لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې په ډزو یو پولیس او دوه مزدوران وژل شوي، بکاخېل کې دوه مړي موندل شوي


د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د پولیسو په پوسته وسلوال برید شوی چې پکې د دوو مزدور کارانو په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور مزدوران ژوبل شوي دي.

بل لور ته د بنو له بکاخېل سیمې څخه د دوو کسانو مړي موندل شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان پولیس وايي د جنورۍ د 22مې په شپه د ابا شهید په نوم پوسته باندې وسلوالو بریدونه کړي او په وار وار د ډزو تبادله شوې ده.

دوی وايي تر لومړۍ حملې وړاندې د وسلوالو حرکت په کېمره کې لېدل شوی چې چې پولیسو دوی ته چټک ځواب ورکړی او برید په شا تمبول شوی دی، خو وایي تر لږ دمې وروسته وسلوالو بیا درنه حمله کړې ده.

د پولیسو په وینا سهار د لټون عملیاتو پر مهال د درې کسانو مړي او دوه ژوبل کسان موندل شوي او ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي.

پولیسو ویلي وژل شوي او ژوبل کسان مزدور خواريکښ دي او یو وژل شوی کس د دوی په ساتنه مامور پولیس عسکر وو.

رپوټونه وایي چې مزدورانو نیژدې د ګنیو په پټیو کې کار کاوه او د ډزو په تبادله کې پرې ګولۍ لګېدلې دي چې دوه وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

تر دې مهاله کومې ډلې پر چیک پوسټ د برید ذمه داري نه ده منلې، خو تر دې وړاندې پر پولیسو او پوځيانو د لسګونو بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

د پولیسو لخوا جاري شوي خبر کې ویل شوي دي چې د ضلعې د پولیسو مشر عبدالروف بابر قیصراني د پېښې ځای ته ورغلی او "ترهګرو ته د چټک جواب ویلو له کبله یې د عسکرو میړانه ستایلې ده".

بل لور چارواکي وايي د بنو په ډومېل سیمه کې د دوو کسانو مړي په داسې حال موندل شوي چې یو په ګولیو ویشتل شوی او په بل د چړو ګوزارونه شوي دي.

پولیس وايي مقدمه یې درج کړې او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي، خو لا یې د پېښې په تور څوک نه دي نیولي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG