لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان د بېلسټیک میزایلو په پروګرام نور بندیزونه ولګول، پاکستان دا پرېکړه "متعصبانه" بللې


امریکې د چارشنبې- شورو په ورځ د ایټمي وسلو لرونکي پاکستان د لرې واټن ویشتونکي بېلسټیک میزایل د پروګرام اړوند ادارو باندې نوي بندیزونه ولګول چې پکې د دې پروګرام څارونکې دفاعي اداره هم شامله ده.

پاکستان دې پرېکړه ته سمدستي جواب ویلی، پر خپله دفاعي اداره این ډي سي او درو نورو "تجارتي ادارو" باندې د امریکې بندیزونه یې د افسوس وړ او متعصبانه" بللي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د دسمبر په 18مه په یوه بیان کې وویل، دا بندیزونه د پاکستان د نېشنل ډویلپمنټ کمپلیکس په نوم دفاعي ادارې او درو نورو کمپنیو باندې د هغه ایګزیکټیو حکم له مخې لګول شوي چې "په لویه کچه د ویجاړوونکو وسلو خپروونکي او د دوی د لېږلو وسیلې په نخښه کوي".

دغه بندیزونه هر ډول هغه امریکایي جایدادونه کنګل کوي چې له بندیزونو سره مخ ادارو پورې اړه لري او د امریکايي وګړي مخه نیسي چې له دوی سره تجارت ونه کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي، په اسلام آباد کې مرکز لرونکې ادارې این ډي سي د هیواد د اوږده واټن ویشتونکي بېلیسټیک میزایلو د پروګرام او د میزایلو د ازموینې د وسیلو لپاره د سامان آلاتو ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

د وزارت ویاند مېتیو میرل وایي ، "این ډي سي د پاکستان د بېلسټیک میزایلو د پروګرام د د پراختیا ذمه واره ده" چې په هغه کې د شاهين سره تړلي میزایل هم شامل دي.

له یادې دفاعي ادارې این ډي سي پرته چې کومې پاکستانۍ کمپنۍ له بندیزونو سره مخ شوې دي په هغوی کې «افیلیېټس انټرنیشنل کمپنۍ»، «د اختر او زامنو پرایوېټ کمپنۍ» او «راک سایډ کمپنۍ» شاملې دي چې ټولې په کراچۍ کې کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دغو بندیزونو مخالفت کړی او د دسمبر پر 18مه د شپې ناوخته یې په یو بیان کې ویلي، د هېواد سټرېټیجیک صلاحیتونه یې د خپلې خودمختارۍ د دفاع او په جنوبي اېشیا کې د امن او ارامۍ د پر ځای کولو لپاره دي:

"دا تازه بندیزونه د امن او ارامۍ هدف په نخښه کوي چې مقصد یې د پوځي نابرابرۍ ښکاره کول دي. دا ډول پالیسۍ زموږ پر سیمه او له هغې بهر د سټرېټیجیک استحکام لپاره خطرناکې اغېزې لري".

د ایټامک ساینسپوهانو بولیټن په نوم څېړنیزه اداره وايي، د پاکستان د شاهین په لۍ کې شامل میزایل د ایټمي وسلو وړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په پرایوېټ تجارتي ادارو باندې هم د امریکې په بندیزونو باندې افسوس کوي. وایي په تېرو وختونو کې هم پر تجارتي ادارو باندې ورته بندیزونه "له کوم ثبوت پرته د شک په بنیاد" لګېدلي وو.

"د [ایټمي وسلو] د نه خپرېدو په اصولو باندې په سختۍ د پابندۍ دعوه کوي، خو په تېرو وختونو کې نورو هیوادونو ته د پرمختللې پوځي ټیکنالوجۍ لپاره د لایسنس یا جواز ورکولو شرط ختم کړی شوی دی. دا ډول دوه رنګه معیارونه او توپیري چلند نه یواځې د [ایټمي وسلو] د نه خپروونکو حکومتونو باور ته زیان رسوي بلکې سیمه ییزه او نړیواله سوله او امن هم له خطر سره مخ کوي".

پاکستان په 1998م کال کې د ایټمي وسلو لومړۍ تجربه وکړه او په نړۍ کې اووم هېواد شو چې دا تجربه یې وکړه. د بولیټن ادارې د اټکل له مخې پاکستان شاوخوا 170 د ایټمي وسلو وارهیډز یا جنګي سرګلولې لري.

اسلام اباد د ایټمي وسلو د نه خپرېدو نړیوال تړون نه دی لاسلیک کړی چې د د ایټمي وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره په نړیوال نظام کې د بنسټ ډبره ګڼل کېږي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG