پاکستان کې د کال 2024م په عامو انتخاباتو کې د رایو اچولو عمل سر ته ورسېد، د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه د رایې یا ووټ اچولو عمل سهار په اته بجې پېل شوی او د مازيګر پينځه بجو پورې بې د کومې دمې روان وو.
د پاکستان الېکشن کمېشن ویلي، په پینځه بجې د رایو اچولو د وخت سر ته رسېدو وروسته به د پولينګ سټېشنو دروازې بندول کيږي خو هغه خلک چې په پولينګ سټېشن کې دننه وي هغه به د ټاکلي وخت پينځه بجو وروسته هم رایې اچولی شي.
په مجموعي ډول د ملک په غټو ښارونو کې خلکو څومره رایې اچولي دي.
پېښور
د پېښور نه د ډیوه خبريال سعديه قاسم شاه خبر راکوي، د پېښور په پولينګ سټېشنو کې د 12 بجو خواوشا د ښځو په پولينګ سټېشنو د ټول عمر ښځې ليدل کېدې چې پولينګ سټېشنو ته روانې وې.
هغې زياته کړه، ځينې ښځو ورته ویلي چې دوی د خپلې خوښې ووټ کارولی دی.
د سعدیه قاسم شاه په خبره، په پولينګ سټېشنو کې د ښځو په مقابله کې د سړو شمېره زياته وه، خو ښځو بيا هم په رايو اچولو کې پوره برخه اخستې، عام سړکونه خالي وو او په پولينګ سټېشنو ګڼه ګوڼه ليدل کېده.
کوټه
د کوټې نه د ډیوه خبریال حفيظ الله ستوری شېرانی وايي، سهار وختي په پولينګ سټېشنو خلک په قطارونو کې ولاړ وو، په ځينو ځايونو کې یې داسې رپورټونه ترلاسه کړي چې په ټاکلي وخت د رايو اچولو عمل نه وو پېل شوی.
هغه وويل، غرمه د 12 بجو وروسته په پولينګ سټېشنو ګڼه سېوا شوې خو د ښځو په پولينګ سټېشنو بیا هم ګنه ګوڼه نه ليدل کېده.
اسلام اباد
د اسلام اباد نه د ډيوه خبریال وقار احمد وايي، د سهار راهسې په پولينګ سټېشنو د خلکو ګڼه کمه وه خو د ماسپښين وروسته بيا د خلکو ګڼه يو څه سېوا وه.
هغه وويل، د الېکشن کمېشن چارواکو ورته ویلي، داسې څرګنديږي چې ټرن اوټ يا خلکو به 50 فيصده رای اچولي وي خو کره شمېره نه ده ښودل شوې.
د وقار احمد په خبره، د سړو په نسبت د ښځو په پولينګ سټېشنو ګڼه سېوا وه.
کراچۍ
د پاکستان غټ ښار کراچۍ کې هم په سهار سهار کې په عمومي پولينګ سټېشنو د خلکو ګڼو نه وه د ماسپښين وروسته ګڼه سېوا شوې خو په عمومي توګه د نورو انتخاباتو په څېر ډېره ګڼه ګوڼه نه تر سترګو کېده.
په کراچۍ کې ځای په ځای د نښتو خبرونه مخې ته راغلي خو د کومې مرګ ژوبلې خبر نه دی رپورټ شوی.
مجموعي د ناامنۍ پېښې
د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او ټانک کې په پوليسو او امنيتي ځواکونو د چاودنې او وسله والو بريدونو خبرونه مخې ته راغلي لږ تر لږه پينځه پوليس پکې وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان صوبې په خاران کې په ليويز ځواک د چاودنې خبر ورکړل شوی چې يو اهلکار یې وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي.
موبايل او انټرنېټ بند
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت نن د انتخاباتو په ورځ په ملک کې موبايل ټيلیفون سروس او انټرنېټ بند کړي او ويلي یې وو دغه ګام د امنيت دپاره پورته کړل شوی وو.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن او زياتره سياسي ګوندونو په موبايل ټيليفون او انټرنېټ بندولو نيوکې کړي او د بحالولو غوښتنه یې کړې ده.
الېکشن کمېشن ويلي انټرنېټ دوی نه دی بند کړی او د الېکشن نظام یې د انټرنېټ سره تعلق نه لري.
Forum