لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انګور اډه کې جرګې ګواښ کړی که پر پوله د ویزې شرط ختم نه شي له ټاکنو بایکاټ کوي


د پښتونخوا د کوز جنوبي وزيرستان ضلعې په انګور اډه سیمه کې د احمدزي وزیرو لويې جرګې ګواښ کړی که حکومت د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو ځايي خلکو لپاره د ويزې او پاسپورټ نوي محدوديتونه لرې نه کړي، د فرورۍ پر اتمه کېدونکو ټاکنو څخه د بایکاټ اعلان کوي.

‎د جرګې یو غړي قاري شريف خان رسنیو ته ویلي له تېرو درو مياشتو راهيسې احتجاج کوي او له افغانستان سره تجارتي اسانتیا، د ځایي خلکو د تګ راتګ لپاره د انګور اډې لار په پشپړه توګه بې ځنډه پرانیستل، په خپله سیمه کې امن، روغتيايي مرکزونه، سکولونه، د موبایل او انټرنیټ اسانتیا او سړکونه غواړي.

‎شریف خان ویلي حکومت یې غږ نه اوري، وایي د پولې دواړو خوا ته خلک خپلو کې راشه درشه لري او دوی ته ویزه او پاسپورتونه د منلو وړ نه دي، ځکه دوی د د فرورۍ د اتمې له انتخاباتو د بایکاټ اعلان کوي.

‎د احمدزي وزیرو جرګې ویلي حکومت د دوی د دغو ستونځو په هوارولو کې سنجيده نه دی نو ځکه د فرورۍ پر اتمه په کېدونکو ټاکنو کې برخه نه اخلي او خپلې رایې نه کاروي.

د کوز جنوبي وزیرستان د انتظامیې مشر مرستیال ناصر خان دفتر چارواکي وايي له پرلتوالو سره یې خبرې شوې او د غوښتنو د منلو باور ورکړل شوی خو وایي ځینې غوښتنې له اعلي حکومتي او پوځي چارواکو سره اړه لري.

چارواکي وایي احتجاج کوونکو ته ویل شوي دي چې پرلت ختم کړي، ځکه چې وایي دوی له پرلتوالو سره د خبرو له لارې د مسلو د هواري هڅه کوي.

‎د پاکستان او افغانستان تر منځ پر "ډېورنډ کرښه" د تګ راتګ او سوداګرۍ یو شمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان د افغانستان له پکتيکا صوبې سره پیوست کوي.

‎د انګور اډې تر څنګ د بلوچستان په چمن کې هم د اکتوبر له 21مې راهیسې په ګڼ شمیر کې خلک په احتجاجي پرلت ناست دي‌ او وايي چې پاکستان دې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.

‎پاکستاني حکومت په اکتوبر کې اعلان کړی وو چې د نومبر له لومړۍ راهیسې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کوي.

‎تر هغه وروسته د چمن تر څنګ په انګور اډه کې پرلت لا هم روان دی چې پکې زرګونه کسانو ګډون کوي.

احتجاج کوونکي وايي په انګور اډه کې د روزګار بل هیڅ سرچینه نه شته او یواځې د ورځې په مزدورۍ د کور خرڅ خوراک پوره کوي خو له تېرو درو میاشتو د انګور اډې لار د کاروبار لپاره بنده ده چې د دوی مالي ستونځې یې سېوا کړې دي.

‎یو خواریکښ ابراهیم وویل دوی بې روزګاره شوي او سوال ته مجبوره شوي دي خو وایي د دوی دا ستونزه نه هواریږي.

هغه وویل پخوا به یې د ورځې نیزدې پینځه سوه یا زر روپۍ جوړولې خو اوس هغه په ټپه درېدلې دي.

د کاروباریانو د اتحاد مشر سیف ارحمان وویل انګور اډه سیمه د وړاندې نه توندروۍ او جنګونو ځپلې ده خو بیا هم د ځايي خلکو د روزګار یوه مهمه سرچینه ده.

هغه وویل په تېرو وختونو کې چې بارډر پرانیستی وو په علاقه کې هوټلونه او پمپونه روان وو او یواځې په کروړونو روپۍ قومي خزانې ته د ټیکس جمع کېدلې.

وایي د روزګار سره د هر کور معاش روان وو خو د بندیز له امله په خپله تجاران د کروړونو روپو زیان سره مخ شوي او هغوی یې په نورو لارو په کاروبار کولو محبور کړي دي چې په هغه مصرف زیات کیږي.

سیاسي ګوندونه هم دې پریکړې اندیښمن کړي او ویلي یې دي دا خلک د بنیادي اسانتیاو غوښتنه کوي.

د پاکستان پیپلز ګوند د ضلعې مشر امان الله وزیر ویلي دا پریکړه به عامې ټاکنې سختې اغیزمنې کړي.

‎د پاکستان حکومت بیا بیا ویلي د سفري اسنادو د لازمي کېدو له شرطه نه په شا کېږي خو زیاتوي چې د امنیت، انټرنېټي خدماتو، د برېښنا ورکولو او د روغتونونو او تعلیمي ادارو فعالولو ژمنې پوره کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG