د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د کتابونو نړيواله مېله روانه ده خو په دې مېله کې د پښتو کتابونو کوم ځانګړی دوکان يا اسټال نشته.
د کتابونو د مېلې راجوړؤنکو په وېنا په اېکسپو سنټر کې راجوړه شوې دې مېله کې د بېلابيلو کتابونو د ۳۳۰ نه زيات سټالونه لګول شوي دي.
د مېلې راجوړؤنکو په وېنا په دې مېله کې د ۱۷ هېوادونو ۴۰ ادارې او د پاکستان نه ۱۳۶ ياد کتابونه خپرونکي يا پبلشران ګډون کوي.
خو مېلې ته راغلی زاهدالله چې تعلق یې د شمالي وزيرستان د میرعلي سره دی او د کراچۍ په يوه ديني مدرسه کې زده کړې کوي وايي، دوېمه ورځ ده پرله پسې چې دې مېلې ته راځي.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په مېله کې يې پښتانه وليدل چې زيات پکې د مدرسو او سکولونو کالجونو زده کوونکي وو خو "پکار وه چې دلته د پښتو کتابونو يو سټال وی خو يو سټال هم نشته، د بلوچۍ او سندهي ژبو شته".
هغه وويل د پښتو کتابونو نه يې پکار ؤ "خو ځکه يې وانه خستل چې مېلاؤ ورته نه شو".
مېلې ته راغلي يو بل تن خېر نواز خان وويل، دوی په مېله کې د هرې ژبې او هرې شعبې سره اړونده کتابونه وکتل خو "د افسوس خبره دا ده چې د پښتنو سټال پکې نه ؤ".
هغه وويل ځای په ځای يې څه کتابونو د پښتو وکتل خو دلته چې څومره پښتانه راغلي ؤ د هغې په حساب د پښتو کتابونو سټال هم پکار ؤ چې جوړ شوی وی.
د دوی په وېنا په کراچۍ ښار دعوه کيږي چې په نړۍ کې د پښتنو غټ ښار دی او تر څلور ملينه پورې پښتانه دلته مېشت دي خو دلته د پښتنو دپاره په نړيواله مېله کې د کتابونو يو سټال نشته.
د مېلې د راجوړؤنکو په وېنا دوی د درې کالو راهسې هڅه کوي چې د پېښور او کوټې نه په دې مېله کې ګډون وشي خو دوی کله مثبت ځواب نه دی ورکړی شوی.
په کراچۍ کې د کتابونو دا ۱۵ نړيواله کاليزه مېله چې په پينځم دسمبر پېل شوې نن په نهم دسمبر د ګل په ورځ پای ته رسي.