غزه کې پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ يو بريد کې دوه نور خبريالان وژل شوي، الجزيره د خبريالانو وژنه غندلې، په وژل شوو کې يو د الجزيره خبريال وو. په غزه کې د حماس چارواکو ويلي، خبريالان د اسرايل په هوايي بمبارۍ کې د رفح پولې سره نزدې وژل شوي دي.
ویل شوي وژل شوو خبريالانو کې حمزه الدحدوح د قطر خبري ادارې (الجزيره) خبریال، او مصطفا ثريا د اې اېف پي ويډيو خبریال وو. په برید کې هاظم رجب ژوبل شوی دی.
حمزه الدحدوح د وایل الدحدوح زوی چې وړاندې یې په دې جګړه کې ښځې، دوه بچو او نمسي هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
الجزيره ويلي، د خبریالانو وروستۍ وژنې او د هغو په کورنيو د وحشي بريدونو دوام د اسرايلي ځواکونو هوډ څرګندوي چې د خبريالانو حوصلې د خپل کار څخه ماتې کړي او دا د مطبوعاتو د ازادۍ سرغړونه ده.
الجزيره د جرمونو په نړیوال عدالت، حکومتونو، بشري حقونو په تنظيمونو او ملګرو ملتونو غږ کړی د اسرايل سره دې د دې ناوړه جرمونو حساب وکړي او د خبريالانو په هدف کولو او وژلو ته د پای ټکي اېښودو غوښتنه یې کړې ده.
د اسرايل پوځ د دغه بريد په اړه د څه ويلو نه ډډه کړې چې خبريالان پکې وژل شوي دي.
خو په 16م دسمبر غزه کې د الجزيره د بل وژل شوي خبريال په اړه بيان کې یې ويلي، د اسرايل دفاعي ځواکونه هیڅکله قصدا خبريالان نه په نخښه کوي.
د خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکې ادارې کميټي ټو پروټکټ جرنلسټ او د مطبوعاتو د څا نړيوالې ادارې ویلي، په غزه کې د جګړې په لسو اوونيو کې د وژل شوو خبريالانو شمېره 77 ته رسېدلې ده.
ويل شوي په وژل شوو کې 70 خبریالانو فلسطينيان، څلور اسرايل او درې لبنانيان وو.
د سي پي جی مشر جوډي ګينسبرګ ويلي، د اسرايل د غزې په جګړه کې چې څومره خبريالان وژل شوي، د سي پي جی په تاريخ کې یې ساری نشته، او دا په ځمکه د خبريالانو دپاره د سختو حالاتو څرګندونه کوي.
د اسرايل پوځ د خالي/ شنبې په ورځ ويلي، د اسرایل پوځ ويلي ځواکونو یې د غزې په شمال کې د حماس پوځي چوکاټ ختم کړی، د حماس 8000 وسله وال یې وژلي، د زرګونو په شمېره کې یې ترې وسله او د ملينونو په شمېره کې یې ترې اسناد ترلاسه کړي دي.
د اسرایل د پوځ وياند رېير اېډمرل ډېنيل هګاري ويلي، د اسرایل تمرکز اوس په جنوبي او منځنۍ غزه کې د حماس په ماتولو دی.
د اسرايل وزیراعظم بينيامين نېتن ياهو د خالي په ورځ ویلي، د حماس پرضد جګړه به د اسرايل د درېو اهدافو (د حماس ختمولو، د يرغمل شوو د خوشي کولو او د حماس د ګواښ ختمولو) ترلاسه کولو پورې روانه وي.
د امريکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلينکن، او د يورپي يونين لوړ پوړي سفارتکار جوزف بوريل د د سيمې سفرونه کړي، دوی هڅه کوي چې دغه درې میاشتنۍ جګړه لبنان ته ونه ورسي، په سره سمندر کې د ايران ملاتړو حوثي ياغيانو په سمندري بيړو د بريدونو مخنيوی وشي.
حماس يو ويډيو خپره کړې چې پکې د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ويل، د انتني بلينکن د سيمې د سفر څخه هيله لري چې هغه به د اسرايل د يرغل او جګړې ختمولو باندې تمرکز وساتي.
منځنی ختيځ د هغې وخت راهسې د سختې جګړې سره مخ دی چې په اووم اکتوبر د ايران ملاتړې حماس ډلې په اسرايل بریدونه کړي، د اسرایل په خبره په دغو بریدونو کې 1200 کسان وژل شوي او حماس 240 کسان يرغمل کړي، ځينې یې خوشي شوی خو اوس هم په غزه کې 130 يرغمل شوي موجود دي.
د حماس د حملې په ځواب کې، د حماس د صحت وزارت ويلي د اسرايل په عملیاتو کې 22,600 کسان وژل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي)
Forum