لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن سپین بولدک لاره له 70 ورځو بنده ده، تاجران وایي د ورځې شاوخوا 65 کروړه روپۍ زیان ور اوړي


د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن دروازہ له تېرو 70 وﺭځو ﺭاهیسې د احتجاج په توګه بندہ دہ چې له کبله يې د دواړ‎و ملکونو کاروبار کوونکي له لوی مالي زیان سرہ مخ شوي او د خلکو د اربونو روپیو کاروبارونه متاثرہ شوي دي.

دا دروازہ د پاکستان د حکومت له خوا د پاسپورټ رجیم له اعلانولو وروسته ھغه وخت بندہ کړ‎ل شوې چې ځایي خلکو د دې فیصلې له منلو انکار وکړی او په خلاف په چمن ښار کې احتجاجي پرلت پیل کړ چې نن یې 100 ورځې پوره شوې.

د چمن د ځایي خلکو او ال پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد ګډ پرلت له خوا د پاکستان او افغانستان تر منځ لویې لاﺭې بندولو څه کم دوه نیمې میاشتې شوې دي چې له امله یې پر دې مهمه لاره ټولې تجاﺭتي چاﺭې په ټپه ولاړې دي.

ځايي تاجران وایي ددغې لویې لاﺭې د بندېدو له امله دوی ته د کروړونو ﺭوپیو مالي ﺯيانونه اوښتي دي.

د افغان او پاکستان د ګډ تجارتي چېمبر مشر عبدالغني اڅکزی وایي د دوی د اندازې له مخې د پولې بندېدو له کبله تاجرانو ته د ورځې شاوخوا 65 کروړه روپۍ زیان اوړي:

"موږ چې په خزانه کې کوم ټیکسونه جمع کول هغه بند دي او دا د پاکستان حکومت ته ډېر لوی تاوان دی، درې میاشت کېږي چې پوله بنده ده، دلته به هم موږ په خزانه کې په کروړونو روپۍ جمع کولې خو اوس بندې دي".

ال پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد د حکومت ون ﺭجيم پاسپوﺭټ ويزې پرېکړه د عملي کېدو په ضد د تېر کال د اکتوبر له 20مې ﺭاهیسې پر احتجاج ناست دي او بيا يې د نومبر له 20مې دغه لاﺭه بنده کړې ده.

د پاکستان حکومت وایي په ملک کې د ﺭوانې ناامنۍ د قابو کولو دپاﺭه له افغانستان سره پر ټولو داخلي دﺭواﺯو باندې تګ ﺭاتګ پر پاسپوﺭټ او ويزه باندې لازمي دی.

تېره اوونۍ په کوټه کې د بلوچستان حکومت وياند جان اڅکزي خبري غونډې ته ويلي وو چې د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې چې له ګاونډي هيوادو سره تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ شوی له هغه وﺭوسته هم قاچاک یا سمګلنګ کم شوی او هم د مشکوکو کسانو د اوښتو ﺭا اوښتو مخنيوی شوی دی.

د چمن یو بل ځایي سوداګر عبدالرشيد وایي، د هغو دوکانونو کاروبار په ټپه درېدلی چې د پولې له لارې راتلونکي سامانونه پکې خرڅېږي:

"هیڅ روزګار نه شته، دوکانداران خپله کرایه نه شي ورکولای، د کور خرڅونو پوره کولو ته حیران دي، موږ د پولې په بندېدو سخت پرېشانه یو".

په چمن سرحدي ښاﺭ کې په اکثره ماﺭکيټونو کې د سپین بولدک له «وېش منډۍ» څخه مالونه د خرڅلاو دپاﺭه ﺭاوړل کيزي، خو اوس ددغو ماﺭکيټونو دږکانداﺭان وایي د چمن دﺭواﺯې بندېدو له امله د سامان اخیستونکي بېخي کم شو‌ي ځکه چې وایي نوي مالونه نه ورته راځي.

د چمن د افغان ماﺭکيټ دوکانداﺭ ګل محمد وایي، دوکانونه یې له سامانونو خالي دي او د ورځې "زر اته سوه سودا نه کېږي خو دوه زره روپۍ" خوري. ګل محمد وایي کاروبار یې دومره اغېزمن شوی چې خلکو د اوړو اخیستلو توان هم بایللی دی.

د چمن په زرګونه پرلتوالو کې اکثره یې هغه دي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دروازه باندې تجارت کوي، دوی وایي احتجاج به یې تر هغه وخته ﺭوان وي چې د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه وي منلې او دوی ته پر چمن دﺭواﺯه په پاکستاني شناخت کاﺭډ او د سپين بولدک د افغانستان په تذکره د تګ ﺭاتګ اجاﺯه نه وي وﺭکړل شوې.

حکومتي چاﺭواکو څو اوونۍ مخکې له دغو پرلت کوونکو سره خبرې کړې وې خو هغه ناکامې شوې وې او بیا یې ورسره خبرې نه دي کړې. پرلت کوونکو تېره اوونۍ د لوږې احتجاج هم پیل کړی وو خو هغه بيا د ځایي دیني عالمانو او مشرانو په غوښتنه ختم کړل شو.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG