اسلام آباد هایکورټ د پاکستان حکومت ته سپارښتنه کړې چې یو کمېشن جوړ کړي، ترڅو د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آي اې) او د هغو ديني عالمانو ترمنځ د رپوټ شوي “ساز باز” پلټنه وکړي، چې بې ګناه خلک یې په دروغو د توهین رسالت په تورونو کې ښکېل کړي دي.
د فبرورۍ په ۲مه د اسلام آباد هایکورټ قاضي، اعجاز اسحاق خان، د څلور کسیز کمېشن د جوړولو سپارښتنه کړې ترڅو د هغو دیني عالمانو او وکیلانو "د توهین رسالت کاروباري ډله" وڅېړي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې له ۴۰۰ څخه ډېر بې ګناه کسان په جعلي مقدمو کې ښکېل کړي دي.
اسلام اباد هایکورټ دا پرېکړه د هغو ۱۰۰ کسانو د کورنیو لخوا عدالت کې د شکایتونو د جمع کولو وروسته کړې چې اېف آي اې یې خپل خپلوان د توهین رسالت د تورونو له امله نیولي دي.
عریضه کوونکو دریځ خپل کړی ؤ چې دا "د توهین رسالت کاروباري ډله" د خلکو د ښکیلولو لپاره چلونه کوي، او باید حکومت ددې مسلې څه حل راوباسي
قانون پوهه اؤ د پېښور هایکورټ وکیل ښاغلی طارق افغان ایډوکیټ د مذهب د سپکاوي د ناسمو تورونو د مخنیوي په اړوند د اسلام اباد هایکورټ وروستۍ پرېکړه ستایي اؤ وایي چې د هایکورټ لخوا د کمیشن جوړولو سپارښتنه یو زړه پورې اقدام دی اؤ کیدای شي د مذهب د سپکاوي د دروغو د تورونو په مخنیوي کې یو څه لاس امداد وکړي.
د خواست اورېدنې په مهال د اسلام اباد هایکورټ لخوا حکومت ته سپارښتنه شوې ده چې ددې تورونو د پلټنو لپاره باید یو څلور کیسزه کمیشن جوړ کړي چې په هغې کې دې یو د سپریم کورټ یا هایکورټ پخوانی جج، یو د اېف آي ای پخوانی لوړ پوړی افسر، یو ښه شهرت لرونکی دیني عالم اؤ یو د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوهه شامل وي.
عدالت د کابینې سکرټري ته امر کړی دی چې د دې کمېشن د جوړولو موضوع وفاقي کابینې ته وړاندې کړي، او ایډیشنل اټارني جنرل (سرکاري وکیل) ته یې وویل چې د کابینې پرېکړه د راتلونکې اورېدنې نه مخکې عدالت ته وسپاري.
په پاکستان کې د تېرې څه مودې راهسې په خلکو د مذهب د سپکاوي د دروغو تورونه لګول یو معمول جوړ شوی اؤ قانون پوهان وایي چې اوس خو د مذهب د سپکاوي تورونو بیخي د یو کاروبار بڼه خپله کړې ده.
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په معامله خبرې اوس یوه حساسه معامله ګڼل کیږي اؤ حتی که ډیر قانون سازان ، یا قانون پوهان دا خبره تاییدوي چې په دې هیواد کې د مذهب د سپکاوي قانون د شخصي ګټو لپاره کارول کیږي خو هغوي په دې موضوع په خلاص مټ خبرو ته زړه نه ښه کوي.
د پاکستان د سپریم کورټ وکیل محمد عیسا وایي په پاکستان کې چې په چا د مذهب د سپکاوي د دروغو تورونه هم ولګي نو د تورونو ثابتېدو نه وړاندې هغه تن خو یا پاریدلي خلک پخپله ووژني اؤ یا ورته ماتحت عدالتونه د مرګ اؤ عمري بند سزاګانې اوروي.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د مذهب د سپکاوي په قضیو کې اکثره د ماتحت عدالتونو ججان د وکیلانو اؤ ټولنې د سخت دریځه طبقې په فشار کې راځي اؤ خپلې فیصلې د انصاف د تقاضو پوره کولو پرته اوروي .
هغه وایي اکثره داسې کیږي چې ښکتني عدالتونه یو تن ته سزا واوروي خو کله چې ددغه سزا خلاف هایکورټ یا سپریم کورټ ته اپیل وشي نو بیا د ملزم خلاف په عدالت کې لګیدلي تورونه ثابت نه شي اؤ دغسې هغه ملزم بري شي خو وایي د بري کېدو باوجود د ملزم یا د هغه د کورنۍ لپاره بیا په ټولنه کې پرامنه ژوند تېرول ګران شي.
د مذهب د سپکاوي د دروغو تورونه څنګه د وژنې سوب ګرځي؟
په پاکستان کې داسې ګڼ شمیر پېښې مخې ته راغلي چې پکې په یو تن د مذهب د سپکاوي تورونه لګیدلي اؤ ددغو تورونو په بنیاد سخت دریځو خلکو هغه د عدالت پشي شا پخپل سر وژلی وي خو وروسته چې بیا پلټنې وشي نو تورن تن پکې بېګناه ثابت شوی دی.
د کال 2017م د اپرېل په مياشت کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د صحافت د څانګې یو زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور ګڼو کسانو په پوهنتون کې دننه په تشدد وژلی و.
وروسته بیا د مشال خان د وژنې د پېښې کتنه کوونکي 13 کسیزې تحقیقاتي ډلې په خپل رپورټ کې ویلي وو، د مشال خان په ضد تورونه بې بنیاده وو او د مذهب د سپکاوي تورونه د هغه خلاف د خلکو د راپارولو لپاره استعمال کړی شوي وو.
همدا شان په کال 2014م کې پاريدلو خلکو د پنجاب په کوټ رادها کشن کلي کې عيسايي مېرمن شمع او د هغې خاوند شهزاد مسيح د قران د سپکاوي په تور کې د خښتو په بټې کې ژوندي سوځولي وو .
وروسته بیا په پلټنو کې وویل شول چې هغوی د خښتو د بټۍ مالک نه خپله مزدوري غوښتله اؤ په دغه معامله چې یې ورسره خوله ووهله نو د مذهب د سپکاوي تورونه پرې ولګولی شول.
تېر کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان پنجاب صوبې په ګوجرانواله ښار کې پولیسو هغه عيسايي تن هم نيولی ؤ چې په خپل خسر یې د قرآن د سوځولو د دروغو تور پورې کړی و.
هغه مهال پولیسو ویلی وؤ پارس سليم مسيح نومې تن په خپل خسر آصف نديم چې يو عيسايي پادري دی، باندې د دروغو الزام لګولی و چې ګنې هغه قران سوځولی او بيا يې د يو جعلي ټک ټاک اکاونټ نه په سوشل مېډيا د دروغو ويډيو کلپ هم خپور کړی و.
پوليسو د تورن تن د خپل جرم د منلو د بيان ويډيو هم خپره کړې وه چې ویل یې"ښځه مې د څو ورځو نه خفه د پلار کره تلې وه، ما په ټیک ټاک د خسر تصوير ولګاوه چې قرآن پاک يې سوځولی، زما ويډيو په دروغو جوړه ده،ما د خسر نه د بدل اخيستلو د پاره داسې کړي وو"
د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون او د دې قربانیان:
ډیوه سره خبرو کې پېژندلی وکیل طارق اففان وایي د پاکستان تاریخ ته وکتل شي نو دلته مدام د مذهب د سپکاوي په پلمه خلک راګیر کړل شوي اؤ په هغوي ناسم تورونه لګول شوي دي.
طارق افغان وایي "چې کله د مذهب خبره راشي نو دلته خلک بیا دې ته نه ګوري چې تحقیق وکړي، یا ځان د معاملې بیخ ته ورسوي خو بس خلک پخپل سر فیصله کوي چې هو دې خلکو کوم الزام لګولی دی، دا به سم اؤ -- اؤ دا ځکه چې په مذهب کې څوک دویمه خبره نه اوري"
نوموړی وایي که د پاکستان تاریخ مونږ وګورو اؤ ډيټا را اوچته کړو نو 90 سلنه کیسونه داسې دي چې هغه غط درج شوي دي اؤ د تحقیقانو نه هغه غط ثابت شوي هم دي.
طارق افغان وایي چې داسې پېښې زیاتره د پاکستان په سیند اؤ پنجاب صوبو کې مخې ته راځي اؤ زیاتره پکې بې وزله هندوان یا مسیحیان په نښه کړل کیږي.
د طارق افغان ایډوکیټ په خبره په خېبر پښتونخوا کې داسې پېښې ډيرې لږ شمیر مخې ته راځي خو بیا هم که وکتل شي نو دلته هم مدام په خلکو د مذهب د سپکاوي ناسم تورونه لګول شوي اؤ د دغو تورونو هیڅ تحقیق نه وي شوی.
"قانون خو دا وایي چې که چرې څوک د مذهب په سپکاوي کې ککړ وي نو په هغه دې ایف آي ار وکړل شي اؤ بیا د پلټنو څانګه د هغې ذمه واره ده چې هغه تحقیق وکړي اؤ ملزم ته په قانوني طریقه د عدالت نه سزا ورکړل شي خو مونږ دا هم کتلي دي چې زمونږ خلک دلته عدالت ته رادننه شي اؤ په عدالت کې دننه ملزم په ګولیو وولي اؤ وې وژني"
نوموړی وایي دغه سخت دریځه طبقه حتی چې عدالت هم خپلې فېصلې ته نه پرېږدي اؤ په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون څخه ناسمه استفاده کیږي.
په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز په وینا له 1990 راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه 1415 کسان د توهین مذهب په تور نیول شوي چې په کې 89 کسان وژل شوي. په وژل شوو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارینه دي. په دغو تورنو کسانو کې اکثریت مسلمانان دي.
د پاکستان د اساسي قانون په 295C دفعه کې د مذهب د سپکاوي لپاره سختې سزاګانې، حتی د مرګ سزا، ټاکل شوې ده.
په اوس وخت کې 22 کسان د مذهب د سپکاوي په تورونو د مرګ د سزا سره مخ دي خو د هغوی اپیلونه عدالتونو کې روان دي او تر اوسه یې پر هیڅ یوه سزا عمل نه دی شوی.
Forum