لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: پاکستان کې روان کال شپږ خبريالان وژل شوي


د خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکي نړيواله اداره کميټي ټو پروجېکټ جرنلسټ وايي، د خبريالانو وژنو کې د انصاف امېدو په ټوله نړۍ کې ګران کار دی خو په خصوصي توګه پاکستان کې صورتحال نور هم خراب دی، او پاکستان په نړيواله کچه په هغو 13 هيوادونو کې په 12م نمبر دی چرته چې خبريالانو ته د انصاف ورکول کېدو امېد ختميږي.

سي پي جی وايي پاکستان د ادارې په ګلوبل انډېکس نومې فهرست کې د کال 2008م راهسې موجود دی. دا د هغو ملکونو فهرست دی چې د خبریالانو په وژل کېدو د چا احتساب نه کېږي.

د سي پي جی ترمخه، د کال 1992م راهسې پاکستان کې 39 خبريالان د کار په وخت کې وژل شوي چې پکې د 36 خبريالانو په وژنه کې ککړو کسانو ته سزا نه ده ورکړل شوې يا د قانون منګولو ته نه دي راوستل شوي.

د فريډم نېټ ورک د رپوټ ترمخه، پاکستان کې په روان کال 2024م کې تراوسه پورې شپږ خبریالان وژل شوي، په دوی کې يو يوټيوبر هم شامل دی. د مطبوعاتو ازادۍ او خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکي غېر سرکاري تنظيم فريډم نېټ ورک ویلي، روان کال په ملک کې د خبريالانو ضد د تشدد پېښو کې د اندېښنې وړ زياتوالی ريکارډ شوی دی.

فریډم نېټ ورک ويلي، روان کال په ملک کې د خبريالانو ضد د تشدد 57 پېښې ريکارډ شوي دي.

او سي پي جی ويلي، پاکستان کې په وروستيو کې د خبريالانو د وژنو زياتوالي په عدالت يا انصاف ترلاسه کېدو بې باوري نوره سېوا کړې ده او دا په پاکستان کې د خبریالانو دپاره په ځانګړي ډول د خطرو ډک کال وو او شپږ خبريالان پکې د کار په وخت وژل شوي دي.

سي پي جی ويلي، دوه خبريالان د کار په وخت وژل شوي او د څلورو نورو د وژنو د پېښو پلټنې روانې دي، د دې ترڅنګ پوليس او خبريالان وايي په 2024م کې درې نور خبريالان وژل شوي، کومو چې شخصي شخړې لرلې.

سي پي جی ويلي، لسو خبريالانو ورته ویلي چې پاکستان کې د صحافت يا جرنلزم دپاره صورتحال نور هم خراب شوی دی.

د خبريالانو د وژنو د علت په اړه د سي پي جی په رپورټ کې ویل شوي، په کال 2022م کې چې د عمران خان حکومت لرې کړل شوی د هغې وروسته چې کومه سياسي بې ثباتي او په مطبوعاتو بنديزونه سېوا شوي، سږ کال د ملک په درېو مختلفو صوبو کې شپږ خبريالان وژل شوي دي.

پاکستان کې د خبريالانو د وژنو د پېښو پلټنونکي خبريال عادل جواد ويلي، په تېرو څو کلونو کې پاکستان کې د خبريالانو دپاره حالات نور خراب شوي او خبريالانو ضد جرمونو کې سېوا والی شوی دی.

د فريډم نېټ ورک په رپوټ کې اندېښنه څرګنده کړل شوې چې حکومت د خبريالانو ساتنې او خبريالانو ضد تشدد د پېښو مخنيوي کې په مکمله توګه پاتې راغلی دی.

پاکستان کې د خبریالانو اتحاديې وخت په وخت په ملک کې د خبريالانو د حقونو او دوی پرضد د تشدد او وژنو د پېښو ضد احتجاجونه هم کوي.

او حکومت دعوې کوي د خبريالانو د ساتنې او حقونو دپاره اقدامات کوي.

فريډم نېټ ورک په خپل کليز رپوټ کې ويلي، د نومبر 2023م او اګست 2024م ترمنځ موده کې د خبريالانو او ډيجيټل ميډيا کارکنانو په ګډون د 11 خبريالانو د وژلو هڅه شوې، چې پکې د يو ډيجيټل کارکن په ګډون شپږ خبريالان وژل شوي دي.

د فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک د خبریالانو ضد جرمونو کې ککړو ته د استثنا د خاتمې د نړيوالې ورځې دويم نومبر په مناسبت جاري کړي رپوټ کې ويلي، په مرکزي او سیند صوبې په کچه د خبريالانو او مطبوعاتي ادارو کې کار کوونکو د ساتنې دپاره قانون جوړ کړل شوي خو په نافذ کولو کې پاتې راغلي دي.

هغه ویلي، د خبريالانو د خونديتوب خصوصي قوانينو عملي کولو دپاره سياسي عزم او وسايلو کمی پاکستان کې د خبريالانو دپاره صورتحال خطرناک جوړوي.

د اقبال خټک په خبره، د پياوړي او فعاله حفاظتي مېکانزم نه بغېر دا قوانين غېر موثره دي.

د فريډم نېټ ورک په رپورټ کې ويل شوي، په تېر يو کال موده کې پاکستان کې د خبريالانو ضد د تشدد او وژنو تر ټولو زياتې پېښې سيند صوبه کې شوي، درې خبريالان وژل شوي او د سرغړونو 21 پېښې رپوټ شوي دي.

رپوټ کې ويل شوي، خېبرپښتونخوا کې دوه قبايلي خبريالان وژل شوي او اووه پېښې ريکارډ کړل شوي دي.

سيند پسې په دويم نمبر پنجاب صوبه کې 13، اسلام اباد کې 12 او بلوچستان کې دوه پېښې رپورټ شوي دي.

د رپوټ ترمخه، 30 خبريالانو ته د ډيوټۍ په وخت ګواښونه شوي چې پکې نهه ښځينه خبريالانې هم شامل دی.

ويل شوي، په ګواښ کوونکو کې 47 فيصده د حکومتي چارواکو، 12 فيصده د سياسي ګوندونو، 16 فيصده د معلومو عناصرو او 25 فيصده د نامعلومو لخوا شوي دي.

فريډم نېټ ورک ټينګار کړی، پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ يقيني کولو دپاره د استثنا مخنيوي ضروري دی.

د پاکستان د اصلاعاتو وزیر عطا تارړ د ستمبر په میاشت کې ويلي وو، حکومت په څلورو واړو صوبو کې د مامورینو سره په ګډه صحافیانو ته د ورپېښو مشکلاتو د هوارولو دپاره کار کوي.

هغه ويلي وو، په سيند صوبه کې پېښې شوې دي او ځینې خلک د خپل سیاسي اثر په استعمالولو د داسې ډول کېسونو نه ووځي.

د خبریالانو نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس د اېشیا چارو دپاره رابطه کارې بېن لي يي ويلي وو، مطبوعات په پاکستان کې صحافت تر هغې په وړاندې نه شي بوتلی تر څو چې حکومت او امنیتي ادارې د خبریالانو خلاف د بې دریغه تشدد مخه ونه نېسي.

د خبریالانو بل تنظیم رېپورټرز ود اوټ بارډرز په پاکستان غږ کړی وو چې په هېواد کې په مطبوعاتو د زیاتېدونکو قدغنونو مخه دې ونېسي.

د ار اېس اېف د اېشیا د څانګې مشرې سسېلیا مرسر د جون په میاشت کې په یو بیان کې ويلي وو، پاکستان د مطبوعاتو د کارکوونکو دپارره د دنیا د خطرناکو ملکونو څخه یو دی او په دې لړ کې د انصاف نه کېدو کچه بوږنونکي ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG