لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د ورانو شوو دوکانونو د معاوضې ورکولو د باور وروسته احتجاج ځنډول شوی


په شمالي وزیرستان کې د انتظامیې او د میرانشاه بازار دوکاندارانو تر منځ خبرې کامیابې شوې، او ويل شوي دوکاندارانو سره په دوو اوونيو کې د ورانو شوو دوکانونو د تاوان يا معاوضې د مرستو لړۍ پیل کولو ژمنه شوې ده.

د شمالي وزیرستان میران شاه دوکاندارانو تېره ورځ د احتجاج په توګه ټول بازارونه او مارکیټونه بند کړي او احتجاجي مظاهره یې کړې وه.

د احتجاج یو ګډونوال ملک احسان وویل د دوی د تاوان پېسې حکومت منظورې کړي خو دوی ته نه ورکول کیږي.

د صوبې نګران حکومت د میرانشاه د دوکاندارانو د پاره د اکتوبر په میاشت کې یو نیم ارب روپۍ منظورې کړې دي.

هغه وویل دوی ځکه احتجاجي پرلت پیل کړی او د خپل حق غوښتنه کوي چې دا مرستې دې دوی ته فوري ورکړل شي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان حکومت په کال 2014م کې د وسله والو پرضد عملیات کړي او دوکانداران وايي عملیاتو په پایله کې یواځې میرانشاه بازار کې 7000 نه زیات دوکانونه وران کړل شوي وو.

تیر په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د دوی دا تاوان منلی وو او دوی ته یې د مرستو منظوري ورکړې وه.

یو بل دوکاندار انور حسن وویل د ضرب عضب وروسته د دوی کاروبار په ټپه ودرېدلی، او دوی سره د مرستو ژمنې کیږي خو پوره کیږي نه.

هغه وویل دوکانداري د دوی د روزګار یوازنۍ سرچینه ده خو د ضرب عضب عملیاتو پرمهال له دوی څخه دا د اربونو روپو سرچینه تروړل شوې او د خېر په غوښتو مجبور شوي دي.

انتظامیه وايي احتجاج کوونکو سره د انتظامیې مشر منظور اپریدي چې پکې د پوځ افسران شامل وو د پوځ په مرکز کې یې د دوکاندارانو سره مزاکرات کړي او د دوی غوښتنې منل شوي دي.

د انتظامیې مشر منظور اپریدي دفتر چارواکو وویل د 451 کسانو د مرستو چیکونه تیار کړل شوي او د صوبې د حکومت نه د منظورېدو وروسته به دوی ته دا د مرستو لړۍ پیل شي.

د دوکاندارانو د اتحادیې مشر ثنا الله د خبرو تاييد وکړو او وې ویل دوی سره 4500 دوکانداران دي او دا یو نیم ارب روپۍ مرستې یوازې د 1500 دوکاندارانو د پاره دي.

هغه وویل احتجاج ځنډول شوی او که په دوو اوونيو کې د مرستو دا لړۍ پیل نه شوه دا پرلت به بيا پېلوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG