لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: وسله وال بريد کې يو پوليس افسر وژل شوی


File Photo
File Photo

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلعه کې په پولیسو بیا حمله شوې، يو پولیس افسر پکې وژل شوی، او په ځوابي برید او ډزو تبادله کې د درېو وسله والو د وژلو دعوه شوې ده. په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې. په ډیره اسماعیل خان کې په پولیسو په تیره يوه اوونۍ کې دا دریم برید دی چې کیږي په دغو بریدونو کې 16 پولیس اهلکار وژل شوي او 12 ژوبل شوي دي. ‎دا بريدونه دعام انتخاباتو پرمهال شوي.

‎د ډېره اسماعيل خان د پوليسو مشر (ډي پي او) عبد الروف بابر قېصراني دفتر وي او اې ډیوه ته تاييد کړه، چې دغه بريد نن د خالي/ شنبې په سحر د درازندې تحصیل په مرکزي سیمه کې شوی دی. د دفتر چارواکو په وينا، د پولیسو ګشتي پارټۍ د معمول په ګزمه وه چې د وړاندې نه پټو وسله والو پرې ناتاره ډزې کړي دي.

‎چارواکو تاييد کړې، په پېښه کې د پوليس یو افسر مرستیال اېس ایچ او دین محمد شیراني په ځایی وژل شوی دی، د دوی په وینا پولیسو سمدستي دې برید ته ځواب کړی او د ډزو په تبادله کې یې د درېو بریدکونکو د وژلو دعوه کړې ده.

درازنده د ډېره اسماعیل خان ښار نه نزدې 70 کلو میټره لرې سویل لودیځه سیمه ده چې پولې یې د جنوبي وزیرستان او د بلوچستان ږوب او شېراني ضلعو سره لګېدلې دي. د پوليس دفتر په وينا د ضلعې پوليس نوره نفري علاقې ته رسېدلې ده، علاقه یې په ګېره کې اخستې او د لټون عمليات یې پېل کړي دي.

‎په ډیره اسماعیل خان کې په تیره یو اوونۍ کې په پولیسو دې نه وړاندې درې بریدونه شوي وو.

لومړی برید د فرورۍ په پینځمه د درابڼ تحصیل په چودوان سیمه کې د پولیسو په تاڼه شوی وو چې پکې لس پولیس اهلکار وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو. ‎د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. د فرورۍ په اتمه د عامو انتخاباتو په ورځ کلاچي سیمه کې په پولیسو دوه بیلا بیل بریدونه شوي چې په یو چاودنه کې پینځه پولیس اهلکار وژل شوي او دوه ژوبل شوي او په بل برید کې څلور پولیس اهلکار ژوبل شوي وو. ‎د دغو بردونو وروسته د ډېره اسماعیل خان پولیسو مشر محمد ناصر ستي ويلي وو د عسکرو په تاوان حالات په قابو کې دي او چاته به د ګډوډي اجازه ور نه کړي.

‎ازاد خبریال ناصر داوړ وايي له دغو بریدونو څرګنده کیږي نه یواځې ډېره اسماعیل خان بلکې د صوبې جنوبي ضلعو کې وسله وال منظم نیټ ورک لري. پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د روان کال په لومړۍ مياشت کې وسله وال فعاليتونه 102 فيصده سېوا شوي دي.

‎په رپورټ کې ویل شوي، په جنورۍ 2024م کې په ملک کې 93 وسله وال بريدونه شوي، 90 کسان پکې وژل شوي، 135 ژوبل شوي او 15 تښتول شوي دي. د پيکس د رپورټ ترمخه، تېره میاشت په وژل شوو کې 41 ملکي وګړي، 37 امنیتي اهلکار او 12 وسله وال شامل وو، دغه ډول 81 ملکي وګړي او 54 امنیتي اهلکار ژوبل شوي هم دي.

‎په رپورټ کې ويل شوي، بلوچستان صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، دغلته په 33 بریدونو کې 31 کسان وژل شوي او 50 ژوبل شوي دي.او خېبرپښتونخوا کې په 30 بريدونو کې 17 تنه وژل شوي او 21 ژوبل شوي دي. د رپورټ ترمخه په قبايلي ضلعو کې تر ټولو زياتې وژنې شوي دي، په 24 بریدونو کې 36 کسان وژل شوي او 57 نور ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG