لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لنجار: کراچۍ کې په چينايانو بريد کې يو ځانمرګی او دوه سهولت کار یې شامل وو


د پاکستان د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضياالحسن لنجار وايي، په کراچۍ کې د هوايي ميدان په خله کې چې د چينايانو په قافله برید شوی، دا ځانمرګی برید وو، په دې بريد کې يو ځانمرګی او دوه سهولت کار یې شامل وو، په دغو شاملو کسانو کې يوه ښځه او دوه سړي نيول شوي او د نورو نيولو دپاره علميات دوام لري.

د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

د پوليس رپورټ ترمخه، په برید کې دوه چينايان او يو بل تن د وجود ټکړې ترلاسه شوې، او څو ګاډي تباه شوي وو.

د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

د سيند صوبې د پوليسو مشر آی جي غلام نبي مېمن سره ګډې خبري غونډې ته په وينا کې د کورنيو چارو وزير وويل، په چينايانو ځانمرګي بريد دپاره ګاډی اخستل شوی، په دغه کار کې دوه نور کسان کارول شوي دي، دا ګاډی په کراچۍ کې په 71 لکه روپۍ اخستل شوی وو.

نوموړي د ګاډي او پېښه کې د ککړو کسانو عکسونه خبريالانو ته وړاندې کړل چې يو ځانمرګی بريد کوونکی او دوه یې سهولت کار وو، يو فرحان او بل محمد شريف وو.

لنجار زياته کړه، په پلټنو کې معلومه شوې چې د ګاډي اخستو دپاره د حب سيمې د يو بېنک نه پېسې رالېږل شوي، او د دغو پيسو په لېږلو کې دوه نور کسان هم شامل وو.

نوموړي وويل، دا ګاډی د کراچۍ نه حب يا د هغې نه هم مخکې بوتلل شوی او هلته پکې د 30 نه تر 40 پورې کيلوګرامه بارود ځای په ځای کړل شوي، او دا ګاډی بيا په څلورم اکتوبر کراچۍ ته راوستل شوی وو.

لنجار وويل، په دغه ګاډي کې يوه ښځه ګلنسا هم کښېنول شوې چې د چا پرې شک نه راځي او دغه ښځه هم نيول شوې ده.

نوموړي دعوه وکړه، په دې پېښه کې جاوېد نومې تن په هوايي ميدان سهولت کاري کړې، يو ورسره بل تن شافهد، او درېم دانش چې چاودنې ته یې ټکنېکل سهولت کاري کړې، هغه به هم نيولی شي.

لنجار دا هم وويل، چې يو بل تن ګل رحمان هم شامل دی، د بي اېل اې سره یې رابطه وه، هغه هم په دې کې ککړ دی، پېښه کې ککړ سهولت کار جاوېد نيول شوی او د بهر ملک نه یې بشير زېب چلوي.

د کورنيو چارو وزیر په خبره، ګلنسا او رکشې والا هم نيول شوي، د دوی نه پلټنې کولی شي او دوی به عدالت ته وړاندې کولی شي.

خو ضياالحسن لنجار ونه ويل چې دغه کسان د کوم کوم ځای نه او کله نيول شوي دي.

د ياد ځانمرګي په وخت پوليس چارواکو هغه وخت ويلي وو چې د تېلو په ټېنکر اور لګېدلی او چاودنه یې ترې شوې وه.

د سيند صوبې د کورنیو چارو وزیر وويل، بي اېل اې ته خبرداری ورکوي چې په سيند صوبه کې عمليات نه کوي.

په کراچۍ کې د هوايي ميدان په خله کې په چينايانو د ځانمرګي بريد وروسته د روانې مياشتې په پينځمه نېټه د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شوي، پوليسو ويلي وو، چينايي وګړو يوه شخصي کارخانه کې کار کولو او د کارخانې د ساتونکي په ډزو ژوبل شوي وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ د هوايي ميدان نه بهر په چينايانو شوی بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".

په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې په ولسي کچه پاکستان کې د چينايي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

هغه ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.

د چينايي سفير د بيان په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کوو.

د چين حکومت يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی، چينايي وګړو ته دې موثره امنيت برابر کړي او د ترهګرو پرضد یې د دواړو هيوادونو د ګډې مبارزې ټينګار کړی دی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG