لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د څيړونکو په نظر، د پي ټي اېم پرضد د پوليسو عملیات، جرګه، د مرکزي او صوبايي حکومت دريځ او واک


‎پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلعه کې د اکتوبر په ۱۱مه اعلان شوې جرګې قامي عدالت په ځای تیره ورځ د صوبې د پوليسو کرېک ډاون کې د جرګې په ځای لګول شوې خېمې سوځول شوي، په پرامنه کاروکونکو یې اوښکو بهيونکی ګېس شیندلی او ګڼ شمېر فعالان یې نیولي دي.

د پي ټي اېم د غړو ضد عملیاتو باندې پښتنو ملتپالو ګوندونو، وکیلانو، خبریالانو او قبایلي مشرانو اندېښنې څرګندې کړي او دغه عمل یې غندلی دی.

د پولیسو عملیات او د پي ټي اېم غبرګون

د پي ټي اېم مخکښ بلال پښتین په وینا، "د پي ټي اېم د غړو ضد عملیاتو کې تر 20 ډېر فعالان نیول شوي دي، چې پکې عالمزیب مسيد او د بېلابيلو ضلعو رابطه کار شامل دي".

هغه وویل، "د نیول شویو او د ځينې نورو کسانو په کورونو چاپې وهل شوې او د هغوی د کورنیو سپکاوی هم شوی دی".

‎پي ټي اېم د غړو نيول غېر قانوني او غېر اخلاقي بللي او د پوليس کرېک ډاون یې په سختو ټکو غندنه کړې ده.

بلال پښتین په وینا، علي وزیر، مولانا زینت الله او شهزاد وزیر د وړاندې نه پرته له کوم جرم په زندان کې بندیوان دي، او سربېره پر دې، ګڼ شمېر فعالانو نورو په کورونو چاپې وهل شوي دي.

هغه وویل، "په خېبر کې د دوی په کېمپ عملیاتو پرمهال خیمې سوځول شوې، په کسانو تشدد شوی، اوښکو بهيونکي ګېسونه یې پرې کارولي او د پولیسو په ډزو دو تنه ژوبل شوي دي".

صوبايي حکومت دریځ

‎د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت په دې اړه وضاحت ورکړی چې دا "عملیات د وفاقي حکومت په لارښوونو ترسره شوي دي".

د صوبايي حکومت د اطلاعاتو مشاور بېرسټر سیف ویلي چې "د پي ټي اېم پرضد عملیات د وفاقي حکومت په امر شوي، او د وفاقي کورنیو چارو وزارت په دې اړه د صوبې چیف سیکرټري ته یو لیک هم لېږلی وو چې پکې د پي ټي اېم د ریاست ضد دریځ او د نسلي کرکې په خپرولو تور پورې شوی وو".

‎سېف ويلي، "د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور له منظور پښتین سره ملاقات کړی وو او د هغوی د غوښتنو په اړه یې تفصیلي خبرې کړې وې. په دې ملاقات کې وزیراعلا د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره د بېلابيلو ګامونو اخیستو ډاډ ورکړی وو. صوبايي حکومت په صوبه کې ورګډو کړل شوو قبایلي ضلعو کې پرمختیایي پروژې پیل کړي چې د دغو سيمو ستونزې حل شي".

د صوبايي او مرکزي حکومت واک

د عوامي نېشنل ګوند يو مشر سردار حسېن بابک وايي، د پښتون وطن دپاره د پاکستان تحريک انصاف او مسلم ليګ ن پاليسۍ يو شان دي.

د نوموړي په خبره، "د پي ټي ای په پخواني حکومت کې چې پروېز خټک د پښتونخوا وزیراعلا وو، او هغه وخت کوم پوليس اېکټ راغلی دی، نو هغه اختيار یې ټول د پوليس مشر [آي جي] ته ورکړی چې هغه به د دې محکمې سيکرټري وي، دا اييني اختيارات وو چې د صوبې چيف اېګزېکيټو سره وو".

ښاغلي بابک وويل، په 2013م کې د پاکستان تحریک انصاف صوبايي حکومت سرينډر شوی دی، اييني واک یې ورکړی دی، پوليس د صوبې محکمه ده، دا اختیار به د وزيراعلا سره وو خو په پوليس اېکټ کې دا اختیار آی جي ته ورکړل شوی دی".

په خېبرپښتونخوا د پوليس پخوانی لوړ پوړی افسر او قانون پوه اخترعلي شاه وايي، د پاکستان د ايين لاندې د مرکز او صوبو د اختياراتو تقسيم شوی دی.

د نوموړي په خبره د پي ټي اېم ضد که "چرته چيف سيکرټري ته ليکل شوي، نو چيف سيکرټري ته بيا پکار وو چې يو سمري یې بيا وزيراعلا ته اېښودی وی د هغه سره یې مشوره کړی وی او د هغې وروسته به یې کوم اقدام کوو، خو بيا به یې هم دا خط کتلو چې په دې کې ليکل شوې خبرې څومره سمې دي، چې کوم خلک جلسه کوي، دا د هغو بنيادي حقونو ضد کې خو نه راځي".

اختر علي شاه وايي، "نېغ په نېغه چیف سيکرټري ته خط ليکل د وفاقي ايين د روح خلاف دي".

په اسلام اباد کې د کامسټ پوهنتون پخوانی استاد شاه خالد وایي، که د صوبې پولیس د وفاقي حکومت په امر د پي ټي اېم خلاف کاروایي کولی شي بیا د جلسونو او غونډو پرمهال د صوبې حکومت خلاف کاروايي نه شي کولی.

هغه وویل که څه هم د وفاقي او صوبايي حکومتونو ترمنځ په ښکاره اختلافات دی، خو دلته د پي ټي اېم پرضد دواړه حکومتونه په یوه پاڼه ښکاري.

د وفاقي حکومت دریځ

د مرکزي کورنیو چارو وزارت په وینا، د پي ټي اېم پر ضد عملیات د ملکي ګټو د ساتنې لپاره ترسره شوي دی.

وزارت د خېبر پښتونخوا چیف سیکرټري ته په یوه مراسلې کې د پي ټي اېم ریاست ضد دریځ او د نسلي کرکې خپرولو تورونه پورې کړي دي او د دې پر اساس یې د عملیاتو لارښونه ورکړې ده.

وزارت زیاتوي چې د پي ټي اېم دا ډول فعالیتونه د ولسي امن لپاره خطر جوړېدای شي او د سختو اقداماتو اړتیا ده.

ښاغلی اختر علي شاه وايي، "مرکزي حکومت چې چيف سيکرټري ته کوم خط ليکلی، په دې کې ويل شوي چې پي ټي اېم فرقه ييزه بڼې ته هوا ورکوي، نو پي ټي اېم خو تراوسه پورې د فرقې خبره کړې نه ده نو زه نه يم خبر چې دا خط ليکلی چا دی خو يو څه بهانه یې ورته جوړوله".

او شاه خالد وايي، "د پي ټي ایم پر ضد عملیاتو په ولسي حلقو کې غم او غصه نوره هم زیاته کړې ده".

‎‎د سیاسي ګوندونو غبرګون

د پي ټي اېم پر ضد روانو عملیاتو باندې بېلابيلو سیاسي ګوندونو سخت غبرګون ښکاره کړی دی. د عوامي نیشنل ګوند (اې این پي) مشر اېمل ولي خان دې ته د پښتني دودونو پر ضد بريد بللی، او ويلي یې دي، دا اقدامات د زغملو وړ نه دي.

‎د پاکستان پیپلز ګوند د صوبایي پارلمان غړي احمد کنډي د پي ټي اېم په کېمپ باندې تشدد او اوښکې بهيونکي ګېس کارولو پر ضد په صوبایي اسمبلۍ کې نوټس جمع کړی دی.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ملي جمهوري غورځنګ هم دا عملیات غندلي او دا یې د امنیتي وضعیت لا خرابولو یو سازش بللی دی.

قبایلي مشرانو اندیښنه

قبایلي مشرانو په د پي ټي اېم د جرګې په ځای شوي کرېبک ډاون باندې سختې اندیښنې ښکاره کړې دي.

د هغوی په وینا، جرګه د پښتنو دودونو یو مهمه برخه ده او په دې برید کول د قبایلي دودونو خلاف برید دی. چې د تاریخ په اوږدو کې د جرګې پر خلاف هېڅکله داسې اقدامات نه دي شوي.

د خېبر ضلعې قبایلي مشر عمران اپریدی په دې اړه وویل، چې جرګه د پښتون ثقافت یوه زوړ او ارزښتناک روایت دی، چې له پېړيو راهسې د مختلفو ستونزو د هواري لپاره کارول کېږي.

نوموړي اپريدي زياته کړه، چې د جرګې د ځانګړتیا اهميت په دې کې دی چې دا نه یوازې د خلکو ترمنځ یوالی رامنځته کوي، بلکې د ریاستي کچې د مشرتابه لخوا هم د مسلو د حل لپاره د جرګې جوړولو عملونه ترسره کیږي.

هغه وویل، "وزیر اعظم، وزیر اعلا او آرمي چیف په مختلفو جرګو کې ګډون کوي، چرته چې دوی د قبایلي مشرانو سره د مهمو مسايلو په اړه خبرې کوي".

جرګه او د پي ټي ایم د جرګې ځانګړتیا

جرګه د پښتنو کلتور یو له مهمو دودونو څخه ګڼل کېږي، چرته چې د قوم مشران او نور استازي د کومې مسلې د حل لپاره راټولیږي.

پي ټي اېم وايي، په دې جرګه کې به د پښتنو بنیادي ستونزو، په ځانګړي توګه د دوی د لسیزو محرومیتونو او د ترهګرۍ پرضد روانه جګړې کې د تباهیو په اړه بحث کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پی ټي اېم) له مخې، د دې جرګې هدف د پښتون قوم لپاره یوه متفقه پرېکړه کول دي، چې د لسيزو نه روان جنګ کې ښکېل او په ریاستي کچه له پام غورځول شوي پښتنو ستونزو هواري ته لاره پیدا کړي.

په ډیره اسماعیل خان کې د هایکورټ بار وکیل خان وليی مسید وایي، جرګه د پښتون ټولنیز جوړښت بنیاد دی.

هغه وايي، په جرګه کې د مشرانو د مرکو او مشورو وروسته اتفاق رایې سره پرېکړې کېږي، چې هغه هر چاته د منلو وړ وي او که دواړه اړخونه راضي وي، نو عدالت هم دغه پرېکړه مني.

هغه وویل جرګه نه یوازې د ستونزو حل وړاندې کوي، بلکې جرګه د پښتنو ترمنځ د یوالي او همغږۍ نخښه ده، او په دې کې ګډون کونکي مشران د خپلو خلکو د خېر لپاره هڅه کوي چې په حکومتي کچه امنیت په ټېنګښت کې هم مهم رول لري.

په ۱۱ اکتوبر د جرګې اعلان

‎د پي ټي اېم مشر منظور پښتین د روان کال په جولای کې د پي ټي اېم د فعال ګیله من وزیر د جنازې پر مهال د اکتوبر په ۱۱مه "د پښتنو د قامي عدالت د جرګې" اعلان کړی وو.

منظور پښتین دې جرګې ته د پښتنو د ستونزو په اړه د خبرو اترو لپاره یو پلیټ فارم بللی. د دې جرګې ځای خېبر قبایلي ضلعه ټاکل شوی دی.

‎د پي ټي اېم په وینا دا به درې ورځنۍ جرګه وي چې پکې پښتنانه قامي او سیاسي مشران، زده کوونکي، علماء، وکیلان، خبریالان او د زنانو ترڅنګ له بېلابيلو برخو سره تړلي خلک برخه واخلي.

د پي تي اېم فعال او مرکزي کمېټۍ غړی ډاکټر حیات وزیر وايي، د جرګې په لومړۍ ورځ به د پښتنو په سیمو کې روانې جګړې او د هغې د زیانونو ارزونه کېږي، په دوهيه ورځ به د حل لپاره بحث کېږي، او په دریمه ورځ به د قوم د یووالي په اساس پرېکړې کيږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ غېر پارليماني سياسي غورځنګ

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) په کال ۲۰۱۸م کې جوړ شوی د پښتنو ځوانانو یو مزاحمتي تحریک دی.

پي ټي اېم د خپلو ولسي غونډو پرمهال د پښتون قام د حقونو تر لاسه کولو او د دوی په سیمو کې د روانې ناامنۍ او پوځي عملیاتو په وړاندې غږ پورته کوي.

‎د دوی په غوښتنو کې د عدالت پرته وژنو مخنيوي، په ریاستي کچه په زوره بېدرکه کړل شوي کسان عدالتونه وړاندې کول، او د پښتنو په سیمو کې د پوځي عملیاتو پر مهال شوې زیانونه ختمول شامل دي.

حکومتي چارواکي وایي چې د پي ټي ایم مشرانو لهجه او طرز عمل مناسب نه دی.

پي ټي اېم تل د پاکستان په پوځ او رياست تور لګوي چې د پښتنو په خاوره یې ناامني جوړه کړې ده، او د پښتنو وسايل لوټل کيږي.

که څه هم د پي ټي اېم تورونو ته په وروستيو کې د حکومت يا پوځ لخوا کوم غبرګون نه دی ويل شوی، خو پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي او د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور يو ځل ويلي وو، د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په په پي ټي اېم یې تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

خو پي ټي اېم هم تل دغه تورونه رد کړي او وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG