لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې د پي ټي آی د پارلیماني غړو د نيولو په سر قامي اسمبلۍ کې تود بحث شوی


اسلام اباد کې تېره شپه د پارليمنټ څخه د پاکستان تحریک انصاف ګوند [پي ټي آی] د غړو د نيولو په سر نن په قامي اسمبلۍ کې بحث شوی، د تحریک انصاف غړو ويلي دا په جمهوريت حمله ده. او د قامي اسمبلۍ سپيکر بيا ويلي، د دغه معاملې تپوس به کوي.

د قامي اسمبلۍ د سپيکر ایاز صادق په مشرۍ غونډه کې د پي ټي آی غړي علي محمد خان وويل، تېره شپه د پي ټي آی غړو په پارلیمان کې پناه اخستې خو بيا هم ادارو هغوی نيولي دي.

هغه ويلي، دا په جمهوريت او پاکستان په پارلیمان حمله ده.

د اسلام اباد پوليسو ويلي، د پي ټي آی مشران په کارسرکار کې د مداخلت، اړي ګړي جوړولو او 144 مادې د سرغړونې په سر نيول شوي دي.

پي ټي آی ويلي، د ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر، شېر افضل مروت، زېن قرېشي، ملک عامر ډګر او ځینې نور غړي يې پوليسو نيولي او د رپورټونو ترمخه د اسلام اباد په مختلفو تاڼو کې د دوی پرضد مقدمې درج کړل شوي دي.

تېره شپه پي ټي آی ويلي وو، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور هم بې درکه شوی خو سهار د علي امين ورور د قامي اسمبلۍ غړي فيصل امين خان په اېکس پوسټ کې ويلي وو، "د ورور سره رابطه شوې ده، هغه د امنیت په اړه د يو اوږدې غونډې وروسته اوس خپلې صوبې ته داخل شوی دی".

وروسته ویل شوي، علي امين ګنډاپور پېښور ته رسېدلی دی.

پي ټي‌آی دا تورهم لګوي چې د ګوند يو شمېر مشران د استخباراتي ادارو لخوا نیول شوي دي او زیاتې ګرفتارۍ د پارلیمان د ودانۍ دننه شوي دي. خو پوځ دغو تورونو ته تراوسه کوم ځواب نه دی ويلی.

د پي ټي آی غړي په اسلام اباد کې د ياد ګوند د اتم ستمبر د جلسې وروسته نيول شوي دي.

د سياسي چارو کارپوه عبدالهادي مايار وايي، "عمران خان تازه بیان کې ویلي دي چې دوی به پټو طاقتونو سره کوم مذاکرات کول نو د علي امین ګنډا پور په لار به یې کول، بیا عمران خان دا هم ویلي دي چې 22م اګست جلسه دوی د اسټبلشمنټ به خواست ځنډولې وه نو دې نه داسې ښکاري چې په پوځ تنقید د پاکستان تحریک انصاف ایجنډا نه ده خو بیا خېبر پښتونخوا اعلا وزیر لخوا په لاهور برید او په پوځ تنقید به دې ګوند او خصوصي توګه عمران خان د پاره لوی مشکلات پیدا کړي".

نن د پارلیمان غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف غړو ګرفتاريانې په سختو ټکو کې وغندلې، او پاکستان پیپلز ګوند چې حکومت کې شامل دی د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي نويد قمر دا ګرفتاريانې په پارلیمان برید بللی او ويلي یې دي، څوک په دې کې ککړ دي باید د هغوی پرضد د غدارۍ مقدمه درج کړل شي.

څيړونکي د پاکستان تحریک انصاف د غړو نيول په پارليمان کې د سپريم کورټ د ججانو د شمېر سېوا کولو په اړه د مجوزه قانون سازۍ سره تړي.

خبريال محمود جان بابر وايي، "ويل کېږي د بيګاه راهسې چې په قامي اسمبلۍ کې کوم ماحول جوړ شوی دی د دې لپاره چې، نن په قامي اسمبلۍ کې دا قانون په اسانۍ سره منظور شي، د تحريک انصاف خلک ګرفتار شول، فشار هم پرې راغلو او د دې عمل سره حکومت دوه درې قسمه ګټې اخستل غواړي خو دا به وخت ښيې چې حکومت په دې کې حکومت ناکامه دی او که څنګه".

د پاکستان تحریک انصاف مشران په داسې وخت کې نیول شوي دي چې د ياد ګوند د اتم ستمبر د جلسې نه يوه ورځ وړاندې صدر اصف علي زرداري هغه قانون لاس لیک کړی وو چې اسلام اباد کې د جلسې کولو د پاره به يو شمېر اجازو ته اړتیا وي.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې يا ایمنسټي انټرنیشنل ویلي، دا نوی قانون خلکو ته د احتجاج د حق ورکولو پرضد دی.

د پاکستان تحریک انصاف لخوا د مشرانو د نیولود غندنې پس د دفا ع وزیر خواجه اصف قامي اسمبلې کې ويلي، تحریک انصاف ګوند د پوځ په لاسو جوړ دی، ځکه اوس د دې ګوند نظر پوځ پله دی چې هغوی سره مذاکرات وکړي.

د قامي اسمبلۍ سپیکر اياز صادق ویلي دي د پارلیمان دننه ګرفتارو باندې به غلی نه پاتې کیږي خو ورسره نوموړي په کال 2014م کې د پاکستان تحریک انصاف لخوا په پارلیمان د برید يادګېرنه هم کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG