملیاتو کې 22,600 کسان وژل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي.

(د دې خبر معلومات د اې پي او رويټرز څخه اخستل شوي)

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG