لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين د پاکستان سره په ګډه د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ټينګار کړی


په ولسي کچه د عامو اندېښنو سېوا کېدو وروسته د چين حکومت يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی، چينايي وګړو ته دې موثره امنيت برابر کړي او د ترهګرو پرضد یې د دواړو هيوادونو د ګډې مبارزې ټينګار کړی دی، پاکستان دغه بيان ته سمدستي ځواب نه دی ويلی.

د اکتوبر په 29 مه اسلام اباد کې يو سيمينار ته په وينا کې د پاکستان لپاره د چين سفير جيانګ زاي ډونګ څرګنده کړه چې پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او هغو خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.

څېړونکي وايي نه ګڼي چې چين به د ترهګرو ضد د پاکستان سره د شريکو عملیاتو دپاره دې هېواد ته خپل ځواکونه ولېږي.

د امنیتي چارو کارپوه عبدالله خان وايي، "چين په دې لړ کې زيات نه زيات پاکستان ته ټيکټيکل، د وسلو او نورو سازمانونه په برخه کې خپل ملاتړ ورکولی شي او ورسره خفيه معلومات شريکولی شي، خو تر څو د ګډو عملیاتو لپاره دلته د چينايي ځواکونو د راتګ خبره ده زما په اند دا د امکان نه لرې خبره ده".

د چين سفير په پاکستان کې چينايي سرمايه کارۍ او وګړو ته د ورپېښو خطرو په اړه خپلې اندېښنې په داسې حال کې په ښکاره څرګندې کړي دي چې په پاکستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې په چينايي وګړو دوه خونړي بریدونه شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي پکې وګړي وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کوو.

د پاکستان حکومت په باقاعده توګه د ترهګرو په ضد د چين د سفير د مشترکه عملیاتو دې وړانديز ته لا کوم ځواب نه دی ویلی، خو په دغه سيمنار کې شريک د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزير اعظم اسحاق ډار ويلي، چې د پاکستان حکومت په چينايي وګړو حملو کې د ککړ ترهګرو خلاف کارروايي کوي او راروانه مياشت به د پاکستان صدر آصف علي زرداري چين ته د خپل سفر په مهال په دې اړه د پورته شويو ګامونو څخه د چين صدر شي ژين پينګ خبر کړي.

په پاکستان کې د چينايي پروژو لويه برخه په بلوچستان او په ګوادر ساحلي ښار کې ده.

بلوچستان کې بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا پروژې د بلوڅانو د وسايلو تروړونکې بولي نو ځکه بريدونه ورباندې کوي.

د دغو وسله‌والو سره د مقابلې او د چينايي وګړو د خونديتوب لپاره د پوځ د ځانګړي ځواک ګمارلو نه علاوه، د پاکستان حکومت د روان کال په ستمبر مياشت کې اعلان کړی وو چې پولیس به هم د ځانګړې تربيت دپاره چين ته وليږي.

د چين سفير دا هم واضحه کړې ده چې د چينايي وګړو سيکيورټي د سي پېک پروژې په مخکې تلو کې تر ټولو لوي خنډ دی او په تېرو شپږو میاشتو کې په چينايي وګړو شوي دوه خونړۍ حملې نورې د منلو وړ نه دي.

څېړونکي وايي دا بيان ښيې چې د چين د صبر کاسه ډکه شوې ده.

د فاټا ريسرچ سنټر څيړونکی منصور خان مسيد وايي، "هم په دې وجه چين دا وړاندیز کوي چې که پاکستان په خپل سر دا عمليات نه شي کولی يا څه کمی بېشی وي نو بيا به يې په شريکه د وسله والو خلاف عملیات وکړي او اوس د پاکستان په حکومت اړه ده چې هغوى دا وړاندیز مني او که نه".

څيړونکي عبدالله خان وايي نه ښکاري چې په چينايي وګړو حملې به چينايان د پاکستان دننه د منصوبو د بشپړولو منع کړی شي، ځکه چې دا سرمايه کاري دومره ډېره ده چې په شا تګ ترې ممکنه نه دی.

بيجنګ د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ [سي پېک] پروژې کې د 60 اربه ډالره پانګونه کړې ده خو په چينايانو د نزدې هرې حملې وروسته يا د چين انجنيريان پاکستان پرېږدي او يا حکومت ورته د ځينو سيمو ته د سفر نه کولو لارښوونې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG