لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممتاز زهرا بلوڅ: افغانستان کې واکمن طالبان بايد "د پاکستان د خلکو صبر ونه ازمايي"


پاکستان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ضد اقداماتو کولو د غوښتنې تکرار کولو ترڅنګ ويلي، بايد "د پاکستان د خلکو صبر ونه ازمايل شي".

دغه خبره پرون په 14م نومبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ممتاز زهرا بلوڅ په اوونيزه خبري غونډه کې کړې ده.

د اغلې نه پوښتنه شوې، که په افغانستان کې واکمن طالبان د تحریک طالبان پاکستان رسمي ملاتړ کوي، دا د پاکستان دپاره څومره د اندېښنې وړ او امنيت ته ګواښ دی؟

بلوڅ په ځواب کې ويلي، "پاکستان د ماسکو فارمېټ هيوادونو د کچې پورې، او د افغانستان نورو ګاونډي هيوادونو هم ويلي، د طالبانو زمه واري ده، د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي. د ترهګرو ډلو لپاره هر ډول ملاتړ، هغه که د کومې ادارې يا فرد لخوا رسمي وي، د پاکستان لپاره د منلو وړ نه دی".

هغه ويلي، "د پاکستان د خلکو صبر باید و نه ازمايل شي، مونږ د افغان چارواکو څخه پرله پسې سنجيده غوښتنه کړې، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې موثر او فوري اقدامات وکړي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ممتاز زهرا بلوڅ څرګندونو ته تراوسه پورې ځواب نه دی ويلي.

خو پاکستان چې له دې وړاندې څومره هم تور لګولی او دعوې یې کړي، چې د کله نه په افغانستان کې طالبان واکمن شوي، په افغانستان کې ناامنۍ او ترهګري سېوا شوې ده او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي. پاکستان تحريک پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه دعوې او تورونه رد کړي او ويلي یې دي، پاکستان د خپلو ناکامو زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.

په وروستيو کې طالبانو هم ځينې دعوې کړي چې د داعش وسله وال یې نيولي او هغوی د پاکستان په بلوچستان صوبه کې روزل شوي او افغانستان ته تللي دي.

پاکستان دغو تورونو ته ځواب نه دی ويلی.

پاکستان دا تازه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په دغه هيواد کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې نورې هم سېوا شوي دي.

هم پرون په 14م نومبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د بلوچستان په هرنايي سیمه کې وسله والو خلاف عملياتو کې يې د مېجر د عهدې د یو افسر په شمول دوه عسکر وژل شوي دي.

له دغې وړاندې په نهم نومبر د کوټې د رېل په سټېشن کې ځانمرګي حمله کې لږ تر لږه 26 کسان، چې اکثریت په کې پوځیان وو، وژل شوي او د 60 نه زیات پکې ژوبل شوي وو.

د ياد برید ذمه واري بیلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې منلې وه.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) په نوم غېر دولتي ادارې د روانې مياشتې په سر کې په خپل تازه رپوټ کې ويلي وو، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په مجموعي شمېر کې کمښت لیدل شوی خو بیا هم اکتوبر د کال 2024م دويمه خونړي مياشت وه.

د رپوټ ترمخه، په اکتوبر مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

د رپورټ ترمخه د کال 2024 په وړومبيو 10 مياشتو کې په ګرد هیواد کې مجموعي ډول 785 بريدونه شوي چې پکې 951 کسان وژل شوي او 966 تنه ټپيان شوي دي چې په هيواد کې په دوامداره توګه د تاو تريخوالي لوړه کچه ښیي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG