د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات سره تعلق لرونکې مسکان وايي، "د کرکټ سره مې ډېره زيات شوق دی او ډېره زیاته مينه مې ده ورسره"، ملاله يوسفزۍ ورته ويلي چې د کرکټ دپاره به ورته اسانتياوې برابروي ملاتړ به یې کوي، دوس اوس هغې ته په تمه دي.
د سوات د کانجو سيمې 20 کلنې مسکان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په سوات کې د 25 پورې جينکۍ کرکټ کوي خو دوی ته د کرکټ د لوبې دپاره "ځای نشته، کيټونه هم نشته، او اياز نايک ورسره ولاړ دی خو هغه یې په يو سر هر څه نه شي پوره کولی".
د مسکان په خبره، ډېرې جینکۍ غواړي چې د کرکټ لوبه وکړي خو د اسانتياوو د نشتوالي د وجې مخې ته نه شي راتلی.
په سوات کې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د جينکو د کرکټ يوه سیالي په چارباغ تحصيل کې راجوړه شوې، خو دغه لوبه د چارباغ په لوبغالي کې ځايي ناظم او علماوو ودرولې، او بيا دوه ورځې وروسته د کبل تحصيل د يو سرکاري سکول په ودانۍ کې شوې وه، ضلعي انتظامیې هم د دغه لوبې ملاتړ کړی وو.
ياده لوبه د سوات سره تعلق لرونکې اياز نايک راجوړه کړې وه، نايک د تايکوانډو مډالونه ګټونکې کم عمره ماشومې عايشه اياز پلار دی.
د اياز نايک په خبره، "عايشه اياز د پاکستان تر ټولو کم عمره تايکوانډو لوبغاړې ده د اتو کالو نه یې تايکوانډو لوبه پېل کړې، د پاکستان دپاره یې په نړيواله کچه په تايي لېنډ او دوبۍ کې په ترسره شوو سيالو کې د سرو زرو، سپينو زرو او کراون مډالونه ګټلي د دولسو کالو په عمر کې یې اووه نړيوالې تمغې ګټلي او پاکستان کې دننه یې د 100 نه زيات مډالونه اخستي دي".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، دوی په سوات کې د جينکو د تايکوانډو درې اکېډميانې چلوي.
هغه وويل، تېر کال د اکتوبر په میاشت کې یې د جينکو د کرکټ دپاره ټول خرڅ په خپله کړی وو، د جينکو د کرکټ د ودوې دپاره ورته د چارواکو لخوا باور ورکړی شوی خو تراوسه په هغې کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
د نوموړي په خبره، هغه وخت ورته د ضلعي انتظامیې لخوا ويل شوي چې "دوی ته به د جينکو د کرکټ دپاره ځای ورکول کيږي، غټې غټې وعدې رارسره شوې وې خو نه دي پوره شوي د هغې له امله ځينې جينکۍ ناامېده شوي او د لوبو نه قلارې شوي دي".
ایاز نايک وايي، يوه نيمه میاشت وړاندې ورسره د سوات نوبېل جایزه ګټونکې او تعليم نړیوالې مبارزې ملاله يوسفزۍ خبرې کړې او دوی ته یې ويلي وو چې د جينکو د کرکټ پوره سامان به ورته ورکړي او پوره ملاتړ به یې کوي.
هغه زياته کړه، د هغې نه څو ورځې وروسته "راسره بيا د کرکټ بورډ يو چارواکي هم تماس نيولی معلومات یې رانه اخستي، مونږ ته ورته ټولې مسلې ويلي خو د هغې وروسته پکې بيا هیڅ نه دي شوي، مونږ لا اوس هم په تمه يو".
هغه وویل، "که مونږ ته اسانتياوې برابرې کړی شوې مونږ کولی شو چې په سوات کې د جينکو لوبې په مخکې بوځو ځکه مونږ په شخصي توګه دغه خرڅونه نه شو پوره کولی".
په سوات کې په ضلعي کچه د لوبو افسر عبېدالله خان وايي، د اکتوبر په میاشت کې د ضلعې انتظامیې په مرسته د کرکټ لوبه شوې وه، خو د هغې وروسته بیا دوی ته د لوړ پوړو چاوراکو لخوا په دغې حواله کومه لارښوونه نه ده شوې.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د يادې کرکټ لوبې وروسته مونږ د جینکو د والي بال لوبو سيالۍ کړي، بيا مو د جينکو د بټمېنټن سیالۍ راجوړې کړي، او نورې سيالۍ مو هم کړي دي".
هغه زياته کړه، "مونږ ته د پي بي سي يا بل چا د طرفه کومه رابطه نه ده شوې زه په خپله هم کوشش کوم چې د جينکو لوبې پرمخ بوځم".
هغه وویل، که چرته د دوی سره د جينکو د لوبو پرمخ بوتلو دپاره په هره کچه مرستې کيږي دوی تيار دي چې مخ په وړاندې یې دغه لړۍ بوځي.
عبدالله خان زياته کړه، "په سوات کې زمونږ سره د جينکو دپاره د انډور جيمنازيم په نوم ودانۍ جوړه ده په هغې کې زمونږ سره په باقاعده توګه د مارشل ارټ دپاره هالونه جوړ دي، د ټېبل ټېنس دپاره او جيم دپاره هال جوړ دی او بل هال پکې هم جوړيږي چې پکې به والي بال او باسکټ بال کولی شي".
هغه وویل، "په سوات کې زمونږ سره د جينکو دپاره کرکټ ګراونډ نشته او په لوبو کې زمونږ سره د جينکو د کرکټ لوبه په سرکاري توګه نشته او نه په دغه حواله وړاندې څه راغلي دي".
مسکان وايي، "ماته د خپل کور د طرفه هیڅ بنديز نشته بلکې کورنۍ مې ملاتړ کوي، او نورې ډېرې جينکۍ هم د کرکټ ډېر شوق لري که په سوات کې ورته د کرکټ اسانتیا برابريږي دوی به خوشاله وي چې کرکټ وکړي، تر دې چې که دوی ته په پېښور کې هم اسانتیا برابريږي دوی تيارې دي چې پېښور ته هم لاړې شي".
تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د سوات په چارباغ کې د جينکو د کرکټ لوبې ودرولو ته سخت غبرګون ویل شوی وو.
د ملاله يوسفزۍ پلار ضيا الدین يوسفزي هغه وخت په اېکس [پخواني ټویټر] د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ پام دغه لور ته اړولو په حواله پوسټ کړی او ويلي یې وو، "په سوات کې بیا طالبانايزېشن د انتهايي اندېښنې او غندنې وړ دي".
په سوات کې په کال 2012م کې په ملاله يوسفزۍ وسله والو طالبانو هغه وخت ډزې کړې وې چې هغه د سکول نه په ګاډی کې د نورو ملګرو سره کورته روانه وه.
د هغې په سر ګولۍ لګېدلې ، ابتدايي علاج يې په پاکستان او بيا د نور علاج دپاره برتانيي ته په خصوصي الوتکه کې وړل شوې وه.
ملاله يوسفزۍ د امن نوبېل جايزه ګټلې او اوس د جينکو د تعلیم دپاره په نړيواله کچه مبارزه کوي.
Forum