لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې څلور نرښځيان په ډزو ژوبل کړی شوي


د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې نامعلومه کسانو په څلورو نرښځيانو ډزې کړي او ژوبل کړي دي. پوليس وايي د نامعلومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو مشرې فرزانې وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، نن د ګل/ دوشنبې په ورځ پېښور کې په نرښځيانو د بريدونو دوه پېښې شوي، خو د پېښور په اقبال پلازه کې مازيګر څلور نرښځيان ژوبل کړی شوي دي.

د فرزانه په خبره، مازيګر په موټر سايکل نامعلومه کسان راغلي په نرښځيانو یې ډزې کړي، درې یې په پښو ويشتي او بل یې په تشي ويشتی دی، ټول یې ژوبل کړي او تښتېدلي دي.

هغې زياته کړه، سهار په ګلبهار کې په نرښځيانو ډزې شوي خو هغوی پکې بچ شوي دي.

د پېښور د فقير اباد تاڼې يو چارواکي ارشد وي او اې ډيوه ته پېښه تاييد کړه او وې یې ويل، د پېښې مقدمه د نامعلومه کسانو پرضد درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي.

پېښور کې د نرښځي د وژنې وروستۍ پېښه په 26م دسمبر د شپې شوې، د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د عبیدي په نوم یو افغان نرښځی وژل شوی وو.

د نرښځيانو وژنې

فررزانې وي او اې ډيوه ته وویل، په تېر کال 2023م کې خېبرپښتونخوا کې اته نرښځيان وژل شوي او ګڼې مقدمې په تاڼو کې پرتې دي، څوک پکې نه دي نيول شوي.

هغې زياته کړه، د نرښځيانو قانوني تحفظ نشته، که يو څوک د نرښځیانو په وژنه يا تشدد کې ونيول شي هم، نو هغوی بیا د پوليس د کمزوري تفتيش له امله د عدالتونو د لارې خوشي شي او بيرته بيا په نرښځيانو پسې شي.

د نرښځيانو خپله کمزوري

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمر نسيم وايي، د نرښځيانو په مقدمو کې د پوليس تفتيش کمزوری وي، تر دې چې د پوليس سره د نرښځيانو پوره ريکارډ هم نشته.

خو وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، بله پلو ته بيا نرښځيان هم په قضيو کې ډېر مخې ته نه راځي، چې ګواهي وکړي، وکیل ونيسي او ټول قانوني عمل په وړاندې بوځي.

پوليس وايي، دوی تفتيش او پلټنې سمې کوي چې څومره ګواهان او ثبوتونه ورته ترلاسه کيږي د هغې په بنیاد قضيه جوړوي.

د نرښځيانو دپاره قانون

د قمر نسيم په خبره، پاکستان کې په کال 2018م کې د نرښځيانو د ټولو حقونو دپاره قانون جوړ کړی شوی، خو هغه بيا د وفاقي شرعي عدالت لخوا ختم کړل شوی ځکه د دغه قانون ځينې مادې د اسلام سره په ټکر کې يادې کړل شوې وې.

هغه زياته کړه، د فاقي شرعي عدالت د فېصلې په سپريم کورټ کې چېلنج کولو دپاره د مرکزي او صوبايي حکومت سره شپږ میاشتې وخت وو خو د بده مرغه دغه نه ده چېلنج کړی شوې.

نوموړي وویل، دغه قانون چې نرښځيانو ته پکې د ووټ، شناختي کارډ او نور حقوق ورکړل شوي، هغه قانون اوس نشته.

د پوليس کمزوری تفتيش

د نرښځيانو د وژنو، په هغوی د تشدد د پېښو په حواله زياتره په پوليس نيوکې کیږي چې سمې پلټنې نه کوي. وي او اې ډیوه په دغه اړوند د پښتونخوا د لوړ پوړو پوليس چارواکو سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو قمر نسیم وايي، "زه پاکستان کې په سرکاري توګه د بشري حقونو دپاره جوړ کمېشن په خېبرپښتونخوا کې د کمېټۍ غړی يم، او نزدې يوه میاشت وړاندې مو د خېبرپښتونخوا پوليس لوړ پوړو چارواکو سره ليدنه شوې او د نرښځيانو په حواله مو ورسره تفصيلي خبرې شوي دي".

هغه زياته کړه، "په ناسته او بحث کې د پوليس لخوا دا هم معلومه شوه چې يوه پېښه وشي، د هغې وروسته نرښځيان د تاڼو مخې ته او نورو ځايونو کې احتجاجونه وکړي خو بيا د پوليس په تفتيشي عمل کې نه شاملیږي او همکاري نه کوي".

د 2018م د نرښځیانو قانون

په کال 2018م کې د نرښځیانو د حقونو قانون د منظورۍ وروسته تېر کال یو ځل بیا په ياد قانون کې د بدلون بحث پیل شوی، او پاکستان کې شرعي قانونو ته د کتنې سترې پاکستانۍ ادارې پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل په يوه پرېکړه کې ويلي وو، د نرښځيانو په اړه قانون شرعي جاج یې اخستی او په دې نتيجه رسېدلي چې نرښځیان خپله د ځان د نرښځي ګڼلو د فېصلې حق نه لري.

د جماعت اسلامې ګوند سره تعلق لرونکي سېنېټر مشتاق احمد خان په شمول د مذهبي ګوندونو ځينې پارلیماني غړو په ياد قانون کې د بدلون غوښتنې کړې وې.

پر دغه معامله د اسلامي نظریاتي کونسل د مشر ډاکټر قبله ایاز په مشرۍ تېر کال د مارچ د میاشتې په 14مه او 15مه دوه ورځنۍ غونډه شوې او ښاغلي قبله ایاز بيا ويلي وو،په دغه قانون كې يو شمېر داسې مادې او شقونه شامل دي چې د شريعت سره په ټکر کې دي.

د بشري حقونو د څار د نړيوال تنظیم ایمنسټي انټرنېشنل د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د اکتوبر کال 2021م او ستمبر کال 2022م تر منځ موده کې نزدې 18 نرښځيان وژل شوي دي او دا په اېشيا کې د قتل کړی شوو نرښځیانو تر ټولو زیاته شمېره ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG