لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زهرا بلوڅ: پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو په موجودګۍ او ملاتړ ژوره اندېښنه لري


د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې يو ځل بيا ويلي، "پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په فعالیتونو او د دې ډلو د آزادو پناه ځایونو د شتون په اړه اندېښنه لري. او پاکستان په دغې اړه د امريکې سره هم خبرې شوي دي.

پاکستان پرله پسې د اوږدې مودې نه تور لګوي او دعوه کوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې او په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه او دعوې تل رد کړي دي.

ممتاز زهرا بلوڅ په افغانستان کې د ترهګرو د موجودګۍ، فعاليتونو او پناه ځايونو سره هغوی ته د ملاتړ خبره په داسې وخت کې کړې، د پاکستان د افغانستان سره په پوله پرتو دوه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او په ځانګړي ډول پاکستاني امنيتي ځواکونه په نخښه شوي دي.

اسلام اباد کې د امنيت او شخړو د مطالعاتو غېر دولتي ادارې [پيکس] ويلي، د روانې نومبر د مياشتې په لومړو 20 ورځو کې د پاکستان 55 امنيتي عسکر وژل شوي، او 63 ترهګر هم وژل شوي دي. دغه خبره ډان وېب پاڼې د پيکس له قوله کړې ده.

پرون په 19م نومبر د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې نامالومه وسله والو د مسافرو په ګاډو ډزې کړي، د کورمې مرستيال کمشنر جاوېدالله مسيد د شپې ناوخته وي او اې ډيوه ته ويلي، په دغو ډزو کې 42 کسان وژل شوي او 11 ژوبل شوي دي. په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ياد برید زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

ممتازه زهرا بلوڅ هم پرون په اوونيزه خبري غونډه کې ويلي، "د پاکستان حکومت ژوره اندېښنه لري چې د دښمنو قوتونو له خوا ترهګرو ډلو ته ملاتړ ورکول کېږي".

هغې ويلي، په وروستيو کې د افغانستان دپاره د چین ځانګړي استازي، او د افغانستان دپاره د روس د صدر ځانګړي استازي د اسلام اباد سفر کړی، پاکستاني چاوراکو ورسره د افغانستان د امنيت، او ترهګرۍ په اړه اندېښنې شريکې کړي دي، خو ويلي يې دي په دغې اړه نور جزيات نه شي شريکولی.

بلوڅ زياته کړې، "پاکستان باور لري، چې ترهګري یوازې د افغانستان لپاره ګواښ نه دی، بلکې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو لپاره، په شمول د پاکستان، او د نړۍ لپاره هم یوه لویه ستونزه ده. او دا خبره ډېره مهمه ده چې د افغانستان چارواکي هغه ترهګریزې ډلې چې د افغانستان دننه پناه ځایونه لري، پر وړاندې یې کلک اقدام وکړي".

د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي، "موږ هیله لرو چې د افغانستان چارواکي به دا ګواښ یوازې د سیمې لپاره نه، بلکې د خپل امنیت لپاره هم سنجیده وګڼي او د دوحې د تړون لاندې به خپلې ژمنې پوره کړي".

د امریکې سره د ترهګرۍ پرضد همکارۍ او اوسنيو حالاتو په اړه پوښتې ته په ځواب کې بلوڅ وويل، "پاکستان د امنیت او ترهګرۍ په اړه او نورو اندېښمنو مسایلو کې د امریکا د چارواکو سره نږدې خبرې اترې کوي".

هغې زياته کړې، پاکستان خپلې اندېښنې د امریکا سره شريکې کړي، "دا خبرې اترې روانې دي، او مونږ هیله لرو چې له امریکا سره ګډ کار وکړو چې په افغانستان کې امن راشي او ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې خپله ژمنه پوره کړي، او دا ډلې د پاکستان امنیت ته ګواښ نه جوړيږي".

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ښځو په ضد د تاوتریخوالی له مینځه وړلو نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG