لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د ايران سره تاوتريخوالی به د پاکستان مشکلات نور سېوا کړي


په داسې وخت کې چې پاکستان د ايران د بريد ځواب ورکړی، پخواني سفارتکار او د نړيوالو چارو کار پوهان وايي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی سېوا کيږي په منځني ختيځ کې چې څه روان دي هغه به تر دې ځایه راورسي. د څيړونکو په وينا بل محاذ پرانستل به "د پاکستان مشکلات ډېر زیات سېوا کړي".

پاکستان نن د زيارت-پنجشنبې په سهار (18مه جنورۍ) د ايران په سرحدي صوبه سيستان بلوچستان کې د ترهګرو د مخصوصو ځالو هدف کولو دعوه کړې، دغو عملياتو ته یې د «مرګ بر سرمچار» یعنې «مرګ پر سرمچار» نوم ورکړی، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "په عملياتو کې یې څو ترهګر وژلي دي".

د ایران سرکاري رسنیو د نهې-سه شنبې په ورځ خبر ورکړی چې د ايران نیم پوځي ځواک پاسدارانِ انقلاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جیش العدل وسلوالې ډلې دوه مرکزونه په هدف کړي وو.

پاکستان د ايران دغه برید غندلی او ويلي يې وو په بريد کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جينکۍ ژوبل شوې وې.

د ایران ارنا خبري ادارې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي ويلي، "د پاکستان په بريد کې نهه تنه بهرني وګړي وژل شوي، چې پکې درې ښځې، څلور ماشومان او دوه سړي شامل دي او دغه برید د ايران د پولې نه څلور کلوميټره دننه شوی دی".

د پاکستان پخوانی سفير اياز وزير وايي، دا د بدقسمتۍ خبره ده چې پاکستان او ايران د يو بل ضد ميزايل ویشتلو ته لاس واچولو، باوجود د دې چې دواړه ګاونډي هېوادونه دي ترمنځ یې اړيکې ښې وې او که ښې نه وې دومره خرابې هم نه وې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "پکار وه ايران د بريدونو وروسته ويلي وای چې غلطي يې وکړه خو ايران بيا کلک بيان ورکړو چې مونږ دا کړي دي هلته زمونږ خلاف د ترهګرو ټکانې (ځالې) وې هغه مو ويشتلې دي، پاکستان سره بيا بله لار نه وه پاتې چې ځواب یې کړی وای".

اياز وزير زياته کړه، " اصل خبره هم دا ده که دا (تاو تريخوالی) نور زياتيږي نو په مډل ايسټ (منځني ختيځ) کې چې څه روان دي هغه به تر دې خوا را ورسي او دا دې هېر نه کړی شي چې پاکستان ايټمي ملک دی".

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر عبدالشکور وايي، د پاکستان او ايران ترمنځ دومره تاوتريخوالی نه وو ليدل شوی که څه هم وړاندې د ايران لخوا داسې ميزايل او راکټونه ويشتل شوي دي، خو دا وخت تاو تريخوالی ډېر خرابېدو پله لاړو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د پاکستان دا وخت په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره هم اړيکې ښې نه دي،او پاکستان بلکې څو ځله داسې ويلي چې په افغانستان کې دننه حملې کوو لکه ايران چې څنګه کړي دي، بل طرف ته د پاکستان د هند سره اړيکې (خرابې) دي، بيا پاکستان کې دننه سياسي اړی ګړی دی يا د پاکستان چې کوم مالي صورتحال دی نو دې سره به زما په خيال د پاکستان مشکلات ډېر سېوا شي، پاکستان دا وخت زغم نه لري چې بل محاذ کولاو کړي".

پاکستان د ايران د بريد په غبرګون کې پرون ويلي، د ايران نه یې خپل سفير بيرته رابللی، د ايران سره یې ټاکل شوې سرکاري دورې ځنډولي او زياته کړې یې وه، د ايران سفير ته یې بيرته پاکستان ته د نه راتلو لارښوونه کړې وه. د رپورټونو ترمخه په اسلام اباد کې د ايران سفير دا وخت په تهران کې دی.

ايران دعوه کړې وه، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې یې د بلوڅ وسله والې بېلتون خوښې ډلې (جېش العدل) دوه اهداف په نخښه کړي وو.

د پاکستان د نننيو بريدونو وروسته د ايران خبري ادارې (تسنيم) ويلي، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان استازی د وضاحت دپاره بللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په ايران کې د بریدونو په اړه خبري غونډه کې وويل،"پاکستان د ایران د خپلواکۍ او سيمه ييزه سالمیت احترام کوي، خو د نننۍ حملې مقصد د پاکستان خپل امنیت او قومي ګټه وه په کوم چې هیڅ خبره نه شي کېدی".

بلوڅ زياته کړه، د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د ډيوس خپل سفر هم لنډ کړی او نن د زيارت په ورځ به بيرته ملک ته راورسي. انوار الحق کاکړ دا وخت د سويټزرلېنډ په ډيويس ښار کې په نړيواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په سفر دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په وېب پاڼه خپور شوي بيان کې ويل شوي،" پاکستان په تېرو څو کلونو کې د ايران سره خپلې ژورې اندېښنې شريکې کړي، او پاکستاني ترهګر چې ځان ته سرمچار وايي، په ايران کې خوندي ځالې لري او پاکستان په دغه اړه د ايران سره شواهد هم شريک کړي دي".

پاکستان په خپل بيان کې د کومې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې نوم نه دی ياد کړی.

خو اې پي خبري ادارې ويلي، بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوڅ لبرېش ارمي" په يو بيان کې ويلي، په حملو کې دوی په نخښه شوي دي.

يادې ډلې خبرداری ورکړی، "پاکستان به د دې قيمت ورکوي، بلوڅ لبرېشن ارمي به اوس غلې نه کښېني، مونږ به د دې بدل/ غچ اخلو او د پاکستان خلاف د جګړې اعلان کوو".

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان په حدودو کې د ايران د برید غندنه کړې ده. او د رپورټونو ترمخه چين د پاکستان او ايران ترمنځ د شخړې ختمولو دپاره د درېمګړيتوب وړانديز کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG