لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د این ډي ایم اؤ پي ټي اي فعالانو انتخاباتو کې د درغلیو پرضد احتجاجونه کړي


په شمالي وزیرستان کې د ملي جمهوري ګوند په مشر محسن داوړ د شوي برید او په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پرضد د ملي جمهوري ګوند احتجاجي پرلت له تېرې یوې اوونۍ راهسې دوام لري.

په دې احتجاجي پرلت کې د علاقې په سلګونو خلک ګډون لري او وزیرستان ته غځېدلې ټولې لارې، بازارونه او مارکیټونه تړل شوي دي.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې په محسن داوړ شوي برید کې ککړ کسان دې ونیول شي او انتخابو کې د شوؤ درغلیو دې پلټنې وکړل شي.

په شمالي وزیرستان کې د انتخابي درغلیو پرضد د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا هم احتجاج دوامداره دی.

په محسن داوړ د اتوار- یکشنب په ورځ میرانشاه سیمه کې هغه مهال ډزې شوې وې چې دوی د انتخابي درغلیو پرضد میرانشاه سیمه کې د پوځي قلعې مخې ته احتجاج کولو.

د ډزو په نتیجه کې د محسن داوړ په ګډون اووه تنه ژوبل شوي وؤ چې پکې درېوؤ کسانو په روغتون کې ساه ورکړې ده .

د ګوند مشران د ډزو تور په امنیتي عسکرو پورې کوي او وايي په احتجاج کوونکو یې نیغ په نیغه ډزې کړې دي.

د ګوند د زده کوونکو د څانګې مشر رحیم داوړ وي او ای ډیوه ته ویلي، چې تر اوسه د دې پېښې مقدمه نه ده درج کړل شوې خو د پولیسو لخوا په دوی د اړي ګړي خرابولو او د انتخابي صندوقونو د غلا کولو دوه مقدمې درج کړل شوې دي.

هغه وویل دوی عدالت ته خواست کړی چې ددغه پېښې دې په علاقه کې په انتظامیه، پولیس او پوځي مشرانو بیلا بیلې مقدمې درج کړل شي.

په دې ورستیو کې په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو لیدل کیږي چې د شمالي وزیرستان د پولیسو مرستیال مشر سید جلال وزیر دې احتجاج ته ورغلی او احتجاج کوونکو ته یې پخپله وینا کې ویلي د دوی د پولیسو مشر نشته، د ډزو پرمهال پولیس ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

سید جلال وزیر هغوي ته پخپله وینا کې ویلي وؤ "دا د ریاست خبرې دي خو تاسو ته راغلی یم، زمونږ په دې کې هیڅ کار نشته خو د امنیت ذمه داري زمونږ ده چې د چا شکایت وي نو مونږ به یې اورو او کاروایي به پرې کوو"

د پولیسو ویاند ضرار خان دا ویډیو تاید کړه او ډیوه ته یې وویل چې د پولیسو یو افسر سید جلال په خپله ورغلی احتجاج کوونکو سره یې لېدلي او دپېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

تر پېښې وروسته د وژل شوؤ کسانو د کورنیو غړي وايي په علاقه کې پوځي مشران کورونو ته ورغلي او دوی سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

امنیتي سرچینې وايي پوځي مشرانو د وژل شوو کسانو کورنیو سره مالي مرستې هم کړې دي. خو وايي لومړی په احتجاج کې شاملو ځینو په وسله سمبالو شرخوښو په امنیتي عسکرو ډزې کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د قامي پارلیمان په څوکۍ د جمعیت علماء اسلام (ف)ګوند مفتي مصباح الدین او د صوبايي پارلیمان په څوکیو د پاکستان تحریک انصاف ګوند نیک محمد او د پاکستان تحریک انصاف پارلیمنټرین ګوند اقبال وزیر کامیاب ګرځول شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم د مبېنه درغلیو پر ضد احتجاج کوي او د ګوند د قبایلي سیمو مشر سید جبل ډيوه وویل په انتخاباتو کې اصل مقابله د دوی او ملي جمهوري ګوند ترمینځ روانه وه د شپې پرمهال د ووټونو د شمیرلو عمل ودرول شو اؤ سهار بیا د دریم نمبر امیدوار چې په مقابله کې نه و شامل د کامیابۍ اعلان وکړی شو.

د ملي جمهوري ګوند ویاند جمال داوړ وویل دوی د وړاندې تع د انتخاباتو کمیشن او انتظامیه ته ذ انتخاباتو پرمهال د ممکنه درغلیو اندیښنې څرګندې کړې وې اؤ ورته یې ویلي وؤ چې په علاقه کې ناامني د رائ ورکولو عمل کې یو ستر خنډ دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG