لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کورنيو چارو وزارت:  د انتخاباتو نتيجې د رابطو د کمي په وجه وروسته شوې


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د خلکو او مطبوعاتو لخوا د پوښتنو وروسته د انتخاباتو د نتيجو د وروسته والي جاج واخستل شو، او د هغې علت د رابطو کمی ګرځول شوی دی.

پاکستان کې پرون د عامو انتخاباتو په ورځ موبايل فون او انټرنېټ بند کړی شوی وو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، د ترهګرۍ د پېښو د مخنيوي دپاره دغه ګام پورته کړی شوی وو.

د پاکستان د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه تراوسه پورې نن د جمعې د سهار نهه نيمو بجو پورې د قامي اسمبلۍ د ۲۶۵ څوکو دپاره شوو انتخاباتو کې يواځې د ۱۳ څوکو نتيجې ورکړل شوي دي.

د يادو غېر حتمي غېر سرکاري نتيجو ترمخه، پينځه څوکۍ ازادو امېدوارانو، څلور پاکستان مسلم ليګ ن او څلور پاکستان پيپلز پارټۍ ګټلي دي.

پاکستان کې د انتخاباتو د نتيجو په وروسته والي نيوکې شوي او پوښتنې راولاړې شوي چې تراوسه پورې نتيجې ولې نه دي راغلي.

نن سهار د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل، نتيجې د رابطو د کمي په وجه وروسته شوي، او رابطې د امنيت يقيني کولو دپاره د پورته کړی شوو احتياطي تدابيرو وجه وه.

د کورنيو چارو وزارت ویلي، حالت اوس د تسلۍ وړ دي او د نتيجو راتلو لړۍ روانه ده.


بل لور ته پاکستان تحريک انصاف ګوند چې امېدوارانو یې په انتخاباتو کې په ازاده توګه برخه اخستې، د پاکستان مسلم ليګ ن په مشر نواز شريف غږ کړی چې په انتخاباتو کې ماتې ومني.


خو د مسلم ليګ ن ګوند مريم اورنګزېب بيا دعوه کړې، په مرکز او د ملک په غټه صوبه کې به حکومت جوړوي.

اورنګزېب هم په اېکس باندې کړي پوسټ کې ویلي، د موبايل او انټرنېټ د نشتوالي له امله په نتيجو ترلاسه کولو کې مشکل جوړ شوی او د مسلم ليګ ن ګوند پوزيشن کلک دی.

د نتيجو د وروسته والي په حواله په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو د نيوکو وروسته د شپې خواوشا په درې بجې الېکشن کمېشن د صوبې په الېکشن کمشنرانو او ريټرننګ افسرانو غږ کړی وو چې په نيم ساعت کې دې نتيجې اعلان کړي کنه پرضد به یې سخته کارروايي کولی شي.

او سهار په پينځه نيمې بجې الېکشن کمېشن بيا بيان خپور کړی چې چيف الېکشن کمشنر په سختۍ سره لارښوونه کړې، سمدستي دې نتيجې اعلان کړی شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پرون د انتخاباتو په ورځ په ملک کې موبايل ټيلیفون سروس او انټرنېټ بند کړي او ويلي یې وو دغه ګام د امنيت دپاره پورته کړل شوی وو.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن او زياتره سياسي ګوندونو په موبايل ټيليفون او انټرنېټ بندولو نيوکې کړي او د بحالولو غوښتنه یې کړې وه.

الېکشن کمېشن ويلي وو انټرنېټ دوی نه دی بند کړی او د الېکشن نظام یې د انټرنېټ سره تعلق نه لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG