لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم او نورو فعالانو د افغان کډوالو د ستنول کېدو خلاف په کوټه کې احتجاج کړی


په احتجاج کې شريکو پېغلو د افغان کډوالو په ماشومانو او د ښځو په اړه تشویش څرګند کړو
په احتجاج کې شريکو پېغلو د افغان کډوالو په ماشومانو او د ښځو په اړه تشویش څرګند کړو

د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو فعالانود بلوچستان د مرکزي ښار کوټې د مطبوعاتو کلب مخې ته احتجاج کړی او د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو ملک نه د ویستو په پريکړه دې بيا نظر وکړي او قانوني اسناد لرونکي افغانان دې له ملک څخه نه ايستل کېږي.

د پي ټي اېم د ځینو غړو ترڅنګ د ريډ ورکرز فرنټ او د پروګرېسيو يوت الاينس فعالانو د افغان کډوالو په زوره له پاکستان څخه د ايستلو د حکومتي فېصلې پر ضد احتجاج وکړو وو او ویې وېل پاکستان د سيمې او د نړيوالو حالاتو جاج اخيستلو پرته افغانانو د ستنولو فېصله کړې ده.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ انوارالحق کاکړ د چارشنبې- شورو په ورځ د مارګله ډیالوګ تر عنوان لاندې په اسلام کی د څیړنې انستیتوت (IPRI) دستورې ته وینا کې د هغو لکونو افغان کډوالو د ویستلو د پرېکړې دفاع وکړه چې پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

کاکړ وویل "غیر ریاستي عناصر د پاکستان امنیت ته ګواښ جوړیږي، د کمزوري طرز واکمني، پراکسي جګړې،کمزوری اقتصاد اؤ انساني پرمختیا ته لږه ترجیح ورکول د کورنیو شخړو اساسي وجوهات دي."

د پاکستان مرکزي حکومت د اکتوبر پر دريمه اعلان کړی و چې په پاکستان کې ميشت ټول ناقانونه او بې اسناده خلک دې د تر يو دېرشم اکتوبر له ملکه په خپله خوښه ووځي، د ټاکلې مودې له ختميدو سره سم حکومت د ناقانونه خلکو د نيولو او بېرته خپلو ملکونو ته لېږلو لړۍ پېل کړې ده، چارواکي وايي پدې کې زيات شمېر له افغانستان سره د تعلق لرونکو دی۔

د افغان کډوالو په اړه احتجاج کې شریک ريډ ورکرز پاکستان نومې تنظیم جنرل سېکرېټري کريم پرهار وویل " د پاکستان چې کوم دريځ او کومې پاليسۍ دي، موږ د هغو پالېسيو مزمت کوو، د دوی په جبري توګه د شړولو مزمت کوو، په خاصه چې قانوني اسناد لرونکي افغان کدوال تنګول کېږي، که څه هم حکومت دا اعلان کړی چې دوی به نه تنګوي، او ورسره د چمن د پرلت سره د اظهار يکجهتي په اړه مو احتجاج دی."

په احتجاج کې شريکو پېغلو د افغان کډوالو په ماشومانو او د ښځو په اړه تشویش څرګند کړو.

پروانه، د پروګرېسيو يوته الاينس تنظيم غړي ده، ویې وېل " دلته د افغانانو کوم کاروبارونه دي يا د معاش زريعې دي هغه يې وربندې کړې دي، د يو اين ايچ سي ار رپورټ دی چې افغان کډوالو و حمل دارو ښځو ته زياته خطره ده ولې چې د کډې په بارولو کې دوی ته ستونځې پېښېږي۔"

د رپورټونو ترمخه تر شپاړسم نومبر پورې قانوني اسناد لرونکي او غېر قانوني درې لکه ته نېږدې افغان کډوال د طور خم او چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي، او لا هم دا لړۍ دوام لري۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG