لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو نړیوال T-20 کرکټ کپ، پاکستانۍ لوبډلې سري لنکا ته ماتې ورکړې


د د ښځو نړیوال T-20 ، شل اووريزه کرکټ کپ سيالو کې پاکستانۍ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه کې د سري لنکا لوبډلې ته په 31 رنزونو ماتې ورکړې ده.

د متحده عرب اماراتو په شارجه کرکټ ميدان کې ترسره شوې لوبې ټاس، پچه د پاکستان لوبډلې ګټلې او لومړی بېټنګ یې اخستی وو.

پاکستانۍ لوبډلې په لومړي بيټنګ کې په ټاکلو 20 اوورنو کې 116 رنزونو جوړ کړي وو، زيات رنزونه د لوبډلې کپتانې فاطمه ثنا جوړ کړي په 20 بالونو یې 30 رنزونه ترلاسه کړي وو.

د سري لنکا درې بالرانو درې، درې وکټي اخستې دي.

په ځواب کې د سري لنکا لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې 85 رنزونه جوړ کړي او نهه لوبغاړې یې اوټ شوې وې.

يوې پاکستانۍ بالرې سعديه اقبال درې، او درېو نورو دوه دوه وکټې اخستې دي.

بله سيالۍ کې د بنګله دېش لوبډلې سکاټ لېنډ ته په 16 رنزونو ماتې ورکړې ده.

د پاکستانۍ لوبډلې راتلونکې سيالي په شپږم اکتوبر، اتوار، يکشنبې په ورځ د هند د لوبډلې سره ده.

د ښځو نړیوال شل اووريزه کرکټ کپ چې پرون په درېم اکتوبر پيل شوی، فاينل يا پايلوبه یې په 20م اکتوبر دوبۍ کې ټاکل شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG