لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون قامي جرګې په دويمه ورځ د ضلعو په کچه مشورې او بحثونه روان دي


پښتون قامي جرګه
پښتون قامي جرګه

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم لخوا رابلل شوې په خېبر ضلعه کې د پښتون قامي جرګې په دويمه ورځ د جرګې ګډوان والو ته په غټ سکرين يوه تفصيلي ډاکومېنټري وړاندې کړل شوې، په کومه چې د پښتنو په خاوره د ناامنۍ د پېښو او وسايلو په اړه ټول تفصيل ويل شوی دی.

د پاکستان حکومت پي ټي اېم لاقانونه ګرځولی، او د پي ټي اېم په وينا د پښتون قامي جرګې په وړاندې یې خنډان جوړ کړل شوي، خو وروسته د خېبرپښتونخوا حکومت او سياسي ګوندونو په جرګه کې يادې جرګې ته اجازت ورکړل شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، پي ټي اېم مشر منظور پښتين پرون د 11م اکتوبر په ماښام ناوخته د جرګې په لومړۍ ورځ ګډون والو ته په وینا کې وويل، "د خېبر د خاورې نه به ستاسو د امن او ستاسو د ښه ژوند زېری راپورته کيږي. 13م تاريخ ته به يوه تکړه پرېکړه ستاسو مخ ته پرته وي".

پښتين ويلي وو، "جرګه نن [په 11م اکتوبر] ځکه نه شوه شورو، چې د دې جرګې انتظاماتو ته اور واچول شو، شيلنګ پرې وشو، وژنې پکې وشوې. بيا هم انتظامات وشو"، هغه وويل، نن په 12م اکتوبر به د جرګې د لومړۍ او دويمې ورځې کارروايي سر ته رسولی شي.

پښتون قامي جرګه
پښتون قامي جرګه

د پي ټي اېم د مرکزي کمېټۍ غړي زکيم وي او اې ډيوه ته وویل، نن جرګې ته د سياسي ګوندونو مشران او پلاوي راغلي او هغوی ته ډاکومېنټري وړاندې کړل شوې، د هغې وروسته به د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د پښتون مېشته ضلعو په جوړو خېمو کې د هرې ضلعې خلک خپلې مشورې کوي او هغه به خپلې مشورې او تجويزه مرکزي کېمپ ته وړاندې کوي.

هغه وویل، په مرکزي کېمپ کې به جوړه شوې مرکزي غټه کميټي په دغو مشورو او تجويزونو بحث کوي او سبا په 13م اکتوبر به پرېکړه ليک وړاندې کولی شي.

پښتون قامي جرګې ته د بېلابيلو سياسي ګوندونو مشران او پلاوي ورغلي دي.

عوامي نېشنل ګوند ویلي، د ګوند د مرکزي مشر اېمل ولي خان په مشرۍ پلاوی جرګې ته ورغلی دی.

د عوامي نېشنل ګوند نه علاوه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند، د جمعيت علمااسلام ګوند، د پاکستان تحریک انصاف، د پاکستان پيپلز ګوند د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق، د ملي جمهوري غورځنګ، د قامي وطن پارټۍ پلاوي او نورو تنظيمونو چې پکې د وکيلانو، خبريالانو او مدني فعالو پلاوي هم شامل دي، جرګې ته ورغلي دي.

پرون د خېبرپښتونخوا وزیراعلا امين ګنډاپور هم جمرود کې د پښتون قامي جرګې ځای ته ورغلی او انتظاميې ته یې لارښوونه کړې، جرګې ته دې ټولې اسانتياوې برابر کړل شي.

په شپږم اکتوبر د پاکستان حکومت بي ټي اېم کالعدم کړی، او په اتم اکتوبر د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ په يو خبري کانفرنس کې تور لګولی، پي ټي اېم د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو سره د اړيکو او بهر هيوادونو څخه د پيسو اخستو تورونه یې پرې لګولي وو.

خو د پي ټي اېم مشر منظور پښتين دغه ټول تورونه په کلکه رد کړي او د ثبوت وړاندې کولو غوښتنه یې کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG