د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير پرون په اسلام اباد کې د پوهنتونونو زده کوونکو ته په یوه غونډه کې ویلي، کله چې د هر یو پاکستاني د امنیت او تحفظ خبره راشي نو ټول افغانستان تباه کېدای شي.
د پاکستان انګرېزي ژبې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون هم د جنرل منېر خبره هم په دغو ټکو کې نقل کړې ده او د نوموړي په حواله یې ویلي، "کله چې د هر يو پاکستاني د امنيت او تحفظ خبره راشي، نو ټول افغانستان تباه کېدی شي".
په اسلام اباد کې پرون د ځوانانو یوې قامي غونډې ته د پوځ د مشر د وینا کتلو او اورېدلو لپاره ځېني خبریالان هم ورغلي وو. یوې خبریالې غریده فاروقي په خپل اېکس پاڼه هم د جنرل منېر دغه ګواښ نزدې هم په دغو ټکو کې بیان کړی دی.
د ځوانانو قامي غونډې ته ورغلي مېلمانه اکثره د پوهنتونونو طالبعلمان وو. د پوځ د مشر د وینا په وخت د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ هم ناست وو. جنرل منېر دا هم ویلي چې "د يو پاکستاني ژوند د ټول افغانستان نه مهم دی".
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ويلی، خو پاکستان وايي د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.
خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.
د پاکستان او افغانستان په وروستيو کې اړيکې ترينګلې شوي او د دواړو خواوو نه د يو بل ضد تورونو او بیانونو لړۍ دوام لري.
د پاکستان اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې خبر خپور کړی چې جنرل عاصم منير د پاکستان د ختيځ او لوېديځ ګاونډي هېوادونو افغانستان او هند په حواله پاليسي بيان ورکړی دی.
د پاکستان يو جرنلسټ حماد حسن چې په دغه غونډه کې شريک وو، د وي او اې ډيوه خبريال ارشد سره په خبرو کې یې ویلي، د پوځ مشر نزدې يو ساعت او 15 دقيقې وينا کړې ده، د پوځ مجموعي ذهن یې واضح کړو.
حماد حسن وایي، د پوځ مشر د افغانستان او د ايران په حواله هم خبره وکړه، وایي د افغانستان په حواله یې وويل چې پاکستان د 40 کالو نه د زیاتې مودې راهیسې د افغانانو مېلمستيا وکړه خو ویې ویل چې "مونږ ته مسايل هم دوی پېدا کړي" دي:
"د ایران په حواله یې وويل چې دا زمونږ برادر اسلامي ملک دی په مونږ د دوی احترام لازم دی خو په هغوی هم زمونږ احترام لازم دی خو که په هغوی زمونږ احترام لازم نه وي نو بيا به دغه شان صورتحال وي څنګه چې څو ورځې مخکې وو ".
غریده فاروقي ویلي، د پوځ مشر د ځوانانو پوښتنو ته زړور ځوابونه ویلي دي، په پاکستان کې په عمومي توګه د پوځ مشر داسې پوښتنو ته ځوابونه نه وايي. پاکستاني رسنیو د پوځي مشر د وينا په اړه خپرونه هم خپاره کړي دي.
د ټريبيون په خپور شوي خبر کې ويل شوي، د پوځ مشر ويلي، په بلوچستان کې ترهګري د افغانستان د لوري ملاتړ شوې او لوېديځې پولې کله هم د پاکستان سره دوستي نه ده کړې.
پوځي مشر زیاته کړې، د پاکستان د ازادۍ وروسته افغانستان يواځينی ملک وو چې په ملګرو ملتونو کې یې پاکستان نه وو منلی او مسله دا ده چې "زمونږ خلک تاريخ نه لولي".
د خبر تر مخه عاصم منیر په خپله وينا کې ویلي، "د پاکستان لوري ته مه ګورئ، مونږ هرې قربانۍ ورکولو ته تیار يو"، نوموړي په دې خبرې سره په افغانستان کې واکمنو ته خبرداری ورکړی دی.
رېډيو پاکستان د جنرل عاصم منير د وينا په اړه خپور کړي خبر کې ويلي، د پاکستان پوځ د هر ډول خطرې او سازش مخنيوي دپاره په بشپړ ډول تيار دی.
جنرل عاصم منیر زياته کړې، "پاکستان به په خپله خودمختارۍ هيڅ جوړجاړی ونه کړي، هغه ويلي"، "پوځ د ترهګرو سره جنګېدی شي خو د ټول قوم مرستې او ملاتړ ته ضرورت لري".
د خبر ترمخه د پوځ مشر ویلي، " د ټولنيزو رسنيو له لارې د پروپېګنډې مقصد غېريقيني صورتحال او مایوسي خورول دي"، نوموړي د ټولنيزو رسنيو د لارې په دویم ځل د خبر د تصديق کولو په خبره ټينګار کړی دی.
په خبر کې ويل شوي، د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ هم غونډې ته په وینا کې ويلي، د ځوانانو له ګډون او ملاتړ پرته د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان کاميابي ممکن نه وه.
د پاکستان د پوځ مشر دا بيان په داسې وخت ورکړی چې په پاکستان کې د مذهبي سياسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د اوومې جنورۍ څخه تر 12مې جنورۍ د افغانستان پينځه ورځنی سفر کړی، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د مشر ملا هېبت الله اخند او نورو مشرانو سره یې ليدلي وو.
د مولانا فضل الرحمان په خبره ، "د افغانستان په ټول تاريخ کې که چرته د پاکستان دوست عنصر موجود دی نو هغه په افغانستان کې واکمن طالبان دي".
د سفر په اړه د پاکستان د جيو ټي وي سره په خبرو کې نوموړي ويلي، "د يو کال نه د پاکستان او افغانستان ترمنځ خفګان وو په ځانګړي ډول پاکستان کې په پوځ او پوليسو حملو کې اضافه وشوه، دا د خفګان سبب جوړ شو، او د هغې په نتيجه کې د يو بل سره د مرستو لارې ودرېدې".
جنرل منېر ځوانانو ته په وینا کې ایران او هند ته هم ګوته نیولې. نوموړي د هند سره د پخلاینې امکان رد کړی دی.
په بلوچستان صوبه کې د اېران وروستیو بریدونو ته په اشاره کې جنرل منېر ویلي، په شا ګوزار مه کوه. که داسې کوې نو ځواب به درکول کېږي.
د پاکستاني جنرل اشاره د اېران بریدونو ته د پاکستان ځواب وو.
Forum