لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د انتخاباتو ځنډولو دپاره سېنېټ کې بل قرارداد جمع کړی شوی


Pakistan Elections
Pakistan Elections

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د انتخاباتو ځنډولو دپاره درېم قرارداد جمع کړی شوی دی. خو د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير مرتضا سولنګي وايي، انتخابات به په ټاکلې نېټه اتمه فرورۍ کيږي.
د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، تازه قرارداد پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکي ازاد سېنېټر هلال لراحمان جمع کړی دی.
په قرارداد کې ویل شوي، سخته يخني او واورې کېدل په خېبرپښتونخوا کې د رای اچوونکو په وړاندې خنډان جوړولی شي، او په صوبه کې امېدوارانو ته د انتخابي کمپاين په مهال ګڼ شمېر چېلنجونه راپيدا کيږي.
ويل شوي، په صوبه کې د امنیتي اندېښنو له امله امېدواران په کمپاين کې د ترهګرو حملو اندېښنې لري، ځکه انتخابات دې د مناسب وخت پورې وځنډول شي.
له دې وړاندې په 12مه جنورۍ بل ازاد سېنېټر هدايت الله هم د انتخاباتو ځنډولو قرارداد په سېنېټ کې جمع کړی او د امنیت له امله یې د انتخاباتو ځنډولو ويلي وو.
په پينځمه جنورۍ بل ازاد سېنېټر دلاور خان د انتخاباتو ځنډولو قرارداد وړاندې کړی او منظور کړی شوی وو. پاکستان کې زياتره سياسي ګوندونو د دغه قرارداد مخالفت کړی وو.
پاکستان کې د انتخاباتو کې ځنډولو قراردادونه په داسې حال کې وړاندې کړل شوي، چې خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې شوي دي.
خو څيړونکي وايي، پاکستان کې له دې وړاندې د کال 2007م، 2013م او 2018م په انتخاباتو کې هم د امنيت صورتحال ښه نه وو، خو بيا هم انتخابات شوي وو.
څيړونکی خبريال شمس مومند وايي، "د پاکستان د ټولو مسلو يواځينی حل، د بدامنۍ او معاشي صورتحال واحد حل نوی حکومت او د ولس اعتماد دی پکار ده چې انتخابات په خپل وخت وشي".
پاکستان کې پيپلز ګوند، عوامي نيشنل ګوند او نور ډېر سياسي ګوندونه وايي د تېرو درېو ځلو انخاباتو هومره نه دي خراب، چې انتخابات وځنډول شي.
څيړونکی خبریال غلام دستګير وايي، "وړاندې يواځې عوامي نيشنل ګوند او پيپلز پارټي اغېزمند وو، وژل به ټي ټي پي، اوس اېکټر داعش او ټي ټي پي دواړه دي، مولانا فضل الرحمان او اې اېن پي يې هدف دی او پروګرېسيو قوتونه دي لکه محسن داوړ، هغو ته هم خطر شته".
پاکستان کې څيړونکي وايي، راتلونکو انتخاباتو کې امنيت يو غټ چېلنج دی خو حکومت بيا بيا تکراروي د سوتره او پرامنه ټاکنو هڅې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG