لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اخوندزاده چټان: پاکستان په افغانستان کې بیا بیا تجربې وکړې خو ناکامه شوې


د پاکستان پيپلز ګوند د باجوړ مشر اخوند زاده چټان يوې احتجاجي غونډې ته په وینا کې د افغانستان په حواله د پاکستان په پالیسیو نيوکې کړې دي او وایي پاکستان بيا بيا په افغانستان کې تجربې وکړې خو "ناکامه شوې".

پيپلز ګوند په باجوړ کې پرون د پولیو پر ضد څاڅکو ورکوونکو ټیمونو ته د امنیت ورکوونکو پولیسو په ګاډي شوې چاودنې په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده چې په سلګونو کسانو پکې ګډون کړی دی.

مظاهرې ته په وینا کې اخوندزاده چټان وويل، "مونږ د رياست ټول حقونه منلي خو نن په دې خاوره زما رياست ماته په خپله اولنۍ زمه وارۍ کې ناکام دی، ماته امن نه شي راکولی".

د افغانستان متعلق د پاکستان پالیسي

پاکستان کې د امن راوستو او افغانستان په حواله د پاکستان د پاليسيو په اړه نوموړي وويل، "که د رياست (پاکستان) سره پلان نه وي نو مونږ ورته پلان ورکوو، مونږ ورته وايو چې نن په دې ملک کې بدامني ده نو دا ستا د غلطو پاليسيو د وجې نه ده، ته خپلې پاليسۍ ټيک کړه، په دې ملک کې به امن راشي، مونږ ورته وايو چې د افغانستان متعلق ستا کومه پاليسي ده دا غلطه ده په دې پاليسۍ از سر نو (بيا د سره) غور وکه".

نوموړي زياته کړه، "ستا د افغانستان متعلق پاليسي دا ده چې زه به په افغانستان کې ګروپ جوړومه هغه به د افغانستان په تحت کښېنومه او بيا به په دې ملک (پاکستان) کې امن راځي، تا بار بار دغه تجربه وکړه، ته ناکام شوې"، هغه زياته کړه، "مونږ درته وايو چې د افغانستان سره د برابرۍ په بنياد باندې ازاده پاليسي جوړه کړه، څنګه چې زمونږ د چين سره پاليسي ده".

له ټي ټي پي سره د پاکستان جرګې

اخوندزاده چټان په هغه جرګه کې شامل وو، کومه چې د کال 2022م د جون په میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو دپاره د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن د 50 نه زیاتو مشرانو او غړو په ګډون کابل ته لېږل شوې وه.

چټان له کابله تر را ستنېدو وروسته وي او اې ډیوه ته په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې کابل ته جرګه د پېښور د (هغه وخت) کور کمانډر او د ايي اېس ايي د مخکني جنرل مشر فیض حمید په خوښه او سلا مشوره لېږل شوې وه.

عمران خان چې د پاکستان وزیراعظم وو، د کال 2021م د اکتوبر په لومړۍ نېټه یې د ترکي (ټي آر ټي) سره په مرکه کې ويلي وو د ټي ټي پي د ځينو ډلو سره یې خبرې روانې دي، او دغو خبرو په لړ کې بيا د پاکستان نه څو پلاوي کابل ته تللي وو. ټي ټي پي په کال 2022م ډز بندي کړې خو دغه ډز بندي یې بيا هم هغه کال د نومبرد میاشتې په 28مه ختمه کړې او بريدونه یې پېل کړي وو.

اخوندزاده چټان دا څرګندونې په داسې کې کړي چې تازه د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د کابل په سفر دی، هغه د سفر نه وړاندې ويلي وو، افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره به د ټي ټي پي په حواله خبرې کوي، خو تراوسه پورې د شوو ليدنو وروسته جاري شوو رسمي بيانونو کې د ټي ټي پي په حواله کومه خبره نه ده شوې.

د پاکستان په افغانستان تورونه

پاکستان وايي د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.

خو په افغانستان کې واکمنه طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي. خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.

د پاکستان او افغانستان کې د واکمنو طالبانو د يو بل ضد تورونو او بیانونو لړۍ دوام لري.

پاکستان کې به امن کله راځي؟

اخوندزاده چټان وويل، "د دوی نه به مونږ تپوس کوو چې په دې خاوره به کله امن راځي نو ويل به یې چې په دې افغانستان کې څو پورې بدامني وي نو دلته امن نه شي راتلی، مونږ ته دا پته وه چې دوی مونږ ته دورغ وايي، د دې افغانستان سره صرف يو پاکستان نه دی د دې سره د شپږو ملکونو پولې لګېدلي دي، په ايران کې بدامني نشته، په ازبکستان، تاجکستان، کرغستان، چين کې بدامني نشته په پاکستان کې ولې بدامني ده؟".

اخوندزاده چټان یوې ځایي جرګې ته وینا کوي.
اخوندزاده چټان یوې ځایي جرګې ته وینا کوي.

د چټان په خبره، "بيا به چې مونږ تپوس کوو به ویل چې دلته (افغانستان کې) د "را" او "خاد" حکومت دی چې دا نه وي ختم شوی دلته امن نه شي راتلی، مونږ چې به تپوس کوو به یې ويل دا بارډر (پوله) کولاو خلک پرې اوړي راوړي چې دا بارډر نه وي بند شوی نو د هغه وخته پورې امن نه شي راتلی".

چټان وويل، "هغه چاته چې به دوی د "را" او "خاد" حکومت ويلو هغه حکومت هم ختم شو په پوله باړ (د سيمو ازغن) تا ولګېدو، مونږه اوس د دې رياست نه دا تپوس کوو، چې هغه تا کومې خبرې کولې هغه خو وشوې په افغانستان کې امن راغی ماته رانغی".

نوموړي وویل، "امن به کله راځي؟ د دې سوال جواب لا تراوسه پورې مونږ له رياست نه دی راکړی چې امن به کله راځي او دا امن به په څه راځي؟".

باجوړ کې جرګه

باجوړ کې پرون د پوليو ټيمونو په ساتونکو پوليسو چاودنه کې د وژل شوو پوليسو شمېره اووه ته رسېدلې ده. د ياد بريد زمه واري اول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بيا داعش هم منلې ده.

د عوامي نيشنل ګوند د باجوړ جنرل سيکرټري نثار باز وايي، پرون د وژل شوو پولیسو د جنازې په مهال اعلان شوی وو چې د باجوړ د امن او راتلونکې تګلارې دپاره قومي ولسي جرګه کولی شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، نن د ولسي او قومي مشرانو جرګه وشوه سیاسي مشران هم پکې وو، دوی وويل، "باجوړ کې چې د بدامنۍ دا کومې پېښې روانې دي، رياست دې د دې مخنيوي وکړي، د سيمې د امن دپاره اقدامات اوچت کړي". هغه جرګه به سبا بيا کښېني او د راتلونکې تګلاره به ټاکي.

د نوموړي په خبره ځايي خلک د پوليس په مشر (ډي پي او) نيوکې کوي چې د امنیت په حواله غېر سنجيده دی، د خلکو سره یې ناسته ولاړه نشته تر دې چې پښتو نه شي ويلی او د خپلو پوليسو په خبره نه پوهيږی.

وي او اې ډيوه د باجوړ د پوليس مشر کاشف ذوالفقار سره د رابطې هڅه کړې او په وټس اېپ يې ورته پېغام استولی خو ځواب یې ورته نه دی ویلی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG