لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نن څخه د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پيليږي


پاکستان کې نن د ګل/دوشنبې د ورځې نه د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پيليږي، او د صحت وزارت ویلي، د ملک په 159 ضلعو کې به د پينځو کالو نه د کم عمر ماشومانو ته کور په کور د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه خېبرپښتونخوا کې به په پينځه ورځني کمپاين کې 7.8 ملينه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکولی شي.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو ضد کمپاين پرانسته په پينځمه جنورۍ پېښور کې د نګران وزیراعلا د صحت مشير ډاکټر رياض انور کړې وه.

نوموړي ویلي وو، د ټولنې ټولې طبقې دې د پوليو وايرس په بشپړ ډول ختمولو کې د حکومت مرسته وکړي.

هغه ويلي، په صوبه کې به په دوو پړاوونو کې پينځه ورځنی کمپاين کولی شي. د 15مې جنورۍ څخه به په دويم پړاو کې په لکي مروت او جنوبي وزيرستان کې کمپاين کولی شي.

د اې پي پي ترمخه، بلوچستان صوبه کې به د يوې اوونۍ په کمپاين کې د 2.5 ملينه نه زیاتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

ويل شوي په پنجاب او سيند صوبو کې به هم د يوې اوونۍ کمپاين کولی شي، په پنجاب کې به د 23 ملينو نه زياتو ماشومانو او سيند کې به د 10.3 ميلينو نه زياتو ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام ترمخه تېر کال په (2023م) کې په ملک کې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلې، درې پېښې د خېبرپښتونخوا په بنو او يوه په اورکزو کې رپورټ شوې وه. او دوه پېښې په کراچۍ کې معلومې شوې وې.

د صحت نړیوالې ادارې (په 22م دسمبر) يو بيان کې پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس خطرې په ګوته کړې وې.

د صحت نړيوالې ادارې ويلي وو، پاکستان کې "سياسي بې ثباتي يا ګډوډی، په ځینو سيمو کې ناامني، د کار کوونکو سره د پوليسو د ګرځېدو ضرورت، د پوليو ويکسينو يا څاڅکو نه بايکاټ او په ځينو ځايونو کې یې په بدل کې نورې غوښتنې کيږي".

د دې ترڅنګ ویل شوي وو، پاکستان کې د پوليو د مخنيوي يا څاڅکو ورکولو"پروګرام کې اوس هم په په ګڼ شمېر کې ماشومان د دې نه محرومه پاتې کيږي".

د صحت د نړیوالې ادارې ترمخه، د پاکستان نه افغانستان ته په لويه کچه د خلکو ستنولو په افغانستان کې بشري چېلنجونه نور سېوا کړي دي.

د صحت نړيوالې ادارې د اګست په مياشت کې ورکړی بيان تېره مياشت بيا تکرار کړی چې "په افغانستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ته جټکه لګېدل پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ته خطره سېوا کوي ځکه چې د ابادۍ زيات تګ راتګ کيږي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG