لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعو کې د پولیو په ډلو اؤ پولیسو بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي، دوه ژوبل


 امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه اورکزۍ کې وسله والو د پولیو په ډله برید کړی چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي.(فایل فوټو)
 امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه اورکزۍ کې وسله والو د پولیو په ډله برید کړی چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي.(فایل فوټو)

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې يو ځل بيا پر پوليسو څلور بريدونه شوي چې پکې کې دوه پوليس عسکر وژل شوي او دوه نور ژبل شوی دی.

پولیس د دې پېښو پخلی کوي او وايي په دې بريدونو کې دوه پر هغه پوليسو شوي چې د پوليو ټیمونو په ساتنه مامور وو.

‎په خېبر پښتونخوا صوبه کې د تېرې څه مودې راهسې په امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه چټک شوي او په تیرو درېوؤ ورځو کې پر امنیتي ځواکونو شل بریدونه شوي، چې په کې د 29 پولیسو په ګډون 42 وګړي وژل شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه اورکزۍ کې وسله والو د پولیو په ډله برید کړی چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي.

د سیمې نه پولیس سرچینو وې او اې ډيوه ته ویلي دا پېښه د نهې یا سه شنبې په ورځ د بره اورکزۍ په ډبوري بادان کلي کې مخې ته راغلې ده.

د پولیسو وینا ده چې دغلته د پولیو د مخنیوي ډلې ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکول چې ناساپه څو وسله والو په هغوي ناتاره ډزې وکړې .

د سرچینو په وینا دې پېښه کې یو پولیس عسکر په موقعه ساه ورکړې اؤ بل په سخت ژوبل حالت کې هسپتال ته ورسول شو خو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

د پېښې سره سم په ګڼ شمیر کې د پولیس اؤ ایف سي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ برید کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره یې په سیمه کې د لټونې عملیات پيل کړې دي.

د پولیسو سرچینو دعوه کړې ده چې د لټونې د عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو سیمه کې د وسله والو سره نښته کړې چې پکې درې وسله وال وژل شوي خو ددغو وسله والو پېژندګلو لا په سمدستي توګه مخې ته نه ده راغلې.

همدا شان په یوه بله پېښه کې د لکي مروت ضلعې په کوټکه شېر خان سيمه کې ناپېژانده وسله والو په یو پولیس عسکر ډزې کړي اؤ د عارف الله په نوم د سپيشل برانچ پولیسو یو عسکر یې وژلی دی.

دریم بريد په ټانک ضلعه کې شوی چیرته چې د ضلعې د مرکزي روغتون پر امنیت مامور پولیس اهلکار نظام الدين باندې وسله والو ډزې کړي اؤ هغه په دې ډزو کې سخت ژوبل شوی دی.

د پوليسو وياند محمد ابراهيم په وینا، نظام الدين په ټپي حالت کې د ټانک روغتون ته وړل شوی چې وروسته بیا د نور علاج لپاره ډیره اسماعیل خان ته لېږل شوی.

د روغتون چارواکي وایي پولیس اهلکار په سر په ګولۍ لګېدلی اؤ حالت یې مرګونی دی.

‎څلورم بريد د شمالي وزيرستان په شېواه سيمه کې شوی، دغلته ناپېژندلو وسله والو کسانو د پوليو کارمندان او د هغوی ساتونکي پوليس اهلکاران يرغمل کړل.

د پوليسو په وينا، د تحصيل شېواه د ماميت کوټ ډسپنسرۍ سيمې څخه د پولیو کارمندان اؤ پولیس هغه مهال يرغمل شوي کله چې د پوليو کارمندان وماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول.

د دوی په وینا بريد کوونکو لومړی د پوليسو څخه وسلې واخستې او وروسته يې هغوی يرغمل کړل.

وروستي راپورټونه وايي یرغمل شوي کارمندان او پولیس اهلکار د ځايي مشرانو په هڅو خوشي کړل شوي دي

‎چارواکي وايي له دې پېښو وروسته په دغه سیمو کې د پوليو کمپاين په لنډمهاله توګه ودرول شو او په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري.

‎دا بريدونه په داسې وخت کې شوي دي چې په ټول هېواد کې د ګل د ورځې نه د پوليو ضد پنځه ورځنی کمپاين پېل شوی، چې د نومبر تر تر دریمې نېټې به دوام ولري.

‎د نیشنل ایمرجنسي آپریشن سينټر په وینا، په دې کمپاين کې به څلور نیم کروړه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي.

‎راپورونه ښيي چې سږ کال په ټول پاکستان کې د پوليو 41 پېښې ريورټ شوې، چې پکې 21 په بلوچستان، 12 په سند، 6 په خیبر پښتونخو۱ 1په پنجاب او ۱ په اسلام آباد کې مخې ته راغلي دي.

‎د صحت نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او ) د پوليو پېښو زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.

‎د دوی په وينا، د افغان کډوالو د زیات شمېر راستنېدو او په پاکستان کې د پوليو ټيمونو ته د امنیت ګواښونو له امله د دې ناروغۍ مخنیوی له لویو ستونزو سره مخ دی.

‎په پاکستان کې د پوليو د خاتمې لپاره د ایمرجنسي آپریشن سينټر له خوا په دغه کمپاين کې 81 زره پوليو ټیمونه کار کوي، چې د هغوی د خونديتوب لپاره 19 زره امنيتي اهلکاران ګمارل شوي دي.

‎په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې اوس هم ځای پځای د پولیو وېکسین نه انکار موجود دی، او دې خبرې د پولیو ضد هڅې زیانمنې کړې دي.

د سرحدي کرښې دواړو غاړو ته تندلاري د وېکسین په ضد هلې ځلې کوي او د وېکسین په کارمندانو او د هغو په محافظانو یې د تشدد نه ‌‌‌ډکی حملې کړې دي.

په پاکستان او افغانستان کې په دې لړ کې په سلهاوو تنان وژل شوي دي.

په جنوري میاشت کې، د پاکستان په شمال غربي سیمه کې د پولیو ټیمونو او محافظانو یې یوه ستره حمله شوې وه چې په کې لږ تر لږه پنځه پولیس اهلکار وژل شوي او د لسو نه زیات نور زخمیان شوي وؤ.

په خیبرپښتونخوا کې د بېړنیو عملیاتو د مرکز (اي او سي) ترمخه، تندلارو په دې روان کال کې تر اوسه د پولیو په ډلو او امنیتي ساتونکو یې یوویشت (21) حملې ترسره کړې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG