پاکستان ويلي، افغانستان کې واکمنو طالبانو سره یې "په چينايانو د برید په اړه د پلټنو نتيجې شريکې کړي، او طالبانو نه یې په پېښه کې د ککړو کسانو نيولو کې مرسته غوښتې ده".
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د وزيراعظم په لارښوونه د سيکرټري داخله محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي په 30مه مې د کابل سفر کړی او افغانستان کې واکمنو طالبانو د عبوري مرستيال کورنيو چارو وزير محمد نبي عمري سره یې تفصيلي ملاقات شوی دی.
ويل شوي، "په ليدنه کې د بشام د 26م مارچ د ترهګر بريد په اړه بحث شوی، د کورنيو چارو سيکرټري د پاکستان د حکومت لخوا د بشام د بريد په اړه د شوو پلټنو نتيجې شريکې کړي او افغانستان څخه یې په پېښه کې ککړو کسانو نيولو کې مرسته غوښتې ده".
په 26م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو. هغه وخت تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی وو.
خو د پاکستان حکومتي او پوځي مشرانو د دغه پېښې زمه واري په تحریک طالبان پاکستان ور اچولې، او تور یې لګولی چې د افغانستان خاوره په دوامداره توګه د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپل امنيت زمه واري په دوی نه ور اچوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، "افغان لوري يو ځل بيا خپله ژمنه تکرار کړې چې د خپلې خاورې څخه به د پاکستان په ګډون د نورو هيوادونو ضد ترهګرو فعاليتونو مخه نيسي".
او "افغان لوري د تحقيقاتو د پايلو د جايزې اخستو په خبره هم اتفاق کړی او د پلټنو منطقي انجام ته رسولو دپاره یې د پاکستان سره په ګډه د کار" کولو ويلي وي.
ويل شوي، "دواړو خواو دا موافقه هم کړې چې د سيمې هيوادونو ته د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د مبارزې او د پاکستان لخوا راپورته شوو اندېښنو د مخنيوي دپاره به په ګډه کار کوي".
پرون د پاکستان د فارمېشن کمانډرانو په غونډه کې "د افغانستان د لوري پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړل شوې وه".
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع د پاکستاني پلاوي د کابل سفر او طالبانو د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال محمد نبي عمري سره ليدنې په اړه ويلي، "دغه تګ راتګ یې د مشکلاتو د حل او اړيکو پراختيا دپاره اغېزناکه بللی".
عمري ویلي، "افغانستان هسې چې د ځان دپاره امن غواړي نورو ته هم ښې هيلي لري". هغه ويلي، "مونږ د شر په سياست باور نه لرو".
هغه زياته کړې، "د بشام ترهګريزه پېښه بده حادثه وه، مګر ټول بايد د خپلو ساحو امنيتي زمه واري پر غاړه ولرو او د مسايلو د انحراف پر ځای واقعي همکاريو ته زمينه مساعده کړو، طالبان ژمن دي چې له خپلې خاورې نورو ته د ناوړه استفادې اجازه ور نه کړي او له نورو هم ورته هيله لري".
Forum