لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک او وزیرستان: دوه پېښو کې د مهم طالب کمانډر په ګډون درې وسله وال، يو پوليس وژل شوي


په ټانک او وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مهم کمانډر فرید الله بیټني عرف پړکې په ګډون درې وسله وال، او یو پولیس عسکر وژل ‏شوی او یو بل وسله وال ژوبل شوی دی.‏

د ټانک پولیس وايي د شپې پرمهال د ټانک ضلعې په پینګ سيمه کې د وسله والو او د ځايي خلکو ترمینځ د ډزو تبادله شوې چې پکې د ټي ټي پي مهم ‏کمانډر فرید الله عرف پړکي سره د یو بل ساتونکي وژل شوي دي.‏

د ټي ټي پي وژل شوي کمانډر فريد الله د ټانک ضلعې لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر وو، او پولیس وايي انتهايي مطلوب ترهګر وو او حکومت د مخه ‏د هغه په سر باندې پینځه میلینه روپۍ انعام ایښی وو.‏

د ټانک ضلعې د پولیسو مشر سید افتخار علي شاه دفتر چارواکو وویل د پولیسو عسکر زاهد ګل چې د ګل امام تاڼه کې په ډیوټۍ وو، پينګ سیمه کې ‏په رخصتۍ کور ته راغلۍ وو او بیا د شپې پرمهال وسله والو کور د ننه وژلی دی.‏

پينګ د ټانک ښار نه نیزدې ‏‎70‎‏ کلومیټره لرې شمال لودیځ نیمه پخوانۍ قبایلي سیمه ده.‏

دوی وايي تر هغې وروسته د علاقې خلکو د وسله والو پر ضد چیغه کړې د وسله والو سره یې نښته شوې، او د ځايي خلکو په ډزو کې دوه وسله وال په ‏ځایی وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.‏

امنیتي سرچینې وايي دې پېښې سره سمدستي امنیتي ځواکونه د برید ځايي ته رسېدلي دي او په دې پېښه کې ژوبل او وژل شوي وسله وال یې په خپله ‏ولکه کې اخستي دي.‏

د پولیسو وینا د وژل شوي یو تن پېژندګلو د ټي ټي پي مهم کمانډر فرید الله بیټني عرف پړکې په نوم شوې چې تر هګرۍ په یو شمېر پېښو کې پولیس ته ‏مطلوب وو.‏

په دې وروستیو کې د صوبې نورو سیمو په پرتله ټانک ضلعه او په ځانګړي ډول بیټني سرکل کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.‏

ځايي خلک وايي په علاقه کې دوی ته اعلانونه شوي چې سرکاري ملازمين په ځانګړي توګه ملیشا، ایف سي، پولیس او پوځ کې دنده ترسره کوونکي دې ‏خپله دنده پریږدې که نه وي په سخت جرم به محکوم شي.‏

د بیټني قبیلې یو مشر حاجي کامل خان وویل ناامنۍ سخت پرېشانه کړي، او په علاقه کې د دوی نه په زور خوراک څښاک، بسترې او جامې غوښتل ‏کیږي.‏

او چې بیا د دوی پرضد عملیات کیږي عملیاتو پرمهال عام خلک نیول کیږي تشدد پرې کوې چې تاسو وسله والو ته ډوډۍ او بسترې ورکوئ. ‏

هغه وویل دوی چې طالب ته انکار کوي هغه یې ځوروي او چې انکار نه کوي بیا یې پوځ ځوروي. ‏

یو بل مشر ملک غني رحمان وویل امنیت ټینګښت د حکومت کار دی خو دغلته دوی ته ویل کېږي چې د وسله والو پرضد لښکر جوړ کړئ او خپله یې ‏مقابله وکړئ.‏

هغه وویل دوی ته د ژوند یو اسانتیا نه ورکړل کیږي، خلک یې غریبانان دي او د کورونو په پریښولو مجبور شوي دي.‏

چارواکي وايي بله پېښه د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې شوې او د امنیتي ځواکو په ډزو یو وسله وال وژل شوی دی.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG