لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا د جنوبي ضلعو اوسېدونکي وايي، ناامنۍ د کورونو پرېښودو ته اړ کړي


د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو اوسېدونکي وايي، د ناامنۍ پېښې سېوا شوې او خلک یې کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي، په داسې وخت کې چې په پاکستان کې عامو انتخاباتو ته څو ورځې وخت پاتې دی، حکومتي چارواکي وايي خلک دې مطمين وي حالات په قابو کې دي.

په دې وروستیو کې کې خېبر پښتونخوا کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده او زیات بریدونه د صوبې په جنوبي ضلعو کې شوي دي، په دغو بریدونو کې امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو یو بل ته د زیاتو زیانونو اړولو دعوې کړې دي.

د ځايي خلکو په خبره د ناامنۍ دغو پېښو سخت پرېشانه کړي او عادي ژوند نه شي کولی.

د سيمې يو تن سميع الله میاخېل وايي، ژوند انتهايي تریخ دی، دې ناامنۍ انتهايي پریشان کړي هر ورځ جګړه وي، کاروبارونه یې اغیزمن کړي او خپلې سیمې په پریښولو مجبور دي "مونږ ته ویل کيږي چې مونږ وژغورظ نو مونږ دوی وژغورو که امنیتي ځواکونه وژغورو".

روانه میاشت په لکي مروت، بنو، ډیره اسماعیل ، ټانک او په ځانګړي ډول وزیرستان کې زیات بریدونه شوي چې پکې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ عام خلک هم په ګڼ شمېر کې وژل شوي دي.

د خالي په ورځ شمالي وزیرستان کې د میوو او سبزيانو وړونکو ګاډو پینځه ډریوران په ډزو سره وژل شوي وو. د دې تر څنګ په یادو سیمو کې د عامو خلکو د هدفي وژنو لړۍ هم دوام لري.

پښتون ژغورنۍ غورځنګ چې د دغه ناامنۍ پرضد لویې احتجاجي مظاهرې کوي وايي دې خاورې ته د جنګ بیا نوې منصوبې راوړل شوي دي.

د پي ټي ایم فعالان وايي د دوی پرضد د ترهګري مقدمې درج کیږي او زندانو کې اچول کيږي. د پي ټي ایم فعال ډاکټر حیات وزیر وايي، د دوی مبارزه د جنګ پرضد ده خو په دوی باندې د ترهګرۍ مقدمې درج کیږي او په زندان کې بندیان کېږي:

" مونږ دا ډالري جنګونه د پښتنو په خاوره نه شو زغملی اوس هم زمونږ مشر منظور پښتین او نور ملګري په زندانونو کې بندیوان دي خو په خپله خاوره چاته د جنګ اجازه نه ورکوو".

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وايي حالات په قابو کې دي او د ملک نه د ترهګرۍ نوغي په مکمله توګه ویستلو د پاره ژمن دي.

دوی وايي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکولی شي چې له ملک څخه په بشپړه ډول د ترهګرۍ نوغې ایستل شوی نه وي.

د ډېره اسماعيل خان کمشنر ظفر اسلام خټک وايي، "حالت سم دي او د امنیت د ټینګښت د پاره ټوله سیمه کې امنيتي ځواکونه موجود دي او چې د چرته نه د ناامنۍ پېښه کیږي دوی ځان رسوي او پرضد یې کاروايي کوي".

دسمبر د 11مې او 12مې نېټې په مينځنۍ شپه کې په ډېره اسماعيل خان کې د پوځ په عارضي کېمپ بريد شوی پوځ پکې د 23 پوځيانو د وژلو تاييد کړی وو. د جهاد پاکستان په نوم ډلې د دې بريد زمه واري منلې وه.

ځايي خلک وايي د شلو کالو راهسې د یوې نه ختمېدونکې جګړې سره مخ دي او لویه ستونزه دغه ده چې دا پېښې ورځ تر بلې سېوا کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG