لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي امين ګنډاپور: مرکزي حکومت راته د افغانستان سره د مذاکراتو ويلي


د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، لومړی مرکزي حکومت د افغانستان سره "د مذاکراتو په خبره نه راضي کېدو، نو ما بيا مجبورا د صوبې په حېث وويل چې د هغو سره خبره کوم، ځکه مسله زما صوبې ته ده".

پرون په 15م دسمبر پېښور کې مطبوعاتو سره خبرو کې ګنډاپور وويل، "اوس راته مرکزي حکومت د [افغانستان] سره د خبرو کولو ويلي دي، چې د دوی سره خبرې وکړو ځکه د خبرو نه بغېر مسله نه شي حل کېدی، خو اوس هم د مرکز لخوا سنجيدګي نه ښکاري، يواځې په خبرو نه کیږي، څو پورې چې عملي اقدامات وي اخستل شوي".

هغه وويل، "زه په خپله خبره اوس قايم يم، د افغانستان سره د مذاکراتو نه بغېر نه دا مسله نه شي حل کېدی، امن نه شو قايمولی، ځکه د افغانستان سره زمونږ اوږده پوله ده، بل د هغو سره زمونږ د تجارت لارې بنديږي".

ګنډاپور زياته کړه، "مرکز ته مې ويلي اوس پرې هغوی کار کوي خو په قلاره یې کوي، کنه د صوبې په حېث به مونږ خبره کوو".

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا د ستمبر په میاشت کې هم د پېښور هايکورټ بار کونسل غړو په وينا کې د چا د نوم اخستو پرته ويلي، "تاسو خپلې پاليسې ځان سره ساتئ د کومو پاليسيانو له وجې چې زمون خلک وژل کيږي، زه نن اعلان کوم، زه په خپله د افغانستان سره خبره کوم، زه د صوبې په حيثيت خبره کوم، زه به پلاوی لېږم د هغو سره به خبره کوم، صوبه به بچ کوم، دا زما فرض دي".

د دغه بيان يوه ورځ پس د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د علي امين ګنډاپور څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي وو، د خېبرپښتونخوا صوبې د افغانستان سره د مذاکراتو خبره په "فېډرېش، مرکز باندې نېغه حمله ده".

د علي امين پرونۍ خبري غونډې ته سمدستي د مرکزي حکومت لخوا کوم ځواب مخې ته نه دی راغلی. خو په وروستيو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بيا بيا ويلي، د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو هيڅ اراده نه لري.

د پاکستان او حکومت پوځ بيا بيا دعوه کوي او تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

ګنډاپور پرون په خبري غونډه کې وويل، "دا وخت خواوشا د 16,000 نه تر 18،000 پورې عناصر [وسله وال] زمونږ [پاکستان] لوري ته دي او د 22،000 نه تر 24,000 پورې زمونږ وسله وال هغه لوري [افغانستان] کې دي".

د نوموړي په خبره، "دا وسله وال اوړي راوړي، ځکه د هغو خلاف کارروايي مشکل جوړيږي، ځکه چې مونږ د پولې څخه نه شو اوړېدی، او هغوی چې د پولې څخه واوړي نو زمونږ د لاسه ووځي".

هغه زياته کړه، "د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوو، د افغانستان سره اوږه پوله لرو، هلته هم مسلې شته، امن به په ځای کوو، زمونږ پوليس او خلکو هم قربانۍ ورکړي دي".

په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په پخواني حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

د موجوده حکومت وزیرانو تل تورونه لګولي، چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.

خو ګوند پاکستان تحریک انصاف وړاندې ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښین په سرخان کېمپ کې د غېږې نیولو یا پهلوانۍ مېله شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG