لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې تر 3000 پورې مرکزونه ووټرانو د فهرستونو نه تېروتنې لرې کوي


د خېبر پښتونخوا الېکشن کمېشن وایي د صوبې بېلابېلو برخو کې یې د ووټر لېسټونو نه تېروتنو ویستلو لپاره قابو درې زره مرکزونه جوړ کړې دي، چرته چې عام خلک کولې شې چې خپل ووټ رجسټرډ کړي او يا هم دخپل درج شوي ووټ نه هر رقم تېروتنه وباسي.

دالیکشن کمیشن له مخې دا مرکزونه زياتره په سرکاري سکولونو کې جوړ کړی شوې چې تر ۳۰م جون به فعاله وي،

د ووټونو درج کولو اؤ ترې دتېروتنو ویستلو لپاره دا مرکزونه وروسته له هغې پرانستل شوي چې په دې وروستیو کې په سوشل میډیا یو شمیر سیاسي مشرانو اؤ فعالینو نیوکې وکړې چې د الیکشن کمیشن لخوا د ووټرانو په اندراج کې ګڼ شمیر غلطۍ مخې ته راغلي دي.

په خېبر پښتونخوا کې په تير قامي الیکشن کې پنځه څلويښت فيصده خلکو خپل ووټونه اچولي وؤ .

په چارسده کې جنرل کونسلر عرفان الله وي او ای ډيوه ته وایي د ووټونو دغلط اندراج او د ښځو ووټونو له دنه راوتلو له امله د ووټونو اچولو شرحه کمه ده،

د الېکشن کمېشن چارواکي وايي دمرکزونو ترڅنګ الېکشن کمېشن کې د ووټ اندراج نه دتېروتنې ويستلو د پاره 8300 نمبر ته په موبائيل ميسج کېدی شي ترڅو یو ووټر خپل ووټ په سمه توګه درج کړي.

دالېکشن کمېشن چارواکي وايي که ښځې نه شي کولی چې دغو مزکرونو ته پخپله لاړې شي نو د کور سړي يې هم کولی شي چې دغو مرکزونو ته ورشي او د ووټ په اندراج کې موجودي تېروتنې سمې کړي.

دالیکشن کمیشن دچارواکي په وینا هرکله چې د الېکشن نېټه اعلان شي نو بيا دوي نه شي کولی چې د ووټونو په اندراج کې کوم بدلون وکړي۔

د کال 2017م د سر شمېرنې ترمخه د خېبر پښتونخوا ټوله ابادي35.5 ميلينه ده او ورسره 50 لکه ابادي د قبايلي ضلعو ده،په دې کې نزدې نيمایي ابادې د ښځو ده،

دالیکشن کمیشن دشمیرو له مخې په ټوله صوبه کې څه کم يوويشت ميلينه رجسټرډ ووټونه دي،چې د سړو مقابله کې د ښځو د وټونو رجسټريشن کم دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG