د پاکستان د ونډو بازار نن په 13مه مې د کاروباري اوونۍ په لومړۍ ورځ د 700 پواينټونو نه زيات په بره ختلی دی.
اقتصاد پوهان وايي، د ونډو بازار په بره تلل د ملک دپاره مثبت بدلون دی خو د دې سره نه خو په ملک کې نېغ په نېغه ګراني کميږي او نه یې د ملک په اقتصاد فوري کومې مثبتې اغېزې وي، البته له دې سره بهرني پانګه وال پانګونو ته راپاريږي.
د ونډو بازار د وېب پاڼې ترمخه، د ونډو بازار کې د سر د 100 کمپنيانو يا شرکتونو د کاروباري ورځې پيل د 73,085 پواينټونو يا درجو سره شوی، بيا د ونډو بازار په بره ختلی او بيا د کاروباري ورځې په پای د ونډو بازار کې 713.61 پواينټونه زيات ريکارډ شوي دي.
اقتصاد پوهه خبريال احتشام مفتي وايي، د ونډو بازار بره تلو کې بنيادي علت د اقتصاد په حواله ځينې مثبتې اشارې دي، په هغو کې په راتلونکې کې د شرحه سود کمېدو، افراط زر او ګرانۍ کې د کمي راتلو هيلې دي.
هغه له وی او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "روانه اوونۍ د تیلو د بيعو کمېدو خبرې هم کيږي، په وروستيو کې د سعودي عرب ځينې شرکتونه او پانګه وال پاکستان ته راغلي هغو د پاکستان له ځینو کمپنيانو سره يادداښتونه لاسليک کړي، او نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) روان کال د پاکستان د ګرانۍ شرحې 24 فيصدو ته راتلو وړاندوینه کړې ده، د دې مثبتو پرمختګونو سره نن د سيمنټو او اوسپنې خريداري زياته شوې او د ونډو بازار په بره ختلی، لوړې کچې ته رسېدلی دی".
هغه وویل، "په بنیادي توګه د ونډو بازار د پاکستان د اقتصاد ايينه دار ګڼل کيږي، خو د دې نه په مجموعي ډول په اقتصادي توګه کوم ښه والی نه راځي خو د ونډو بازار کې مثبت بدلون سره بهرني پانګه وال راپاريږي، پانګونو ته هڅيږي، او پاکستان ته ورسره نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې، ډالرې او پونډونه راځي له هغې سره بلاواسطه د پاکستان اقتصاد ته ګټه رسي".
د ونډو بازار کې کاروبار کوونکی امين عبدالغفار هم وايي، په ملک کې د تیلو او ځينې خوراکي توکيو ارزانېدو او اقتصاد په حواله د مثبتو خبرونو سره د ونډو بازار په بره خيژي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي هم وويل، "د ونډو بازار بره تلو سره نوې کمپنۍ پانګونې کوي نوې کمپنۍ جوړيږي، د هغې سره پيداوار سېوا کيږي او روزګار ښه کيږي، بهرني پانګه وال پانګونو له راځي او نېغ په نېغه یې په اقتصاد کې کوم کردار نه وي".
Forum