د پاکستان د انتظام لاندې ګلګت بلتستان په چلاس سیمه کې د مسافرو يو بس ژورې کندې ته غورځېدلی، د ګلګت حکومتي وياند فېض الله فراق وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، چې د راولپنډۍ نه ګلګت ته روان بس نن سهار پينځه نيمې بجې په چلاس علاقه کې ژورې کندې ته غورځېدلی، 20 مسافر پکې مړه شوي او 21 نور ژوبل شوي دي.
هغه وویل، ژوبل مسافر د چلاس او نزدې نورو روغتونونو ته منتقل کولی شي، د ژغورنې او نورې امدادي ادارې پکې برخه اخلي.
هغه وویل، د مسافرو بس نزدې 300 فټه ژور د دريای سيند غاړې ته غورځېدلی دی.
د ابتدايي معلوماتو ترمخه بس په موړ کې د تېز رفتارۍ، او ډرايور د بې پروایۍ له سببه کندې ته غورځېدلی دی.
فراق زیاته کړه، د وزيراعلا ګلګت بلتستان په لارښوونه د ژغورنې ادارې، پوليس او ضلعې انتظامیې د پېښې د ځای نه مړي او ژوبل روغتونونو ته منتقل کړي دي او د ژوبلو درملنه روانه ده.
هغه وویل، د مړه شوو د پېژندګلو عمل روان دی، ځينې پېژندل شوي او ځينې لا نه دي پېژندل شوي د پېژندګلو د عمل پوره کېدو وروسته به خپلو علاقو ته لېږلی شي.
حکومتي ویاند وويل، دا ډېره بد مرغه پېښه ده، د ګلګت بلتستان حکومت او ولس پرې غمجن دی.
پاکستان کې وخت په وخت خونړۍ ټرېفکي پېښې کيږي، چارواکي د دغو پېښو علت د ډرايورانو غفلت، د حساب نه سېوا وزن بار کول او د قانون سرغړونه بولي.
خو ډرايوران بيا وايي، زياتې پېښې د تنګو او خرابو سړکونو له امله کيږي.
Forum