په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) د حکومت مشير اطلاعات بېرسټر سېف ویلي، په وزیرستان کې ډرون بريد نه دی شوی، خو له دې وړاندې هم د پي ټي آی د جنوبي وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ غړي اصف مسيد او د قامي اسمبلۍ غړي اسد قېصر ویلي وو، په جنوبي وزيرستان کې ډرون بريد شوی وو.
په 14مه مې خبر ورکړل شوی وو چې د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا د بر جنوبي وزيرستان په تنګي بودينزۍ سيمه کې په کور کې چاودنه شوې او د کورنۍ څلور تنه پکې وژل شوي او يوه ماشومه پکې ژوبله شوې وه.
په وژل شوو او ژوبلو کسانو کې مور، پلار او د هغوي درې ماشومان شامل وو، د پېښې پرضد ځايي خلکو احتجاج کړی او ويلي یې وو، دا ډرون برید وو.
اصف مسید د اسمبلۍ په غونډه کې دعوه کړې وه، "د لدها تحصيل په تنګي بودينزۍ علاقه کې ډرون حمله شوې پينځه کسان پکې وژل شوي وو"، هغه ويلي وو "د پاکستان په خاوره ډرون بريد شوی د هغې دپاره دې د حقيقت معلومولو کميټي جوړه کړل شي چې دا ډرون بريد پاکستاني ځواکونو کړی که د پولې د پورې غاړې شوی يا دا د کروز ميزايل دی".
له دغې وروسته د قامي اسمبلۍ غړي اسد قېصر هم ويلي وو، ډرون بريد شوی پينځه تنه پکې وژل شوي او هغه یې غندنه کوي.
هغه ویلي وو، "د پاکستان په خپلواکۍ حمله شوې مونږ يو ازاد قوم يو چاته اجازت نه شو ورکولی چې زمونږ په خپلواکۍ حمله وکړي".
خو بېرسټر سېف پرون په يوه خبري غونډه کې ويلي، "اسد قېصر يا که بل چا ويلي دا د هغو شخصي معلومات کېدی شي زه د خېبرپښتونخوا د مشير اطلاعات په حيثيت او استازي په توګه په ريکارډ سره وايم چې (ډرون حمله) نه ده شوې".
هغه ويلي، "حکومت پلټنې کړي موقعې ته رسېدلی چې دا چاودېدونکي مواد وو چاودېدلي وو".
د سیمې نه د قامي اسبملۍ پخواني غړي علي وزیر هم په اېکس (پخواني ټویټر) د بر جنوبي وزيرستان په تنګي بودينزۍ کې د ډرون بريد دعوه کړې وه.
د يادې پېښې وروسته ځايي خلکو د جسدونو سره احتجاج کړی او د ځايي انتظاميې سره د مذاکراتو وروسته یې ختم کړی وو.
Forum