لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: د مذهب د سپکاوي په تور د سکول استاد نيول شوی


فائل تصویر
فائل تصویر

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې د سکول په يو استاد د مذهب د سپکاوي "علماو او پېغمبرانو ضد د ښکنځلو" په تور مقدمه درج کړل شوې او نيول شوی دی.

ياده پېښه د خالي/ شنبې په ورځ (۲۷مه جنورۍ) د بنو د بسيه خېل په علاقه کې شوې ده.

د پېښې د مقدمې کاپي په ټولنيزو رسنيو خپره شوې، چې ترمخه یې، د سکندرخېل بالا د سرکاری هايي سکول استاد انعام الحق تاڼې ته ورغلی تور یې لګولی چې بل استاد "عارف الله علماو او پېغمبرانو ته ښکنځلې" کړي دي.

هغه دعوه کړې، تورن استاد په دويم ځل د "توهين رسالت الفاظ تکرار" کړي دي. انعام الحق د عارف الله ضد د مذهب د سپکاوي د دفعې لاندې د مقدمې درج کولو خواست کړی او د هغه پرضد د 295-C لاندې مقدمه درج شوې ده.

د رپورټونو ترمخه تورن استاد نيول شوی او نامعلومه ځای ته منتقل کړی شوی دی.

خو د هغه کورنيو سرچينو وي او اې اردو ته ويلي، عارف الله د مذهب سپکاوی نه دی کړی بلکې په سکول کې یې په سیاسي خبرو کې د علماو ضد ځينې خبرې کړي دي او د پېغمبر پرضد یې څه نه دي ويلي.

دوی ويلي مخالفينو یې ورله مذهبي رنګ ورکړی دی. پاکستان کې د انتخاباتو نېټه اعلان شوې او ملک کې انتخابي هلې ځلې ګړندۍ شوي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي خبرونه مخې ته راځي او داسې نيوکې کيږي چې دغه قانون اکثره خلک په شخصي دښمنو کې کاروي.

په بنو کې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې ځايي علماو د اسټنټ کمشنر په دفتر کې په يو پروفېسر معافي غوښتې ده، نوموړي په يو کانفرنس کې د اسلام او پاکستان د ايين په رڼا کې د ښځو په حقونو خبرې کړې وې.

له دغې وړاندې په کال ۲۰۲۲م کې تېر کال په بنو کې د ښځو يو پارک هم د ځايي علما د اعتراضونو وروسته بند کړی شوی وو، علماو تور لګولی وو چې د دغه پارک څخه فحاشي خوريږي، او انتظاميې دغه تورونه رد کړي وو.

د وي او اې د خبر ترمخه، د عارف الله د پېښې وروسته بنو کې د عالمي مجلس تحفظ نبوت تنظيم يوه غونډه رابللې، د استاد پرضد یې د کارروايۍ دپاره وخت ورکړی او زياته کړې یې ده، که د هغه پرضد کارروايي ونه شوه علما او سوداګر به بيا غږ کوي او راتلونکې تګلاره به اعلانوي.

تېر کال د اګست میاشت کې د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد په جړانواله ښار کې قهرجنو مظاهره چيانو په يو تن د مذهب د سپکاوي د تور وروسته د عیسایانو کلیساګانو او کورونو ته اور اچولی وو.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د کال ۱۹۹۰ راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ۱۴۱۵ کسان د توهين مذهب په تور نيول شوي چې په کې ۸۹ کسان وژل شوي دي. په وژل شويو خلکو کې ۱۸ ښځې او ۷۱ نارينه شامل دي.

د مطبوعاتي رپورټونو مطابق د ۱۹۲۷ او ۱۹۸۶ ترمنځ په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى ۱۴ پېښې رپورټ شوي خو وروسته له هغې چې په یاد قانون کې بدلونونه راوستل شول نو د مذهب د سپکاوى پېښې په چټکتیا سره زیاتې شوې.

د ۱۹۸۷ او ۲۰۲۲ ترمنځ لږ تر لږه ۲۱۲۰ کسان د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG