لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: وسلوال بريد کې د قامي اسمبلۍ امېدوار رېحان زېب وژل شوی


د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې د قامي اسمبلۍ ازاد امېدوار رېحان زېب خان په وسله وال برید کې ووژل شو. د نوموړي تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره وو خو د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ په حلقه (اېن اې 8) او (پي کی22) نه د ازاد امېدوار په حيث ولاړ وو.

د باجوړ د خار پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) وهاب خان وي او اې ډيوه ته پېښه تاييد کړه او وې یې ويل، د شورو- چارشنبې په ورځ "د صديق اباد پاټک په علاقه کې ډزې شوي رېحان زېب پکې وژل شوی او د هغه سره درې کسان ژوبل شوي دي".

پوليس افسر وويل، نامعلومه کسانو په دوی ډزې کړي دي. په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

باجوړ کې ازاد خبريال فضل الرحمان وي او اې ډيوه ته وویل، د رېحان زېب تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره وو خو ګوند هغه ته د قامي اسمبلۍ ټکټ نه وو ورکړی او هغه په ازاد حیثيت انتخاباتو کې برخه اخسته.

هغه زياته په (اېن اې 8) د تحریک انصاف ګوند امېدوار ګل ظفر خان دی او رېحان زېب د صوبايۍ اسمبلۍ (پي کی 22) نه هم په ازاد حیثیت امېدوار وو.

هغه وويل، رېحان زېب د عنايت کلي نه واپس پاټک ته را روان وو دغلته یې بېنر لګولو د ګاډي نه کوز شوي او ډزې پرې شوي دي.

د ځايي خلکو په وينا رېحان زېب د باجوړ تکړه سياسي فعال وو.

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې دا تازه پېښه داسې وخت کې شوې چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او انتخابي کمپاين روان دی، ځای په ځای د ناامنۍ پېښې کيږي.

پرون د بلوچستان صوبې په سبي ښار کې د تحريک انصاف ګوند د انتخابي لاريون په مهال چاودنه شوې، لږ تر لږه څلور کسان پکې وژل شوي وو.

د ګل/ دوشنبې په ماسخوتن د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند د قامي اسمبلۍ امېدوار اورنګزېب خان په ګاډي ډزې شوې، نوموړی امېدوار په بريد کې روغ وتلی، ساتونکی یې ژوبل شوی وو.

له دغې يوه ورځ وړاندې د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان تحريک انصاف د پخواني وزير او اوسني امېداوار د کور مخې ته چاودنه شوې او بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې د نيشنل پارټۍ په دفتر د لاسي بم غورځول شوی، په دواړو پېښو کې څلور تنه ژوبل شوي وو.

د روانې مياشتې په لسمه نېټه په شمالي وزيرستان کې ازاد اميدوار کليم الله د دوو ساتونکو ترڅنګ د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوي وو.

هم روانه میاشت په باجوړ کې د جمعیت اسلام ف ګوند د امېدوار په ګاډي چاودنه شوې، د پخواني اېم اېن اې محسن داوړ، او جمعيت علمااسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په قافلو هم ډزې شوې وې.

د پاکستان کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویلي په اتمه فرورۍ د کېدونکو انتخاباتو په لړ کې په جلسو به حملې نه کوي او بریدونه یې د پوځ پورې محدودې دي.

د پاکستان نګران حکومت وايي، په ملک کې د امنیت مسله حقيقي ده، حکومت پرې خبر دی او ښه کوي يې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG