لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېکټا: پاکستان کې د 2021م راھسې د ترھګرۍ پېښو کې 20 چینایان وژل شوي


پاکستان کې د ترھګرې د مخنیوي ادارې [نېکټا] ویلي، پاکستان کې د کا 2021م راھسې د ترھګرۍ په 14 بریدونو کې 20 چینایي وگړ‎ي وژل شوي او 34 ژوبل شوي دي.

د ډان وېب پاڼې د رپورټ ترمخه، نېکټا یادې شمېرې د قامي اسمبلۍ د پلاننګ او پرمختیا او ځانګړ‎و اقداماتو قایمه کمېټۍ ته وړ‎اندې کړ‎ي دي.

پاکستان کې په چینایانو وروست برید د اکتوبر په میاشت کې د کراچۍ د نړ‎یوال ھوایي میدان په خله کې شوی، د دوہ چینایانو په ګډون پکې درې کسان وژل شوي وو.

د دغه برید زمه واري بلڅچ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي په غاړه اخیستې وه.

چين دغه ترهګریز برید اندېښمن کړی او په پرله پسې ډول د چين لوړ پوړي چارواکي د پاکستان د حکومت څخه چينايي وګړو ته د تحفظ ورکولوغوښتنې کوي.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې چين يو ځل بيا د پاکستان څخه غوښتنه کړې، د چينايي وګړو د حفاظت لپاره دې باوري ګامونه پورته کړي.

په 28م نومبر کراچۍ کې د چين کونسل جنرل يانګ يوندوګ يوې دستورې په وینا کې ويلي هیله لري چې اسلام اباد به په دې لړ کې عملي ګامونه پورته کړي.

په دغو ورځو کې د چينايي پوځ د لوړ پوړو جرنيلانو يوه ډله هم د پاکستان په سفر وو.

د قایمه کمېټۍ ته ویل شوي، په چینایانو ترسرہ شوو بریدونو کې اته په سیند صوبه، څلور په بلوچستان او دوہ په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.

نېکټا ویلي، پاکستان کې 20,0000 پورې چینایي وګړ‎ي موجود دي چې پکې په سي پېک پروژہ کې کار کوونکي ھم شامل دي.

سي پېک په اصل کې د چين د بلټ اېنډ روډ لوې منصوبې برخه ده چې هدف يې د ایشيا، يورپ او افريقا ترمنځ د تجارت او اقتصادي تعلقاتو وده ده.

سي پېک د چين شين جيانګ صوبې د کاشغر ښار نه د پاکستان د ګوادر بندر ګاه پورې 3000کلو ميټره اږود کوريډور دی، چې سړکونه، د ریل پټلۍ او انرژۍ منصوبې په کې شاملې دي.

ویل شوي د نېکټا چارواکو قایمه کمېټۍ ته پاکستان کې د چینایي وګړ‎و د امنیتي اقداماتو په اړ‎ہ احوال ھم وړ‎اندې کړ‎ی دی.

چین بیا بیا د پاکستان نه د خپلو وګړ‎و د امنیت غوښتنه کړ‎ې او په دغې اړ‎ہ یې په ښکارہ اندېښنې ھم څرگندې کړ‎ي دي.

د نومبر په 19مه د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د نېشنل اېکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو پرضد د پوځي عملیاتو فېصله شوې وہ.

د کراچۍ د بريد نه وړاندې پاکستان کې په چينايي وګړو ترسری شوی وروستی غټ بريد د روان کال په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې شوی، په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏

د کال 2022م په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې [کنفوشيس انسټيټيوټ] په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور ورکې وژل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري هم لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې او ويلي يې وو، دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.

په چینایانو غټ برید د کال 2021م د جولایۍ په میاشت کې د داسو پروژې سرہ نزدې شوی، د نھۃ چینایي اینجینیرانو په ګډون پکې 12تنه وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG