پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند د وزیراعظم د څوکۍ دپاره خپل امېدوار اعلان کړی اود دې ګوند چارواکو د خپل سياسي مخالف جمعيت علمااسلام ف ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان سره ليدلي دي.
پاکستان کې د اتمې فرورۍ وروسته په مرکز او صوبو کې د حکومتونو جوړولو دپاره د سياسي ګوندونو هلې ځلې روانې دي. پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند ترمنځ د حکومت جوړولو دپاره مشورې دوام لري او مسلم ليګ ن د وزیراعظم د څوکۍ دپاره شهباز شریف نومولی دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند چې امېدوارانو یې په ازاد حيثيت په انتخاباتو کې برخه اخستې، وايي زياتې څوکۍ یې ګټلي، په مرکز، خېبرپښتونخوا او پنجاب کې به حکومت جوړوي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر اسد قېصر پرون په اډياله جېل کې د عمران خان سره ليدو وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي چې عمر ايوب به یې د ګوند لخوا د وزيراعظم امېدوار وي.
هغه زياته کړې، عمران خان ورته ويلي چې د ټولو هغو سياسي ګوندونو سره تماس ونيسي څوک چې په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي.
پاکستان کې د اتمې فرورۍ په انتخاباتو نه يواځې په ملک کې دننه سیاسي ګوندونه د درغلۍ تورونه لګوي او احتجاجونه کوي، امریکې، برتانيې او يورپي يونين هم د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډي او تحفظاتو څرګندونه کړې او پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ انتخاباتو ته منصفانه ويلي او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي دي.
پاکستان تحریک انصاف او جمعيت علمااسلام ف چې په تېر وخت کې سياسي مخالفين پاتې شوي، د اسد قېصر په مشرۍ پلاوي تېر ماسخوتن ناوخته د مولانا فضل الرحمان سره ليدلي دي.
د ليدو وروسته د جمعيت علما اسلام ف ګوند حافظ حمدالله او د تحريک انصاف ګوند بېرسټر سېف مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، په خبرو کې په دې دې نکته اتفاق شوی چې انتخاباتو کې درغلي شوې ده. دوی ويلي د راتلونکې خبرې به په راتلونکې کې کوي.
د عوامي نیشنل ګوند سيکرټري جنرل میا افتخار حسېن د پي ټي آی د اسد قېصر لخوا د رابطې په غبرګون کې ويلي، "پښتونخوا کې د درغلۍ د لارې پي ټي آی ته حکومت ورکړل شوی، اې اېن پي دريځ لري چې د پي ټي آی ملاتړ شوی او مونږ ته ماتې راکړل شوې ده. اې اېن پي ګڼي په دې حالاتو کې د پي ټي آی سره د ګوند په حېث مذاکرات مناسب نه دي".
اې اېن پي هم په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګوي.
د پي ټي آی او مولانا فضل الرحمان ملاقات ته سياسي ګوندونو غبرګون ويلی دی.
د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند خواجه سعد رفيق په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، "مولانا فضل الرحمان جید عالم دين او هوښيار سياسي مشر دی، د هغه د دريځ سره اختلاف کېدی شي د احترام سره نه، پي ټي آی د هغه سپکاوی کړی، تورونه/بهتان يې پرې ګولي او کنځلې یې ورته کړي، نن د پي ټي آی مشرتابه د هغه په کور حاضره شوه، هره ویلې خبره په خله راځي".
د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مشر نواز شریف د انتخاباتو په دويمه ورځ د خپل ګوند د بريا اعلان کړی او ويلي یې وو، شهباز شریف ته يې ويلي، چې د پاکستان پيپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري، د جمعيت علمااسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او متحده قومي مومنت د مشر مقبول صديقي سره رابطې وکړي.
خو مولانا فضل الرحمان تور پورې کړی چې په عامو انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې، او ګوند یې فیصله کړې ده چې د حکومت برخه به نه جوړېږي او په قومي اسمبلۍ کې به د اپوزیشن کردار تر سره کوي.
نوموړي د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف ته بلنه ورکړې وه چې په اپوزیشن کې ورسره ملګری شي.
د پاکستان مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند او اېم کيو اېم ترمنځ په مرکز کې د حکومت جوړولو دپاره خبرې روانې دي.
د پي ټي آی او مولانا فضل الرحمان ملاقات ته په غبرګون کې د پيپلز ګوند ویاند فېصل کريم کنډي ويلي،
"ښکاري چې دواړو (پي ټي آی او جمعيت علمااسلام ف ګوند) خپله نظريه دفن کړې، اوس ګورو چې دواړه د يو بل نه معذرت کله کوي".
د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د ورکړل شوو غېر حتمي نتيجو ترمخه، د قومي اسمبلۍ په ۲۶۶ کې په ۲۶۴ ترسره شوو انتخاباتو کې، ۱۰۱ څوکۍ آزادو امېدوارانو (چې زياتره تحریک انصاف پلوه دي)، ۷۵ مسلم ليګ ن ګوند، ۵۴ پاکستان پيپلز ګوند، ۱۷ متحده قومي مومنټ، او پاتې بيا نورو ګوندونو ګټلي دي.
د تحریک انصاف امېدوارانو په ازاد حيثيت په انتخاباتو کې برخه اخستې. د پي ټي آی وياند روف حسن د نهې/ سه شنبې په ورځ اسلام اباد کې يوه خبري غونډه کې دعوه کړې وه چې د قومي اسمبلۍ ۱۸۰ څوکۍ یې ګټلي او په مرکز کې به حکومت جوړوي.
او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي وو د وزیراعظم په ټاکنه کې به د مسلم ليګ ن امېدوار ته ووټ ورکوي او زياته کړې یې ده، د مسلم ليګ ن ګوند سره اکثريت نشته خو پي ټي آی ویلي چې د پيپلز ګوند سره خبرې نه کوي.
Forum