لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماه رنګ بلوڅ اسلام اباد کې د پرلت ختمولو او د غورځنګ د پينځم پړاو اعلان وکړو


په اسلام اباد کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ یا د بلوڅانو د يووالي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د روان پرلت ختمولو او غورځنګ د پينځم پړاو پېل کولو اعلان وکړو.

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ غورځنګ د بلوچستان صوبې په تربت سيمه کې په 23م نومبر د بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې پېل شوی، کمېټۍ د څو ورځو پورې په تربت کې احتجاجي ناسته کړی بيا کوټې ته منتقل کړی شوی او د کوټې څخه په 20م دسمبر د کمېټۍ لاريون اسلام اباد ته رسېدلی او د پرېس کلب مخې ته یې پرلت پېل کړی وو.

ماه رنګ بلوڅ د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ د غورځنګ مشري کوي، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ يې اسلام اباد کې په خبري غونډه کې د پرلت ختمولو اعلان وکړو او وې یې ويل، د غورځنګ پينځم پړاو پېلوي.

د ماه رنګ په خبره دوی اسلام اباد ته راغلي چې رياست به یې مسلې واوري خو په دوی تشدد شوی، مقدمې پرې درج شوي، نيول شوي، خنډان ورته جوړ کړل شوي، ځورول شوي او خبره یې نه ده اورېدل شوې.

د 23م دسمبر په شپه نګران وفاقي وزیرانو مرتضا سولنګي، فواد حسن فواد، جمال شاه د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي خان کاکړ او د اسلام اباد د پولیسو مشر ناصر اکبر خان د اسلام اباد پریس کلب مخې ته په احتجاج د بوختو بلوڅانو سره کتلي او ورسره یې د هغوي د غوښتنو په اړه مذاکرات کړي وو.

د بلوڅو د یووالي کمېټۍ د استازو سره خبرو کې نګران مرکزي وزیر فواد حسن فواد ویلي وو چې هغه دغلته د نګران وزیراعظم له لوري مذاکراتو لپاره ورغلی او د مظاهرینو ټولې جایزې غوښتنې به منل کیږي.

خو ماه رنګ بلوڅ وي او اې ډيوه ته وویل، "د حکومتي وزيرانو درې کسيزه کمېټۍ ورسره دغه یوه ليدنه شوې او بيا یې ورسره تماس نه دی نيولی".

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په خبر پاڼه کې ويلي، "دوی په دې خيال اسلام اباد ته ورغلي چې دوی به واورېدل شي خو د دوی سره د دښمن په څېر غېر انساني عمل شوی دی".

په خبر پاڼه کې زیاته کړی شوې، چې "د بلوڅ نسل وژنې ضد تحریک په اسلام اباد کې پرلت وکړو د رياست دپاره ښه موقع وه چې په بلوچستان کې روانې سياسي شخړې د حل دپاره د تشدد او طاقت استعمال پرېږدي او خبرې پېل کړي، خو رياست د دوی پرضد طاقت او تشدد وکارولو".

که څه هم د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا دغو تورونو او دعوو ته ځواب نه دی ویل شوی خو د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د سوري لاندې د لا درکه بلوڅانو د لاريون ګډون وال د ترهګرو ملګري بللي دي.

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ويلي، "د غورځنګ په پينځم پړاو کې به د بلوچستان کور په کور ګرځي د دوی سره په شوي او کېدونکي سلوک به خلک خبروي، او نړۍ ته به بلوچستان کې د بشري حقونو او بلوڅ نسل وژنې حال وړاندې کوي".

غورځنګ ویلي، په دغه لړۍ کې به په 27مه جنورۍ په کوټه کې جلسه هم کوي.

پښتون سياستوال او ملي جمهوري غورځنګ ګوند يو مشر افراسياب خټک د ډيوه خبريال ارشد حسېن سره په خبرو کې ويلي، "په اسلام اباد کې د بلوڅ پرلت يوه کامیابي دا ترلاسه کړه چې نړۍ يې د بلوڅو په حال خبر کړه او بل یې رياست بربنډ کړو".

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي) ويلي، "د جبري بې درکیو ضد د ښځو په مشرۍ روان بلوڅ کېمپ سره ولاړ دي، اود دوی سره په کېدونکې رويه یې اندېښنه څرګنده کړې ده".

په اسلام اباد کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د پرلت په مهال بلوچستان صوبه کې د دغه پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

پاکستان کې د خبريالانو تنظيم (پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټ) ویلي، په 15مه جنورۍ په خضدار او وډ سيمو کې د بلوڅو د احتجاج په مهال د دوه خبريالانو پرضد مقدمې هم درج شوي دي.

بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د اسلام اباد په پرلت کې بالاچ بلوڅ ته د انصاف ورکولو، بې درکه بلوڅانو د معلومولو او بلوڅ نسل وژنې ته د پای ټکي اېښودو غوښتنې کولې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG