لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د فلسطینیانو دپاره څه باندې څلور سوه میلینه ډالر مرسته اعلان کړه


د غزې د بشري حالاتو په باب د نهې/سې شنبې په ورځ اردن کې یو نړېوال کنفرانس جوړ شو چې په کې د امریکا له اړخه، خارجه وزیر انټني بلنکن برخه اخېستې وه او ویې ویل چې امریکا به د فلسطینیانو سره څه باندې څلورسوه میلینه اضافي مرسته وکړي.

بلنکن پخپلو خبرو کې وویل، «نن زه د فلسطینیانو دپاره اضافي څلور سوه و څلور (۴۰۴) میلینه ډالره مرسته اعلانوم. دویم دا چې راځي یوځای کار وکړو او دا یقیني کړو چې غزې ته زیاتې مرستې ورسیږي، او کله چې د ځمکې، هوا او سمندر د لارو دا امداد غزې ته ورسیږي، نو مستحقو کسانو باندې ووېشل شي.»

بلنکن زیاته کړه چې دا به د هغو یو اعشاریه اته (۱،۸) بلین ډالرو مرستو نه جدا دي کوم چې امریکا د ۲۰۲۱ کال راهېسي د ترقۍ، اقتصادي او بشري امداد په مد کې فلسطینیانو سره کړې دي.

بلنکن، چې تر دې وړاندې د ګل/دوشنبې په ورځ یې اسرایل کې د وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو سره هم ملاقات کړی و، د اردن په کنفرنس کې یې یوځلي بیا د عامو فلسطینیانو په تحفظ ټینګار وکړ او ویې ویل، «اسرایل ته په کار ده چې د اولسي خلکو د مرګ ژوبلې کمولو دپاره اضافي ګامونه واخلي، که څه هم د داسې یو دښمن سره مقابله کوي چې د اکټوبر په ۷مه یې د اولسي خلکو په وحشیانه وژنې سره دا جنګ پیل کړ.»

هغه دا هم وویل چې اسرایل غزې ته د مرستو رسولو دپاره اهم ګامونه اوچت کړي، خو په کار ده چې نور ګامونه هم واخلي.

د اردن کنفرانس

د غزې د بشري حالاتو په اړه بېړنی نړېوال کنفرانس د نهې/سې شنبې په ورځ (د جون په ۱۱مه) په اردن کې جوړ شو چې مشري یې د اردن د پاچا، ملک عبدالله، د مصر صدر عبدالفتاح السیسي او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټېرش په غاړه وه.

د اردن پاچا ملک عبدالله وویل چې په کار ده په فوري توګه غزې ته امداد ولېږلی شي. هغه زیاته کړه چې غزې ته د مرستو تر ټولو اغېزمنه لار، د ځمکې لاره ده چې په کار ده پرانېستلی شي.

ملک عبدالله زیاته کړه: «د یوې داسې هماهنګۍ دپاره یو قوي مېکانیزم ته ضرورت شته چې په ځمکه باندې ټول اړخونه په کې شامل وي. د جنګ په میدان کې د ټولو اړخونو ترمنځ د شخړې موثره او جامع ختمېدل، دا یقین حاصلولی شي چې مرستندویه ادارې عمل وکړي، او خپل کارونه په خوندي، کافي، او دوامداره ډول منظم او پرځای کړي.»

د اردن پاچا ملک عبدالله
د اردن پاچا ملک عبدالله

د مصر صدر عبدالفتاح السیسي په غزه کې د ډزبندۍ په باب د ملګرو ملتونو لخوا د منظور کړی شوي قرارداد هرکلی وکړ. دا قرارداد امریکا پېش کړی و. السیسي ټینګار وکړ چې په کار ده غزه کې د اولسي وګړو، بنیادي اډانو، د ملګرو ملتونو د کارکنانو او نورو مرستندویه او روغتیایي کارکوونکو حفاظت وشي.

السیسي د غزې د حالاتو ټوله پړه په اسرایل وغورځوله، او ویې ویل: «په غزه کې د بې مثاله بشري بحران ذمه وار، نېغ په نېغه اسرایلي اړخ دی. او دا د غزې، د غزې د خلکو، بنیادي اډانو، او د هغه ځای د صحت نظام په خلاف د یو تباه کنه انتقامي جنګ قصدي پیداوار دی کوم کې چې د خلکو د وږي ساتلو او محاصره کولو وسله استعمالیږي څو بدون د شک نه غزه پټۍ نور د ژوند کولو نشي او آبادي یې په جبر د خپلو ځمکو وشړل شي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرش هم د امریکا د وړاندیز ملاتړ وکړ. هغه وویل، په کار ده چې غزې ته ټولې مهیا لارې، فعالې شي، او د ځمکې لار ډېره اهمه ده. ګوټېرش وویل، «زه د امن د هغه ترکیب هرکلی کوم چي صدر بایډن وړاندې کړی، او په ټولو اړخونو غږ کوم چې د دې فرصت نه ګټه واخلي او یو اتفاق ته سره ورسیږي.»

د حماس ځواب

د روئټرز خبري ادارې رپوټ ورکړی چې حماس ډلې د ملګرو ملتونو لخوا منظور شوی قرارداد منلی او ویلي یې دي چې د دې په جزئیاتو باندې مذاکراتو ته آماده دي. د روئټرز په رپوټ کې راغلي چې دا خبره د حماس یو جګپوړي چارواکي نن د نهې/سې شنبې په ورځ کړې ده، او د امریکا خارجه وزیر انټوني بلنکن هغه د امید یوه نښه بللې ده.

خو یو چارواکی چې د خبرو اترو له بهیره آګاه دی، روئټرز ته ویلي چې د منځګړیو هېوادونو، قطر او مصر چارواکو تر اوسه د حماس یا اسرایل له اړخه کوم رسمي جواب ندی ترلاسه کړی.

د ملګرو ملتونو امدادي ادارو تېره هفته خبرداری ورکړ چې که شخړې دوام پیدا کړي، نو د آینده میاشتې تر نیمایي به کم از کم یو میلین فلسطینیان د سختې لوږې سره مخ شي. دوی زیاته کړې چې د غزې په شمالي علاقو کې حالات ډېر خراب دي.


د دې رپوټ مواد د روئټرز او اې پي خبري ادارو نه اخېستل شوي دي

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG