لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم په لار کې د تيرا راجګل کډوالو احتجاج ختم کړی


د خېبر تيرا راجګل کډوالو د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ترمنځ د خبرو وروسته د اګست د مياشتې راهسې شورو شوی احتجاجي پرلت ختم کړل شوی دی.

احتجاجي پرلت د خېبر په بګياړي پوسته کې له تېرو 56 ورځو راهسې دوام لرلو چې له امله يې د پاکستان او افغانستان په لويه لاره دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت په وړاندې تړل شوې وه.

د چهارشنبې، شورو په ورځ د کوکي خيل قام مشر او تيرا راجګل کډوالو مشري کوونکي ملک نصير احمد په خپل يو ويډيو پېغام کې ويلي مذاکرات کامياب شول او پرلت ختم شو او سبا نه به په جمرود تحصيل کې درې ورځې کېمپ لګي او د تيرا راجګل تور چپر سيمې خلکو نوم ليکنه يا رجسټرېشن به کيږي.

نوموړي ووېل د تيرا راجګل تور چپر سيمې 2200 پورې کورنۍ به په باقاعده توګه د راروانې او,نۍ د ګل يا دوشنبې ورځ نه خپلو کورونو ته ستنېدل پېل شي او پاتې کورنۍ به د ژمې تېرېدو وروسته خپلو کورونو ته ستنيږي.

په دې جرګه کې د کوکي خيل مشرانو سره د خېبر سيمې نه ټاکل شوی د پارليمان غړۍ اقبال اپريدی، خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی سهېل خان، عبدالغني اپريدی او ځينې نور تنان شامل وو.

د اکتوبر په 16مه د وزيراعلا ها,س له خوا جاري شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي وزيراعلا خېبرپښتونخوا علي امين ګنډاپور سره د خېبر سيمې کوکي خېل قام جرګې مشرانو د تېرا کډوالو په اړه تفصيل سره خبرې اترې شوي او کومې سيمې چې په تېرا راجګل کې پاکې شوي نو هغو سيمو کډوالو رجسټرېشن عمل به پېل کيږي.

په دې خبري اعلاميه کې ويل شوي د تيرا راجګل کډوالو پاتې کورنيو د ستنيدو په اړه به اړونده ادارو سره راروانه اوونۍ کتنه کېږي او بېرته لېږلو دپاره به یې وخت ټاکلی شي.

د وزيراعلا په وينا کوکي خيل مشرانو د اکتوبر په 17مه تيرا راجګل ته اعلان شوي مارچ ختمېدو اعلان وکړو.

د تيرا راجګل کډوالو د پرلت له امله، د ګاډو ډرايوران به په خېبر غريزه لاره شلمان، ملاګورو باندې تلل او راتلل او په دغه لاره له ګڼو ستونزه سره مخ شوي وو.

بل خوا اقتصاد پوهانو او سوداګرو په وروستيو کې بيا بيا ويلي وو د لارې د تړل کېدو له امله هغوی ته ډېر مالي زيان اوړېدلی، مېوې سبزيانې او ځينې نور توکي یې مارکيټونو ته په وخت نه رسېدل.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG